امام ذهبي وايي: د عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه غوره ترين کار دا و چې د شوری په وخت کې يې ځان له خلافت څخه ګوښه کړ، او د امت د سربراهۍ لپاره يې هغه څوک وړ وبولو چې اهل الحل و العقد يې مشري تاييد کړي، په عثمان رضي الله عنه يې د امت په راټولولو کې لوي کردار ادا کړ، که عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه په رښتيا د ټولواکۍ مينه لرله نو د ځان لپاره به يې غوره کړېوه، او يا به يې د خپل تره ځوي او ورته نزدې ترين د شورا غړی سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه ته ورکړېوه (سيرأعلام النبلاء: ( ۱ / ۸۶ ) .).
احمد بن عبدالرحمن بن وهب وايي: ما ته مې تره، هغه ته عبدالله بن عياش، هغه ته خپل پلار ويلي و چې يزيد بن مهلب چې کله د خراسان ګورنر وګمارل شو وېويل: ما ته داسې سړی وښايئ چې د خېر ټول خويونه پکې وي، نو ابو بردة اشعري ورته په ګوته کړی شو، چې ابوبرده راغی د ليدو سره سم يې وازمول چې سړی کمالي دی، په خبرو اترو کې يې معلوم کړ چې باطن يې له ظاهر نه ډېر غوره دی، بيا يې ورته وويل: تا ته ما خپل فلانکی او فلانکی کار در وسپارت، ورته يې وويل: وبښه زه دغه کارونه نه شم کولی، که څه هم دی انکار وکړ خو يزيد بن مهلّب يې انکار ونه منو، بيا يې ورته وويل: زه به درته د خپل پلار په روايت له نبي صلی الله عليه وسلم نه يو حديث بيان کړم چې هغه ورڅخه اوريدلي دي: [ مَنْ تَوَلَّى عَمَلًا وَهُوَ يَعْلَمُ انَّهُ لَيْسَ لِذَلِكَ الْعَمَلِ بِاهْلٍ فَلْيَتَبَوَّا مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ ] ژباړه: چا چې د داسې کار واګې په لاس کې واخستې چې ځان يې د دغې کار مستحق نه ليد نو په اور کې يې د ځان لپاره ځای تيار کړ.
ګورنر ورته وويل: داسې دې هېڅکله هم نه پرېږدم، تاخو نور پسې هم ځان راته وښود او ودې هڅولم چې هرومرو به دغه کار ته کوې، زه دې نه معاف کوم، بيا پاڅېد او ووت څه موده يې کار وکړ، بيا راغی او يزيد بن مهلّب ته يې وويل: ما مې د پلار نه يو حديث اورېدلی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: [ مَلْعُونٌ مَنْ سَالَ بِوَجْهِ اللهِ، وَمَلْعُونٌ مَنْ سُئِلَ بِوَجْهِ اللهِ ثُمَّ مَنَعَ سَائِلَهُ مَا لَمْ يَسْالْهُ هُجْرًا ] ژباړه: د الله په نوم چې څوک څه وغواړي او د الله په نوم چې له چا نه څه وغوښتل شي خو چې ګناه نه يې او سائل ته څه ورنه کړی شي هغه سړی ملعون دی.
(المعجم الکبير للطبراني: (۴۵۹ ) د أبوموسی أشعري رضي الله عنه په روايت، حافظ عراقي ورته حسن ويلي دي، هيثمي وايي: دغه حديث طبراني د خپل استاذ يحيی بن عثمان بن صالح نه روايت کړی دی او هغه ثقه دی خو لږ کمزوری دی، نور ټول راويان يي د بخاري راويان دي، دا حديث چې د امام روياني روايت کړي حديث سره يو ځای شي قوت افاده کوي.)
او زه د الله په نوم ستا نه استعفا غواړم، هغه و چې معاف يې کړ(سيرأعلام النبلاء: ( ۴ / ۳۴۵ ) .
يوسف بن اسباط وايي: ما له سفيان ثوري نه واورېدل چې: له مشرۍ او رئاست نه په ځان ساتلو کې ما په بل څه کې پرهيزګاري نه ده ليدلې، ځينې په خوراک او څښاک او پوښاک کې زهد او پرهيزګاري کوي خو چې د رياست وخت راشي جنګ ورباندې کوي (سيرأعلام النبلاء: ۷ / ۲۶۲ ) .