لسم رکن : تشهد ويل
د لسم رکن دليل :
60 – : عَنْ ابْنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ [ كُنَّا نَقُولُ فِي الصَّلَاةِ قَبْلَ أَنْ يُفْرَضَ التَّشَهُّدُ السَّلَامُ عَلَى اللَّهِ السَّلَامُ عَلَى جِبْرِيلَ وَمِيكَائِيلَ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم: لَا تَقُولُوا هَكَذَا فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ هُوَ السَّلَامُ وَلَكِنْ قُولُوا التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ]( البخاري ومسلم والنسائي : 1 / 378)
ژباړه : له عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي چې د تشهد له فرض کېدو واړندې به مونږ په لمونځ کې داسې ويل : په الله جل جلاله او جبري او ميکائيل عليهما السلام باندې دې سلامتياوي ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : داسې مه وايې : ځکه الله جل جلاله پخپله سلام ذات دی ( بل ته سلامتيا ورکوي هغه سلامتيا ته اړتيا نه لري ) بلکې وايئ : ټول د ژبې عبادتونه او بدني عبادتونه او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي ، ای د الله جل جلاله پېغمبره په تا دې سلامتيا وي او په تا دې د الله جل جلاله رحمتونه او برکتونه وي ، پر مونږ او د الله جل جلاله پر هغه بندګانو دې سلامتيا وي چې نېکان او صالحان دي ،زه د دې خبرې ګواهي کوم چې د بندګې مستحق نشته دي مګر يو الله جل جلاله دی او ګواهي کوم د دي خبرې چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی بنده او استازی دی .
61 – : عَنْ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيَقُلِ: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ]( صحيح البخاري : 1 / 286) اوصحيح مسلم :2 / 13)
ژباړه: له عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : کله چې تاسو کې څوک لمونځ کوي نو ودې وايي : : ټول د ژبې عبادتونه او بدني عبادتونه او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي ، ای د الله جل جلاله پېغمبره په تا دې سلامتيا وي او په تا دې د الله جل جلاله رحمتونه او برکتونه وي ، پر مونږ او د الله جل جلاله پر هغه بندګانو دې سلامتيا وي چې نېکان او صالحان دي فايده: په دي حديث کې مونږته دا راوښودل شول چې کله لمونځ کوو او دتشهد لپاره کېنونوبايد دا دعا ووايو.
دوهم رکعت ته د تشهد څخه وروسته پاڅېدل :
62 – : وَعَنْهُ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم [ إِنْ كَانَ فِي وَسَطِ الصَّلَاةِ نَهَضَ حِينَ يَفْرُغُ مِنْ تَشَهُّدِهِ]( مسند أحمد : 7 / 392)
ژباړه: او له عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله د لمونځ په منځ کې ( دوه رکعته چې به يي وکړه) نو بيا به دريم رکعت ته هله پاڅېده کله چې به د اول تشهد څخه فارغ شو .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شول چې دريم رکعت ته به هله پاڅيږو کله چې د ( التحيات لله ) نه واخله تر د تشهد پورې ووايو.
دريم د رکعت ته دپاڅيدوپه وخت کې لاسونه وچتول
63 – : عَنْ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنه أَنَّهُ إِذَا قَامَ مِنْ الرَّكْعَتَيْنِ رَفَعَ يَدَيْهِ وَرَفَعَ ذَلِكَ ابْنُ عُمَرَ إِلَى نَبِيِّ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم ]( صحيح البخاري :1 / 258)
ژباړه : له عبدالله ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې له دوو رکعتونو څخه کله وپاڅيد ( دريم رکعت ته) نو اوچتول به يې دواړه لاسونه ، او د دې کار ( رفع اليدين ) نسبت يې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وکړ .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته د لاسونو د اوچتولو يو بل ځای راوښودل شو چې د دريم رکعت ته پاڅيدلو پرمهال دي نو کله چې مونږ دريم رکعت ته پاڅيږو بايد (رفع اليدين ) وکړو ، دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم طريقه وه نو مونږ له پکار دي چې هغسې لمونځ وکړو څرنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کړی وي.
د ورستني تشهد د کېناستلو مسنونه طريقه :
64 – : عَنْ أَبِيْ حُمَيْدٍ السَّاعِدِيِّ رضي الله عنه قَالَ [ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم إِذَا جَلَسَ فِي الرَّكْعَةِ الْآخِرَةِ قَدَّمَ رِجْلَهُ الْيُسْرَى وَنَصَبَ الْأُخْرَى وَقَعَدَ عَلَى مَقْعَدَتِه ] ( صحيح البخاري: 1 / 284)
ژباړه : له ابوحميد رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله په اخرني رکعت کې کېناست ( اخرني تشهد ته) نو چپه خپه به يې مخکې کړه او بله خپه به یې اودروله او په مقعد به کېناسته .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شول چې کله د اخرني تشهد لپاره کېنو نو بايد چپه خپه به مخکې کړو او په ځمکه باندې به خپل کناټي کېږدو (يعني په خپه به نه کېنو) .