لومړی : له سورت بقرې څخه.
۱ – : يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ( سورت بقره : ۲۱ ) .
ژباړه : اى خلقو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه (رب) چې تاسو يې پیدا كړي یئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ .
۲ – : وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ * الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَاقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ( سورت بقره : ۴۵، ۴۶ ) .
ژباړه : او په صبر او لمانځه سره مدد غواړئ او بېشكه چې یقینًادا (كار) ډېر ګران دى مګر پر عاجزي كوونكو باندې (نه دى* هغه كسان چې یقین كوي چې بېشكه دوى د خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او دا چې بېشكه دوى خاص د هغه په طرف واپس ورتلونكي دي .
۳ – : إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصَارَىٰ وَالصَّابِئِينَ مَنْ آمَنَ بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ( سورت بقره : ۶۲ ) .
ژباړه : یقینًا هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې یهودیان شوي دي، او نصرانیان او صابیان (بې دینه) دي، هر هغه چا چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو د خپل رب په نیز د دوى لپاره اجر دى او نه په دوى باندې څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي .
۴ – : وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّـهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِّنكُمْ وَأَنتُم مُّعْرِضُونَ . ( سورت بقره: ۸۳ ) .
ژباړه: او كله چې مونږ د بني اسرائیلو (نه) پخه وعده واخيسته چې عبادت به يواځې او يواځې د الله كوئ، او له مور او پلار سره به ښېګړه كوئ او له خپلوانو او یتیمانو او مسكینانوسره (به هم ښېګړه كوئ) او خلقو ته ښايسته خبرې كوئ، او لمونځ قايموئ او زكات وركوئ، بیا تاسو (له خپلې وعدې نه) وګرځېدئ مګر ډېر لږكسان (ونه ګرځېدل) او تاسو مخ ګرځونكي یئ .
۵ – : أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِن بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَـٰهَكَ وَإِلَـٰهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَـٰهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ . ( سورت بقره : ۱۳۳ ) .
ژباړه : ایا تاسو هغه وخت موجود وئ چې یعقوب ته مرګ حاضر شو؟ كله چې هغه خپلو زامنو ته وویل: له ما نه بعد به د څه شي عبادت كوئ؟ هغوى وویل: مونږ به ستا د اِلٰه (معبود) او ستا د پلرونو ابراهیم، او اسمٰعیل او اسحٰق د اِلٰه عبادت كوو، د یو حق معبود، او مونږه (ټول) د هغه حكم منونكي یو .
۶ – : قُولُوا آمَنَّا بِاللَّـهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ . ( سورت بقره : ۱۳۶ ) .
تاسو ووایئ: مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او په هغه څه چې ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ایمان راوړى دى) په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی ته وركړى شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبیانو ته وركړى شوي دي۔ مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو.
۷ – : وَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ لَّا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَـٰنُ الرَّحِيمُ ( سورت بقره : ۱۶۳ ) .
ژباړه: او ستاسو حق معبود یو معبود دى، هېڅ لايق د عبادت نشته مګر يواځې هغه دى چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى .
۸ – : لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا ۖ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ . سورت بقره : ۱۷۷ ) .
نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې په الله او په ورځ د اخرت او په ملايكو او په كتابونو او په نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) چې په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي .
۹ – : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖفَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ . ( سورت بقره : ۱۸۶ ) .
ژباړه: او كله چې زما په باره كې له تا نه زما بنده ګان تپوس وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، پس دوى دې زما حكم ومني، او په ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي.
۱۰ – : وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ ۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّـهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا ۚ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّـهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ . ( سورت بقره : ۲۲۸ ) .
ژباړه : او طلاقې كړى شوې ښځې دې په خپلو ځانونو درې حیضه انتظار كوي، او د دوى لپاره حلال نه دي چې پټ كړي هغه څه چې الله د دوى په رَحِمونو كې پیدا كړي دي، كه دوى په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري۔ او په دې موده كې د دوى خاوندان د دوى د بیا راوستلو اصل حقدار دي كه هغوى د اصلاح (جوړښت) اراده لري، او د دستور مطابق د هغو (ښځو) لپاره (په خاوندانو باندې حقونه) دي په شان د هغو (حقونو) چې په دوى باندې لازم دي (د خپلو خاوندانو لپاره) او په دوى باندې د سړيو لپاره درجه شته، او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى.
۱۱ – : لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّـهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّـهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ * اللَّـهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ ۗأُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ . ( سورت بقره : ۲۵۶ ) .
ژباړه : په دین (منلو) كې هېڅ جبر نشته، یقینًا حقه لار له ګمراهۍ نه ښه څرګنده (بېله) شوې ده، نو چا چې له طاغوت (شیطان، بت) نه انكار وكړ او په الله يې ایمان راوړ، نو یقینًا ده ډېره مضبوطه كړۍ ټینګه ونیوله، چې هغې لره هېڅ پرېكېدل نشته، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى * او الله د هغو كسانو دوست دى چې ایمان يې راوړى دى، هغه دوى لره له تِیارو نه رڼا ته راوباسي، او هغه كسان چې كفر يې كړى دى؛ د هغوى دوستان شیطانان دي، دغه (شیطانان) دوى لره د رڼا نه تیارو ته وباسي، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
۱۲ – : آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّـهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ ۚ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ. ( سورت بقره : ۲۸۵ ) .
ژباړه : رسول په هغه څه ایمان راوړى دى؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه په ملايكو او د هغه په كتابونو او د هغه په رسولانو باندې ـ (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اى زمونږه ربه! او خاص تا ته بيا درتګ دى .