□ ۱ – په اخلاص او صدق کې د سلفو صالحينو نمونې □
l بکر بن ماعز رحمه الله وايي: ربيع رحمه الله د خپل قوم په مسجد کې د يو ځل نفل لمونځ پرته نورنه دی ليدل شوی([1]).
l سفيان رحمه الله وايي: ما ته مرية الربيع بن خُثَيم وويل: د ربيع ټول نېک عملونه د خلکو نه پناه و، که څوک به راغی او هغه سره به قران کريم و، په خپلو جامو (کاليو) کې به يې پټ کړ([2]).
l منذر وايي: ربيع بن خُثَيم به ويل: هغه عمل به له زوال سره مخ شي چې د الله رضا پرې نه وي غوښتل شوې([3]).
l ابوحمزة الثمالي وايي: علي بن الحسين به د شپې له مخې د ډوډۍ بار پر شا کړ او خيرات به يې پرې کو او دا به يې ويل: [پټ
خيرات د الله پاک غصه ختموي] ([4])
l عمرو بن ثابت وايي: کله چې علي بن الحسين ومړ، د غسل په وخت کې يې خلکو پر شا تور داغونه وليدل، هغوی وپوښتل چې دا ولې؟ کورني غړو يې وويل: د شپې له مخې به يې په شا د وړو بارونه د مدينې د ناداره او غريبانو کورونو ته وړل ([5]).
l ابن عائشه وايي: زما پلار ويل: د مديني نادارو به ويل:کله چې علي بن الحسين مړ شوی دی له چا څخه مو پټ خيرات هم نه دی ليدلی ([6]).
l محمد بن مالک بن ضيغم وايي: مونږ ته ابوايوب وويل چې يوه ورځ راته ابومالک وويل: ابو ايوبه! پرځان دې له ځانه وډار شه، زما د علم له مخې په دنيا کې د مومن انسان غمونه نه ختميږي، قسم پر الله چې که مسلمان ته په اخرت کې خوشحالي نه ورکول کېده دوه غمونه به پرې پراته وای: د دنيا غمونه او د اخرت بدبختي، ما وويل: زما پلار درنه لوګی او زار شه اخرت به مسلمان ته ولې خوشحالي نه او حالانکه مسلمان الله ته په عبادتونو ځان ستومانه کوي! هغه وويل: که عبادت روغ نه وي او قبول نه شي نو بيا؟ بيا يې وويل: ډېری خلک باور لري چې ځان يې قابو کړی دی، په صدقه او خيرات کې يې ځان ښودنه نشته، عزم يې سم دم دی، عملونه يې نېک او صالحه دي، خو د قيامت په ورځ به يې ټول له مخ نه وويشتل شي([7]).
l امام ذهبي له احمد نه، هغه له حماد نه، هغه له ايوب څخه روايت کوي چې: ما دلته ډېری خلک ليدلي دي چې ويل به يې: که تقدير کې وي وبه شي.
او ايوب به ويل: هغه سړی دې له الله پاک څخه وډار شي که عبادتونه کوي بايد خپل عبادت پر خلکو عذاب ونه ګرځوي، د ښکاره عبادتونو نه پټ عبادتونه ډېر ښه دي([8]).
l جعفر بن برقان وايي: زه د يونس بن عبيد له ښه سړيتوب او ديندارۍ نه خبر شوم ما ورته وليکل: ګرانه ورورجانه! زه ستا له ديندارۍ او ښه سړيتوب نه خبر شوم، د مينې او محبت له مخې مې تا ته ليک درواستو، ډېره مهرباني به دې وي که ستا نيک عملونه راته راواستوې.
