دوولسم رکن : د سلام اړول :
د دولسم رکن دليل:
عَنْ عَلِىّ رضي الله عنه عَنْ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم [ مِفْتَاحُ الصَّلاَةِ الطُّهُورُ وَتَحْرِيمُهَا التَّكْبِيرُ وَتَحْلِيلُهَا التَّسْلِيمُ ]( سنن الترمذي : 1 / 8)
ژباړه : له علي رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم ويلي دي : د لمونځ کونجي پاکوالی دی ، او تحريم ( له هر شي څخه بنديدل) يې تکبير دی ، اوتحليل ( هر شي ورته رواکېدل ) يې سلام دی .
فايده : په دې حديث کې مونږ ياد کړل چې کله تکبيرتحريمه وشي نو په لمونځ ګذار باندې بغير د لمونځ څخه ټول هغه شيان چې ورته روا وي حراميږي ، او چې کله سلام وګرځوي نو ورته روا شيان حلال شي
د سلام د اړولو طريقه او د ( السلام عليکم الفاظ) ويل:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُوْدٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم [ أَنَّهُ كَانَ يُسَلِّمُ عَنْ يَمِينِهِ وَعَنْ يَسَارِهِ : السَّلامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ ، السَّلامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ ] (سنن الترمذي : 2 / 89)
ژباړه : له عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به سلام ښي طرف ته اوچپ طرف ته ګرځو ( يعني په ويلو د ) السَّلامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ ، السَّلامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ سره.
پر تاسو دې سلامتيا او د الله رحمتونه وي .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته راوښودل شول چې کله سلام اړه وو نو اول ښي طرف ته مخ ګرځول په ويلو د (السَّلامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ )سره او بياچپ طرف ته همدارنګه.
عَنْ وَائِلٍ عَنْ أَبِيهِ رضي الله عنه قَالَ : صَلَّيْتُ مَعَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم فَكَانَ يُسَلِّمُ عَنْ يَمِينِهِ [ السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ ، وَ عَنْ شِمَالِهِ ، السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ ]( سنن أبى داود : 1 / 379)
ژباړه : له وائل رضي الله عنه څخه روايت دی ، له خپل پلارڅخه روايت کوي چې هغه ويلي دي ما د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره لمونځ وکړ نو ښي طرف ته سې په دې کلماتو وګرځو (السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ) او چپ ( ګڅ ) طرف ته يې هم سلام په دې کلماتو وګرځو (السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ ).
فايده : په دې حديث کې هم مونږ ته د سلام طريقه او الفاظ راوښودل شول بايد په دې طريقې سره سلام واړول شي .
د سلام الفاظ لنډ ويل :
عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ [ حَذْفُ السَّلاَمِ سُنَّةٌ ] ( سنن الترمذي : 2 / 93)
ژباړه : ابوهريره رضي الله عنه وايي چې د سلام الفاظ لنډول سنت دي ( مدونه پکې نه کول).