د اوچتيدلو (پاڅيدلو) په وخت کې (الله اکبر) ويل :
48 – : عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ [ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم يُكَبِّرُ حِينَ يَرْفَعُ رَأْسَهُ] (الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم : 3 / 46)
ژباړه : د ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله سر راپورته کو( له سجدې نه ) نو الله اکبر به يې ويلو.
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې کله له سجدې څخه پورته کېږو نو بايد (الله اکبر) ووايو ځکه چې دلته د (الله اکبر) ويل واجب دي که چا ونه ويلو نو سجده سهوه پرې لازميږي .
اتم رکن :د دوو سجدو په مينځ کې کېناستل
د اتم رکن دليل
49 – : وَ فِيْ رِوَايَةٍ لَهُ رضي الله عنه [ ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا]( الجمع بين الصحيحين البخاري ومسلم : 3 / 86)
ژباړه : او له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : چې بيا اوچت شه ( له سجدې څخه) تر دې چې ته په کېناستلو کې ارامتيا حاصله کړې .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شول چې کله له سجدې څخه پاڅيږو نو بايد په صحيح طريقې سره کېنو او تر دې پورې کېنو چې ښه په ارام او اطمنان کې شو او هغه دعا چې په دې ځای کې ويل کېږي ووايو چې په (51) حديث کې به راشي.
د کېناستلو په وخت کې په مسواکۍ ګوتې اشاره کول
50 – : عَنْ وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ رضي الله عنه قَالَ [ رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم سَجَدَ فَوَضَعَ يَدَيْهِ حَذْوَ أُذُنَيْهِ ثُمَّ جَلَسَ فَافْتَرَشَ رِجْلَهُ الْيُسْرَى ثُمَّ وَضَعَ يَدَهُ الْيُسْرَى عَلَى رُكْبَتِهِ الْيُسْرَى وَوَضَعَ ذِرَاعَهُ الْيُمْنَى عَلَى فَخِذِهِ الْيُمْنَى ثُمَّ أَشَارَ بِسَبَّابَتِهِ وَوَضَعَ الْإِبْهَامَ عَلَى الْوُسْطَى وَقَبَضَ سَائِرَ أَصَابِعِهِ ثُمَّ سَجَدَ فَكَانَتْ يَدَاهُ حِذَاءَ أُذُنَيْهِ]( مسند أحمد : 31 / 150)
ژباړه : له وائل بن حجر رضي الله عنه نه روايت دی چې ما نبي کريم صلی الله عليه وسلم وليده چې سجده يې وکړه او دواړه لاسونه يې په خپلو دواړو یې د غوږونو برابر کېښودل او بيا کېناستلو او خپه يې وغوړوله ، بيا يې خپل چپ لاس په خپل چپ زنګون کېښوده ، او په خپل ښۍ ورون يې د ښۍ لاس څنګل کېښوده ، او بيا يې په خپلې مسواکۍ ګوته اشاره کوله او غټه ګوته يې په منځنۍ کوته کېښوده او نورې ګوتې يې راټولې کړې او بيا يې ( دوهمه ) سجده وکړه او دواړه لاسونه يې د غوږونو برابر وو.
فايده : په دې حديث کې مو ياد کړل چې کله سجده کوو نو بايد لاسونه د غوږونو برابر کېږدو او کله چې د اولې سجدې څخه سر راپورته کړو نو بايد په داسې طريقي کېنو چې ښي لاس په ښي ورون او چپ لاس په چپ زنګون کېږدو او په مسواکۍ ګوته باندې اشاره کوو.
د دواړو سجدو په منځ کې دعا ويل
51 – : عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنه كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم يَقُولُ بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ [ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِيْ وَارْحَمْنِيْ وَعَافِنِيْ وَاهْدِنِيْ وَارْزُقْنِيْ ]( سنن أبى داود : 1 / 316)
ژباړه : له ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د دواړو سجدو په منځ کې ويل : ای الله جل جلاله ما ته بښنه وکړې ( زما د ګناهونو ) او پر ما رحم وکړې او ما ته معافي وکړې او ما ته هدايت وکړې ( د سمې لارې ) او ما ته روزي راکړې ( حلاله) .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې د دوو سجدو په منځ کې بايد غلي کې نه نو او دغه ذکر شوي دعا ووايو .
52 – : عَنْ حُذَيْفَةَ رضي الله عنه أَنَّهُ رَأَى النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم يُصَلِّى وَكَانَ يَقْعُدُ فِيمَا بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ نَحْوًا مِنْ سُجُودِهِ وَكَانَ يَقُولُ :« رَبِّ اغْفِرْ لِيْ رَبِّ اغْفِرْ لِيْ ]( سنن أبى داود : 1 / 325)
ژباړه : له حذيفه رضي الله عنه نه روايت دی چې هغه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ليدلی و چې لمونځ يې کو او د دواړو سجدو ترمنځ به د خپلې سجدې په اندازه کېناسته او ويل يي : ای الله جل جلاله ما ته بښنه وکړې .
فايده : په دې حديث کې مونږ بله دعا ياده کړه چې دا هم د دوو سجدو په منځ کې ويل کېږي او بله دا خبره چې زر به دوهمې سجدي ته هم نه ځو بايد دومره وخت تېر کړو څومره چې مو سجده کې تېر کړی وي (چې اطمنان حاصل شي ).