عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَخَذَ بِيَدِهِ وَقَالَ [ يَا مُعَاذُ إِنِّيْ أُ حِبُّكَ، فَقَالَ أُوصِيكَ يَا مُعَاذُ لاَ تَدَعَنَّ فِيْ دُبُرِ كُلِّ صَلاَةٍ اللَّهُمَّ أَعِنِّى عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ ]([1])
ژباړه : د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چې يقينا رسول الله صلى الله عليه وسلم له لاس څخه ونيو او ورته يې وويل : ای معاذ ! يقينا زه له تاسره مينه لرم او بيا يې ورته وويل: زه درته وصيت چې ته له هر لمونځ نه وروسته دا دعا بيښي مه پريږده : ای الله جل جلاله ته ما سره مرسته وکړې ستا په يادولو او ستا په شکر ويستلو کې او ستا په خايسته بندګي کولو کې .
فايده : په دې حديث کې هم مونږ ته بله دعا وښودل شوه چې دا هم له لمونځ څخه ورسته ويل کېږي او په دې سره رسول الله صلى الله عليه وسلم معاذ رضي الله عنه ته وصيت هم کړی دی نو دا ټول امت ته وصيت هم دی .
بايد مونږ هم له خپل لمونځ څخه ورسته دا دعا پري نه ږدو .
7۸ – : عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم [ مَنْ سَبَّحَ اللَّهَ فِيْ دُبُرِ كُلِّ صَلاَةٍ ثَلاَثًا وَثَلاَثِينَ وَحَمِدَ اللَّهَ ثَلاَثًا وَثَلاَثِينَ وَكَبَّرَ اللَّهَ ثَلاَثًا وَثَلاَثِينَ فَتِلْكَ تِسْعَةٌ وَتِسْعُونَ وَقَالَ تَمَامَ الْمِائَةِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ غُفِرَتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ]([2])
ژباړه : ابوهريره رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم روايت کوي چې : چا له هر لمونځ نه وروسته درې ديرشت ځله (سبحان الله) ، درې ديرشت کرتې (الحمدلله) او (الله اکبر) يې هم درې ديرشت کرته وويل ټول نهه نوي کرته شول او د سلو د پوره کولو لپاره يې ( لا اله…) وويل ، نو ټول ګناهونه به ورته معاف کړی شي که څه هم ګناهونه يې د درياب د زګونو په څېر وي .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته د لمانځه څخه وروسته اذکار راوښودل شول هر هغه چا چې په دې باندې عمل وکړه نو الله جل جلاله به ورته ټول ګناهونه معاف کړي اګر که د درياب د زګ په اندازه هم وي .
7۹ – : وعَنْهُ رضي الله عنه قَالَ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم [ كَلِمَتَانِ حَبِيبَتَانِ إِلَى اَلرَّحْمَنِ, خَفِيفَتَانِ عَلَى اَللِّسَانِ, ثَقِيلَتَانِ فِي اَلْمِيزَانِ, سُبْحَانَ اَللَّهِ وَبِحَمْدِهِ , سُبْحَانَ اَللَّهِ اَلْعَظِيمِ ]( صحيح البخاري – (6 / 2749))
ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم ويلي دي : دوه کلمې دي چې رحمن ذات ته ډېرې محبوبې دي او په ژبه ډېرې اسانې دي او د اعمالو په تله کې ډيري درني دي چې هغه دا دي : ( سبحان الله…) پاکې ده الله جل جلاله لره له هر قسمه عيب او نقصان څخه او هغه لره له کمال څخه ډک صفتونه دي ، او پاکي ده الله جل جلاله لره له هر قسمه عيب او نقصان څخه چې لوی دی په ذات او صفاتو سره له هر شي څخه .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته تېزي راکړی شوه چې الله جل جلاله لره ډيره پاکې او ثنا بيان کړو او په دغې کلمو سره خپله د اعمالو تله درنه کړو چې ويل يې اسان او په تله ترازو کې درانه او رحمان ذات ته ډېرې محبوبې دي .
وصلي الله تعالی علی خير خلقه محمد وعلی اله و صحابته
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