هغه راته ليکلي و: ستا ليک راورسېد او زما د عملونو متعلق دې غوښته کړېوه، ما خپل ځان سره فېصله کړېده چې څه مې خوښ وي هغه به د نورو لپاره هم خوښ ګڼم، کوم څه چې مې بدي شي هغه به د نورو لپاره هم بد ګڼم، ومې کتل نفس مې له دې څخه ډېر لرې و، بيا مې له نفس څخه وغوښتل چې له ښو صفتونو پرته به خلک په نور څه نه يادوې، نو د بصرې په ښار کې ګرمۍ کې روژه نيول راته د هغوی د نه يادولو نه ډېر اسان ښکاره شول، دغه زما عملونه دي نور دې په الله سپارم ([9]).
l محمد بن المثنی وايي: ما ته عبدالله بن سنان وويل: زه په طرسوس کې د عبدالله بن مبارک او معتمر بن سليمان سره ملګری وم، نا څاپه خلکو نارې کړي چې جهاد ته تيار شئ، عبدالله بن مبارک هم د خلکو سره ووت، د جنګ دواړه خواوې سره مخامخ شوې، يو رومي راووت او د مقابلې غوښته يې وکړه، يو مسلمان يې مقابلي ته ووت خو مسلمان يې د سختو ګوزارونو له مخې شهيد کړ تر دې چې شپږ مسلمانان يې شهيدان کړل، د جنګي صفونو ترمنځ په ډېرې لويې او تکبر سره ګرځېده او د مقابلې نارې يې وهلې، له دې وروسته چا ورسره مقابلې ته زړه ښه نه کړ، ما ته عبدالله بن مبارک وکتل او راته يې وويل: که زه مړ شوم داسې او داسې به وکړې، خپل اس ته يې حرکت ورکړ او د مقابلې ميدان ته ووت، د کافر سره يې لږه اندازه مقابله وکړه او بيا يې کافر مردار کړ، بيا يې د مقابلې اواز پورته کړ بل کافر ورته راووت تر دې چې شپږ کافران يې ووژل، مقابله پسې نوره هم اوږده شوه، کافرانو د بوزديلې له وجې ورته مقابلې لپاره زړه ښه نه کړ، خپل اس ته يې قمچينه ورکړه او د دواړو صفونو ترمنځ وځغليد، لاړ او له سترګو پناه شو خو مونږ پرې هېڅ پوهه نه شو، لږ ځنډ وروسته مې په خپل ځای کې وليد راته يې کړه چې: پام کوه عبدالله که دا خبره دې چا ته کړېوه نو… يوه سخته خبره يې راته وکړه ([10]).
l احمد بن اسحاق وايي: فتح بن عبدالسلام وويل چې هريو محمد بن عمر، ابوغالب محمد بن علي، او محمد بن احمد الطرائفي ټولو راته د ابوجعفر بن محمد نه هغه د عمرو بن عثمان الحمصي نه، هغه د بقية نه، هغه د صفوان بن عمرو نه، هغه د سليم بن عامر نه، هغه د جبير بن نفير نه روايت کړي دي چې ما د ابودرداءt نه په اخر لمونځ کې د نفاق نه ډېره پناه غوښتل واورېدل، ما ورته وويل: ستا او د نفاق ترمنځ خو ډېره فاصله ده؟ هغه وويل: دغه خبرې مونږ ته مه کوه په يو ساعت کې سړی له خپل دين څخه په څو څو وارې اړول کيږي چې بالاخره له دين څخه ووځي([11]).
l فريابي له ابوبکر سعيد بن يعقوب طالقاني نه، هغه يې له عبدالله بن مبارک نه، هغه يې له اوزاعي نه، هغه له هارون بن رئاب نه نقلوي عبدالله بن عمرو چې کله مړ کېده وېويل: فلانکی قريشي راوغواړئ، ما ورته د خپلې لور متعلق د عدّت په څېر بهانه کړېوه، او زه دا نه خوښوم چې د الله پاک سره د نفاق په دريمه حصه ملاقات وکړم، تاسو ټول په دې ګواهان شئ چې ما خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه ([12]).
