دريم رکن : د سورت فاتحې لوستل
ددريم رکن دليل:
13 – : عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه أَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله عليه وسلم قَال: «لاَ صَلاَةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ. (الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم : (1 / 256)
ژباړه: له عبادة بن صامت رضي الله عنه نه روايت دی چې يقينا رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : د هغه چا لپاره لمونځ نشته دی چې سورت فاتحه ونه وايي.
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې څوک په خپل لمونځ کې سورة فاتحه ونه وايي نو د هغه لمونځ نه کېږي ځکه حديث کې ذکر شو ( لاصلاة) يعنې له سره د دې سړي لپاره لمونځ نشته که بې فاتحې لمونځ يې وکړه نو دا داسې شو لکه چې له سره يې نه وي کړی ، که ځانله لمونځ وي او که په امام پسې وي .
لکه په راروان حديث کې به ذکر شي .
14 – : عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ: رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم [ لاَ صَلاَةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ خَلْفَ الْإِمَامِ ] (رواه البیهقی فی کتاب القراءة : 46 )
ژباړه: له عبادة بن صامت رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : د هغه چا لپاره لمونځ نشته دی چې سورت فاتحه په امام پسې ونه لولي .
فايده : دې حديث کې مونږ زده کړل چې د سورت فاتحې نه بغېر لمونځ نه کېږي ، که ځانله لمونځ وي او که امام پسې وي .
نو دا د مذهب خبره نه ده بلکې په دي کې ښکاره دا حديث راغلي دي بايد مونږ يې په سر سترګو ومنو.
امين په لوړ اواز ويل
15 – : عَنْ وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ رضی الله عنه قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ إِذَا قَرَأَ ( وَلاَ الضَّالِّينَ) قَالَ آمِينَ وَرَفَعَ بِهَا صَوْتَهُ ] (سنن أبى داود – (1 / 351))
ژباړه: له وائل بن حجر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله ” و لا الضالين ” ووايو نو بيا يې وويل ” امين ” او اواز به یې پرې اوچت کړ .
فايده : په دې حديث کې مونږ زده کړل چې کله ( ولا الضالين ) وويل شي نو بايد په اوچت اواز ( امين ) وويل شي .
دا د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سنت دي او د يهودو پرې زړه درديږي الله جل جلاله دې د دوی ملګرو زړونه ودردوي .
دا د کوم تنظيم او کومې ډلې نښه نه ده بلکې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم سنت دي چا چې دا د چا لپاره نښه ګرځولې ده نو په خطا دي د يهودو سره مرسته کول دي لکه چې په دې راروان حديث کې به بيان شي.
16 – : عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها عَنْ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ [ مَا حَسَدَتْكُمُ الْيَهُوْدُ عَلَى شَيْءٍ مَا حَسَدَتْكُمْ عَلَى السَّلَامِ وَالتَّأْمِيْنِ ] (سنن ابن ماجه : 1 / 278)
ژباړه: د بي بي عائشي رضي الله عنها نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ويلي دي : کينه او حسد نه کوي له تاسو سره يهود په هيڅ شي باندې لکه څومره چې حسد او کينه کوي تاسو سره د سلام په اچولو او په امين ويلو سره په لمانځه کې.
فايده : په دي حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته هغه دوه شيان په ګوته کړل چې په هغي سره يهود درديږي او همدغه يې د کينې او حسد لامل ګرځي چې يو له هغې څخه سلام اچول او بل په زوره امين ويل ، هر هغه څوک چې د يهودو دشمن وي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې مينه او محبت وي نو هغه به په دي حديث باندې عمل کونکی وي او د چا چې د يهودو سره مينه وي نو هغه به يې پخپله هم نه وايي او نور مسلمانان به ترې هم منع کوي او دا سنت به ورته داسې معرفي کوي چې دا د يوې ډلې نښه او نشان دی او دا خلک د دنيا په مخ بد خلک دي .
د سورت فاتحې سره بل سورت لوستل
17 – : عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ ثُمَّ اقْرَأْ بِمَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ ] (الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم 3 / 86))
ژباړه : له ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : او بيا ولوله ( له سورت فاتحې نه وروسته) هغه چې اسان وي له تاسره ( ښه درته ياد وي) د قرانکريم څخه.
فايده : دې حديث کې مونږ ياد کړل چې د سورت فاتحې څخه وروسته به له قرانکريم څخه هغه ځای لولې چې تا ته ښه ياد وي.
