تدخين: تنباکو په دې خاطر سوځول چې د نشې لپاره يې لوګی تېر کړی شي، يا د نشې په خاطر څه نشې توکې خوړل، يا څښل او يا بوي کولو ټولو ته په عربۍ کې تدخين ويلی شي.
د نشيي شيانو د استعمال شرعي حکم:
د نشیي شیانو استعمال په قران او حدیث او عقل دواړو سره حرام دي ، نشه يي انسان دالله پاک نافرمان دی.
دنشيي توكو داستعمال دحراموالي دلايل:
۱ـ نشه د انسان صحت ته تر هرڅه ستر ګواښ دی، او ډېر کله د نشی له لاسه مړ هم شی، او روغ صحت دالله پاک ډیره لويه لورينه ده ، د ښه صحت اړوند نبي کريم علیه السلام فرمایي: دوه نعمتونه دي چې ډیر خلک پکې له زیان سره مخ دي یو صحت او بل وزګارتیا ده (حدیث بخاري روایت کړی دی)
او نبي علیه السلام مونږ ددې نعمت په حفاظت امر کړي يو هغه فرمایي: دالله بنده ګانو دارودرمل وکړئ یقیننا الله پاک هیڅ مرض نه دی رالیږلی مګر ورسره یې دارو درمل هم رالیږلي دي خو له مرګ او زړښت پرته . (حدیث امام احمد روایت کړی دی)
او عاقل انسان پدې کې هېڅ شک نه کوي چې نشه کول د انسان صحت ته ضرر رسوي او د انسان لپاره د مړکېدو سبب هم دی، او پر دې د صحت متخصصینو ډاکټرانو اجماع هم کړېده ، ټولې نوې او زړې څیړنې دا ثابتوي چې نشه کولو کی د انسان د صحت لپاره ډېر ضررونه دي.
او نشه کول دډېرو وژونکو رنځونو لامل هم شمیرل کیږي، د کره معلوماتو له مخې چې نشه یي توکې هر کال کې څلور ملیونه انسانان چې( ۳۵۰،۰۰۰ ) یې د امریکا متحده ایالاتو استوګن دي مړه کوي ، ( الله دې له دې هم بدتر کړي)
د نشه يي توکو دیوڅیړونکي د معلوماتو له مخې چې نشه یي توکي ۹۹ مرضونه تولیدوي [کتاب مصائب الدخان تسع وتسعون]
او دا دنشه یي توکو د تحریم غټ سبب هم دی، الله پاک فرمایی: (او خپل ځانونه مه وژنئ بیشکه الله پاک په تاسو باندې بې حده مهربان دی ) [ سورت النساء:۲۹]
او نبي علیه السلام فرمایي: چا چې زهر وګوټل او خپل ځان یې پرې مړ کړ ، زهر به یې په لاس کې وي او په اور د جهنم کې به يې څښي چې تل ترتله به په جهنم کې هم وي [متفق علیه]
او په نشه یي توکو کې بلا ډیر وژونکي مواد شتون لري لکه: نیکوټین چې یوه پيچکاري يې د کامل اس له منځه وړلو لپاره بسنه کوي.
محمدبن ابراهیم ال الشیخ وايي: هر کله چی دا خبره بالضروره او تجربې او مشاهدې سره معلومه شوه چې نشه دانسان صحت لپاره څومره د ستونزو لړی ده ، ددې نه دا خبره هم ثابتیږي چې اخستل يې هم حرام دي[ فتاوی رسائل ابن ابراهیم]