l موسی بن معلی وايي: ما ته ابوحذيفه وويل: که په تا کې درې خصلتونه (خويونه) شته شول نو له اسمان نه چې څومره خېر او برکت راښکته کيږي ته به په کې برخوال يې: چې عمل دې خالص د الله د رضا لپاره وي، خلکو لپاره به هغه څه خوښوې چې ستا د ځان لپاره خوښ دي، او د خپل توان په اندازه خوراک له حلالې لارې وګټه ([13]).
l ويل کيږي چې د محمد بن واسع تر څنګ يو قصه ګو خلکو ته وويل: ولې په زړونو کې الهي خشيت نشته؟ سترګو کې ژړا او د الهي خوف له کبله په بدن وېښته نه ودريږي؟ محمد بن واسع ورته وويل: ای سړيه! خلک هغه څېر دي چې څنګه ته يې، خبره چې له زړه نه ووځي په زړه کې ځای نيسي ([14]).
lعبد الصمد بن عبدالوارث له محمد بن ذکوان څخه، هغه له خالد بن صفوان نه نقلوي چې زه د مسلمة بن عبدالملک سره مخامخ شوم هغه راته وويل: خالده! د حسن بصري احوال را ته بيان کړه، ما ورته وويل: د هغه متعلق به درته ډېر رښتوني معلومات درکړم، زه يې دېوال شريک ګاونډي يم، د مجلس ملګری يې يم، چې څنګه ښکاره مسلمان دی هغسې په باطن کې دی، خبره او کار يې دواړه يو څېر دي، د ناستې او ولاړې خبره يې يوه وي، چې په کومه خبره امر کوي خپله يې ډېر زيات مني، او له هغه کار څخه ځان ساتي چې ورڅخه منعه وکړي، دومره راته معلوم دی چې خلکو ته محتاج نه دی او خلک ورته محتاج دي، هغه راته وويل: بس بس هغه قوم به څه تباه شي چې داسې سړی پکې وي([15]).
l عون بن عمار وايي: ما له هشام الدستوائي نه واورېدل چې: زما دې په الله قسم وي زه هېڅکله هم داسې نه شم ويلاې چې زه د الله د رضا په خاطر د حديث زده کړې لپاره چرته تللی يم.
ذهبي وايي: زه هم دغسې نه شم ويلای، سلفو صالحينو به علم د الله پاک د رضا لپاره طلب کوو نو د عزت سره سره ورپسې په دين کې اقتدا هم کيږي، او ځينې داسې خلک وو چې د زده کړو په لومړيو کې يې د الله رضا نوه خو چې علم يې کله حاصل کړ د ځانونو سره يې محاسبه شروع کړه نو د لارې په منځ کې علم د اخلاص په لور روان کړل، لکه مجاهد او نورعلماء وايي: مونږ علم زده کړ خو دومره لوی نېت مو ورته نه و کړی، بيا الله پاک رحم وکړ او وروسته مو نېت نېک او صالحه شو، نورځينې علماء وايي: په لومړيو کې مونږ علم د الله پاک لپاره نه و ياد کړی، خو علم انکار وکړ چې خالص بايد د الله لپاره وي، دا هم ډېره ښه ده، له دې وروسته يې بيا علم په نېک نېت باندې نشر او شايع کړ.
او ځينې نور داسې خلک وو چې په فاسد نېت يې علم د دنيا لپاره حاصل کړ د دې لپاره چې خلک يې صفتونه وکړي، دوی ته د خپل نېت ثمره ورکړل شوه، نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ مَنْ غَزَا يَنْوِي عِقَالاً فَلَهُ مَا نَوی ] ([16])
که چا د پړي په نېت غزا وکړه هغه څه به ورکړل شي چې نيت يې وي.
داسې خلکو نه خو له علم څخه وړانګې واخستې او نه يې علم په نفسونو کې کوم اثر وکړ، او نه يې علم په اعمالو کې مثبته نتيجه ورکړه، عالم هر هغه څوک دی چې له الله تعالی څخه ډار ولري.