ج : په اولنې رکعت کې اوږد قراءت کول او په دوهم کې له اولني څخه کم قراءت کول :
18 – : عَنْ أَبِيْ قَتَادَةَ عَنْ أَبِيْهِ رضي الله عنه [ أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يُطَوِّلُ فِيْ الرَّكْعَةِ الْأُوْلَى مَالَا يُطَوِّلُ فِيْ الرَّكْعَةِ الثَّانِيَةِ وَهَكَذَا فِيْ الظُّهْرِ وَهَكَذَا فِيْ الصُّبْحِ ] .( صحيح البخاري 1 / 269)
ژباړه : له ابوقتادةالانصاري رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به په لومړني رکعت کې دومره اوږد والی کو چې په دوهم رکعت کې به دومره نه کو ، په دې طريقه به يې لمونځ کو د ماسپښين او سهار لمونځ کې .
فايده : دي حديث کې مونږ زده کړل چې اولیي رکعت به له دوهم رکعت څخه لږ اوږد وي ځکه څوک چې د جماعت له لمونځ څخه لږ ورسته وي چې هغه هم اولنی رکعت راونيسي.
د مد په حروفو باندې مد کول
19 – : عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ [ كَانَتْ قِرَاءَةُ رَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم مَدًّا ، ثُمَّ قَرَأَ ( بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ) يَمُدُّ ( بِسْمِ اللَّهِ ) وَيَمُدُّ بِـ ( الرَّحْمَنِ ) وَيَمُدُّ بِـ (الرَّحِيمِ)] (الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم – (2 / 469)
ژباړه : له انس رضي الله عننه نه روايت دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم لوستل به د مد په حروفو مد کول وو ، بيا به يي( بسم الله الرحمن الرحيم) ولوستله او مد يي وکړه په (بسم الله) کې او همدا رنګه مد يي وکړه په (الرحمن) کې اوهمدارنګه مد يي وکړه په(الرحيم) کې .
فايده : دا حديث مونږ ته راښايي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم قراءت داسې وو چې په کوم ځای کې به مد و نو په هغې به يې مد کومعنا دا ده چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم به خپل قراءت په قلاره قلاره ويلو ، تلوار به يې نه کو ، په دې کې له هغه قراءت نه منع راغلې ده چې ځينې قاريان صاحبان يې د رمضان په تراويح لمونځ کې په تلوار سره کوي .
20 – : عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رضی الله عنها : [ أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَقْرَأُ بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ,الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ فَقَطَّعَهَا آيَةً آيَةً وَعَدَّهَا عَدَّ الْأَعْرَابِ وَعَدَّ بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ آيَةً وَلَمْ يَعُدَّ عَلَيْهِمْ ] (سنن الدارقطني 1 / 307)
ژباړه : له ام سلمة رضي الله عنها نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم سورت فاتحه لوستله ، او هر ا يت به یې جدا چدا لوسته او د بانډچيانوپه څير به یې ايتونه شمېرل ، او شميرله به يې (بسم الله) جدا ايت ، او ( انعمت عليهم ) يې مستقل ايت ونه شميره (يعني ايات يې په (والضالين) ختم کړ .
فايده : دې حديث کې مونږ زده کړل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په خپل قراءت کې يو يو ايت لوسته او تلوار به يې نه کو، داسې قراءت به يې کو لکه بانډه چيان چې شمار ساده او په قلار وي او رسول الله صلی الله عليه وسلم به (بسم الله) د سورت فاتحې جدايات شمېره ، او هر چې ( انعمت عليهم ) دی نو په دې ځای به يې وقف کو ، دا ځای به يې بېل ايت نه شمېره بلکې ايات به يې په ( والضالين ) باندې ختمو ، نو په دې سره سورت فاتحه (7) ايتونه شوه .
مونږ له پکار دي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قرائت پشان قرائت وکړو او تلوار ونه کړو .
رکوع ته د تللوپه وخت کې لاسونه اوچتول
21 – : عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنه قَالَ [ رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم إِذَا قَامَ فِي الصَّلَاةِ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى تَكُونَا حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ وَكَانَ يَفْعَلُ ذَلِكَ حِينَ يُكَبِّرُ لِلرُّكُوعِ وَيَقُولُ: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ».( صحيح البخاري 1 / 258)
ژباړه : له عبدالله بن عمر رضي الله عنهنه روايت دی چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی و چې کله به لمونځ ته ودرېده نو خپل دواړه لاسونه به یې اوچت کړل تر دې چې د اوګو سره به برابر به شول او دغه کار ( لاسونه اوچتول ) به یې د رکوع لپاره تکبيره کې هم کو ، او بيا به يې وويل (سمع الله لمن حمده) له رکوع نه وروسته .