په نړۍ کې انسان د خپلو حاجاتو د پوره کولو لپاره تل هلې ځلې کړې دی، لومړی يي زراعتی انقلاب راوسته، کر کېله يې وکړه، غنم جوار يي پیدا کړل، ډیر وخت يي پری خپل ژوند هوسا کړ، په نولسمه پیړۍ کې بیا انسان صنعتی انقلاب راوسته او پرمختللی مشینونه يي جوړ کړل خپلې دونیا ته يي عجیب غریب شیان پیدا کړل، کمپیوټر راغی ورسره انترنټ پیدا شو، خلک يي د یوشتمې پېړې د معلوماتو انقلاب بولې په رښتیاهم انقلاب دی، ټوله نړۍ د یو وړوکې کلی په شان کړه.
د یو سروې مطابق په ټوله نړۍ کې دری ملیارده او ۳۴۵ ملیونه خلک انټرنټ کاروي، چې د افغانستان نه د ګډونوالو شمیر يي ۵ ملیونه دی چي د ټول نفوس ۱۵٪ سلنه کیږی خو ډیره برخه بیا یواځي ټولنېزې شبکې کاروی او د ویبپاڼو مینوال يي کم دی، علتونه ډیر کیداشې خو تر ټولو مهم يې زما په اند دهغه ویبپاڼو نه موجودیت دی چی د خلکو ضروریات پوره کړي .
یوه ټولنه چې ۹۹ ٪ سلنه خلک مسلمانان وی او فطرتا دیندارې سره مېنه لري یواځې د ګوتو په شمیر اسلامي ویبپاڼې په ډیر کمزوري کیفیت لري .
اوس چي یو ملګري خپل کوشش کړی دی او زمونږ لپاره يې (لارښود http://www.larkhud.com/ )ویبپاڼه جوړه کړې ده، هلته به د الله دکتاب د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو او دهغه د سیرت خدمت کیږی، د اسلامی تاریخ بیان به کوی، د فقه عقیدې او اخلاقو وضاحت به کوی، ستاسو پوښتنو ته به د قران او سنتو په رڼا کې جواب ویل کیږی، نور راځئ چې په شریکه ښه په اخلاص هر قسمه مرسته وکړو .
که د قلم حق ادا کوی نو لیکنې وکړئ لارښود يي نشروې، که خپله لېکنه نه شې کولاې یو څه وژباړئ لارښود یې خلکو ته رسوی.
که خپل قلم مو کار نه کوی د بل چا لیکنې، وېناوې د اجازت سره لارښود ته راولیږئ او د ځان لپاره په صدقه جاریه کې ثبت کړئ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی : الدال علی الخیر کفاعله.
نور بیا