او ځينې نور داسې وو چې د ځان سره يې ناروا وکړه، په علم يې دنياوي منصبونه ترلاسه کړل، د علم پورې يې ځان تړلی ونه بولو، د دې سره سره يې د لوی ګناهونو ارتکاب او ناروا عملونه وکړل، دوی هېڅکله علماء نه شي بلل کېدای، دوی دې برباد او مړه شي.
او ځينې نور د علم په حصول کې له الله څخه نه ډاریږي، د چل او پراډ په سورلۍ سپور وي، تل لپاره په رخصتونو او اسانتياو فتواګانې ورکوي، روايتونه يې ټول شاذ حديثونه وي، او ځينې خو يې لا بيخي په الله تعالی دومره جراتمند وي چې د درواغو حديثونه جوړوي، بالاخره الله تعالی يې وشرموي، علم يې له منځه ولاړ شي او اور يې توخه شي، دغې ټولو خلکو د علم ډېره برخه روايت کړېده خو ولې پای يې په دې تمامه شوېده چې له علم څخه لوڅ او لغړ شوي دي، له دوی څخه وروسته نور داسې خلک منځ ته راغلل چې له تېرو خلکو نه په علم او عمل دواړو کې پس پاتې وو، د دوی پسې نور داسې خلک راغلل چې په ظاهره کې علم ته منسوب وو خو له لږ علم پرته يې نور هېڅ نه و ياد، پخپلو ځانونو يې د ښه علماو ګومان کوو خو دايې بيخي په ذهن کې نه وه چې الله پاک ته خپل ځانونه په علم ورنزدې کړي، دا ځکه چې دوی د اقتداء لپاره وړ دينداره عالم ښوونکی نه و ليدلی، د خورې ورې رمې په څېر بې نظمه او بې ضبطه شول، په دوی کې د استاذ موخه دا جوړه شي چې ډېر کتابونه راغونډ کړي او کله کله يې ګوري، پخپلو روايتونو کي تصحيفات کوي او هېڅ خيال يې نه ساتي، د الله تعالی نه د خلاصون او بخشش سوال کوو، او لکه د يو عالم په څېر مونږ هم وايو چې: زه نه عالم يم او نه مې کوم عالم ليدلی دی([17]).
l محمد بن عيسي وايي: عبدالله بن مبارک به طرسوس ته ډېر زيات تلوراتلو او هلته به په خانقاه کې پاتې کېده، يو ځوان هلک به ورته ډېر زيات راتو حديثونو به يې ترې هم اورېدل او ابن مبارک به ورله د ژوند اړوند اړتياوې هم پوره کولی، د عادت سره سم عبدالله بن مبارک يو ځل (رقي) ته راغی د ډېرې توندۍ له کبله غزا ته ووت خو دغه ځوان يې ونه ليد، چې له غزا نه بېرته راستومن شو د ځوان متعلق يې پوښتنه وکړه، ورته وويل شول چې د پور له کبله په محبس خانه کې دی، عبدالله بن مبارک وويل: څومره پور وړی دی؟ هغوی ورته وويل: لس زره درهم، له ډېرې پوښتنې وروسته يې هغه سړی پېدا کړ چې قرض يې ورپورې و، د شپې له مخې يې ورله لس زره درهم ورکړل او قسم يې ورکړ چې ترڅو زه ژوندی يم چا ته به يې قيصې نه کوي، او چې څنګه سبا شي سړی له بند څخه خلاص کړه.
عبدالله بن مبارک بېرته د شپې ولاړ او سهار ځوان له بند څخه خلاص شو، چا هلک ته وويل: عبدالله بن مبارک دې پوښتنه کوله لږ څه وخت کيږي چې ولاړ، ځوان ورپسې وځغليد او له (رقي) څخه بهر يې دوه يا درې ميله وړاندې راونيو هغه ورته کړه: ځوانه چرته وې؟ ډېر وخت کيږي چې په خانقاه کې دې نه وينم؟ هغه ورته وويل: هو ابوعبدالرحمن! زه لږ قرض کې بندي وم، عبدالله بن مبارک ورته وويل: څنګه له بند څخه راخلاص شوې؟ هغه ورته وويل: نه پوهېږم چې څوک به و خو راغلی و او زما له پلوه يې قرض ادا کړی و، دغه دی چې له بند څخه راووتم، عبدالله بن مبارک ورته وويل: ستا د قرض په ادا کولو د الله پاک شکر ادا کړه.
