پنځم رکن : درکوع څخه پورته کېدل
د (سمع الله لمن حمده ) ويل :
33 – : عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ [ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم يَقُوْلُ [ سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ» حِيْنَ يَرْفَعُ صُلْبَهُ مِنَ الرَّكْعَةِ.( صحيح البخاري – (1 / 272))
ژباړه : له ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به وويل ( سمع الله لمن حمده) اوري الله جل جلاله ثنا او صفت د هغه چا چې ثنا او صفت يې وايي ، چې کله به يې له رکوع نه خپله شا اوچتوله .
فايده : په دې حديث کې مونږ زده کړل چې کله د رکوع څخه کله اوچتيږو نو بايد ( سمع الله لمن حمده) ووايوو .
د پنځم رکن دليل
34 – : وَعَنْهُ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم قاَلَ [ ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْتَدِلَ قَائِمًا ] ( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم 3 / 86)
ژباړه : او د ابو هريره رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ويلي دي بيا اوچت شه د رکوع څخه تر دي چې سم ودريږې .
فايده : په دې حديث کې پيغمبر صلی الله علیه وسلم مونږ ته راوښودل چې کله د رکوع څخه پاڅيږې نو سم سيده به ودريږې تر دې چې په ولاړه ښه په ارام شې او ټوله دعا په ولاړه ووايې چې راروان حديث کې به دغه دعا ذکر شي.
د ( ربناو لك الحمد…) د دعا ويل :
35 – : عَنْ رِفَاعَةَ رضی الله عنه قَالَ [ كُنَّا يوما نُصَلِّيْ وَرَاءَ رَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم فَلَمَّا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرَّكْعَةِ قَالَ سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ وَقَالَ رَجُلٌ وَرَاءَهُ رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ ، حَمْدًا كَثِيْرًا طَيِّبًا مُبَارَكًافِيْهِ ] ( صحيح البخاري :1 / 110)
ژباړه : له رفاعه رضي الله عنه نه روايت دی چې مونږه يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې لمونځ کو ، کله چې يې له رکوع څخه سر راپورته کړ نو وېويل : ( سمع الله لمن حمده) ، يو سړي د نبي صلی الله عليه وسلم پسي وروسته (رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ ، حَمْدًا كَثِيْرًا طَيِّبًا مُبَارَكًافِيْهِ ) وويل .
ددعا ترجمه : ای زمونږه ربه ستا لپاره د کمال څخه ډک صفتونه دي داسې صفتونه چې هغه ډېر او پاک دي او برکت اچولی شوی دی په دې کې .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې کله د رکوع څخه پورته شوو نو بايد دغه دعا ووايو چې په ويلو سره يې قيام کې اطمنان هم راځي لکه مخکې حديث کې تېر شول او ثواب يې هم ډېر دی او له دې څخه په کې منعه وشوه چې لمونځ ګذار به زر نه ښکته کېږي ځکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي دي ( حتي تَعْتَدِلَ قَائِمًا) .
ژباړه : تر دې چې سم نېغ ودريږې .
او له دې دعا پرته نورې دعاګانې ويل سنت دي .