سړي دا کهاني هله بيان کړه چې کله عبدالله بن مبارک رحمه الله ومړ([18]).
l ابو جعفر الحذاء وايي: ما له سفيان بن عيينة نه اوريدلي دي چې که د انسان ظاهر او باطن سره يوشان وي دېته عدل ويل کيږي، او که باطن د انسان د ظاهر نه غوره وي ورته فضل ويل کيږي، او که ظاهر يې له باطن نه غوره وي ورته ظلم او زياتی ويل کيږي ([19]).
l عبدالله بن مبارک وايي: حمدون بن احمد ته وويل شول: د سلفو په خبرو کې زمونږ له خبرو نه وزن ولې ډېر دی؟ هغه وويل: ځکه چې هغوی به د اسلام د سرلوړۍ ، د نفسونو د عام نجات او خلاصون او د الله تعالی د رضا په خاطر خبرې کولې، او مونږ خبرې د نفسي عزت، د دنيا غوښتنې او د خلکو د رضا لپاره کوو([20]).
l نضر بن شُميل وايي: يو ځای و چې وړۍ به پکې ګرانه شوه نو په بصره کې به هم وړۍ ګرانېده، نو هلته وړۍ ګرانه شوه، چونکه يونس بن عبيد خپله د وړۍ کاروباري و په دغه کار وپوهېده له يو سړي څخه يې د دېرش زره روپو مال واخست، څه موده وروسته بېرته دوکاندار ته ورغی او ورته يې وويل: ايا تا ته معلومات و چې په فلانکي ځای کې وړۍ ګرانه شوېوه؟ هغه وويل: نا که ما ته معلومات ول ما نه خرڅوله، يونس بن عبيد وويل: ما ته مې روپۍ راکړه او بېرته دې مال واخله ([21]).
l له بِشر څخه خلک روايت کوي چې چا ورته وويل: راځه چې ساعت تېری وکړو! هغه ورته وويل: ګف ته مې ډېر زړه کيږي خو چې څه شي ته مې زړه وشي پرېږدم يې ([22]).
l فضيل بن عياض وايي: خوار شئ، ايا د بدو کارونو سره بيا هم ځان ته ښه سړي وايې، د جهل سره بيا هم ځان ته عالم وايې، بخل کوې او بيا هم لا ځان ته سخي وايې، له حماقت نه ډک يې او بيا هم ځان ته هوښيار وايې، ارزوګانې دې اوږدي دي او اجل دې ډېر لنډ دی.
زه [ذهبي خپله وايي] وايم: لوړه په رب لايزال چې فضيل بن عياض رښتيا وايي، انسانه! ظلم هم کوې او ځان ته مظلوم هم وايې، د حرام خورۍ سره ځان ته پرهيزګاره وايې، د فسق او فجور کولو سره ځان ته عادل او نېک سړی وايې، د دنيا لپاره علم کوې او دعوه لرې چې زه يې د الله پاک لپاره طلب کوم ([23]).
l يوسف شيرازي په خپل کتاب [اربعين البلدان] کې وايي: زه چې کله د خپل استاذ او د وخت مستند عالم د زيارت لپاره روان شوم، الله تقدير کړېوه چې د کرمان په لرې پرته سيمه کې مې ورسره ليدل کتل وشول، سلام مې پرې وکړ، ښکل مې کړ او مخې ته يې کېناستم، راته يې کړه چې دلته ولې راغلې؟ ما ورته وويل: ته مې موخه وې، او له الله وروسته مې ټول باور په تا دی، له تا څخه مې په خپل قلم ليکل کړي و، او مزل مې ستا حضور ته را لنډ کړم، په دې چې برکتونه درڅخه حاصل کړم او له (علوّ السند) څخه برخمن شم.
هغه راته وويل: مونږ او تا ته دې الله خپله رضا را نصيب کړي، زمونږ هڅې دې الله خالص د هغه لپاره وګرځوي، که زه دې سم صحيح پېژندلای وای، سلام به دې راباندې هم نه وای کړی، او نه به مې مخې ته دومره په ادب ناست وای، بيا يې تر ډېر وژړل او شته خلک هم په ژړا شول، بيا يې وويل: ای الله! ستا په ښائسته پرده کې مو پټ کړه، د پردې تر شاه مو داسې کړه چې ته راڅخه خوشحاله يې.
ای ځويه! زه د لسو کالو ووم چې د پلار سره مې له هرات څخه بوشنج ته د علم د حصول لپاره شيخ داوودي ته پيادل سفر وکړ، پلار مې راته په دواړو لاسونو کې کاڼي کېښودل او راته يې کړه چې دا ونه غورځوې، له وېرې مې نه شو غورځولای او ډېر به يې ستړی ستومانه کړم، پلار به مې راته زما ساه تيګاه وليده راته به يې وويل: يو کاڼې وغورځوه، يو به مې وارتو او سفر مو جاري ساتو، چې پلار مې بيا ساه تيګاه وليده راته يې کړه چې ستومانه شوې؟ له وېرې به مې ورته کړه چې نا، هغه به راته کړه چې ولې نو بيا مزل نه شې کولی؟ تر لږه ګړۍ به يې مخې ته چابک چابک لاړم، بيا به ستومانه شوم، هغه بل کاڼی به يې راڅخه هم لرې کړ، سفر به مو جاري ساتو خو چې ښه به ستړی ستومانه شوم، په شا به يې کړم، په لاره کې به د زميندارو يا نور چاسره سره مخ شول او سورلي به ورسره وه، زما پلار ته به يې وويل: ای شيخ عيسی! که دې خوښه وي تر بوشنج پورې به تا او ماشوم دواړه په سورليو سپاره يوسو، هغه به ورته وويل: اعوذ بالله چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د حديثونو په طلب کې سپاره لاړ شو، نا بلکې مونږ پيادل ځو، چې کله به هغه نور له مزل څخه ودرېد، د نبي صلی الله عليه وسلم د حديثونو د احترام له کبله به بيا ما په شا کړ تر څو رب کريم ثوابونه راکړي، اوس له هغه ملګرو څخه يو زه پاتې يم، د حديثونو زده کړې لپاره ډلې ډلې خلک اوس ما ته راروان دي.
بيا يې زمونږ ملګري عبدالباقي بن عبدالجبار هروي ته وويل چې ما ته حلوا راکړي، ما ورته وويل: شيخ! که د ابو الجهم د حديثونو ټوک راته ووايې له حلوا څخه راته پسند دی! هغه وخندل او راته يې کړه چې خواړه راشي خبرې ختمې شي، لويه کاسه يې د حلوا ډکه راوړه او مونږ وخوړه، بيا مې ورڅخه وغوښتل چې اصلي نسخه راته راکړي، نسخه يې راوړه او راته يې وويل: هېڅ ترس او حرص مه کوه، ډېری مخلوق ته مې دا معلومات ورکړي دي، له الله څخه عافيت غواړه، بيا مې ورته د حديثونو ټوک واورو او ډېر ترې خوشحاله وم، د صحيح البخاري سره سره مې ترې نور ډېر څه بار بار واورېدل، او تر هغه مې ورسره صحبت دوام ودرلود چې د سه شنبې په ورځ د ذي الحجې په مياشت کې په بغداد کې وفات شو ([24]).
………………………………………………………………..
([4]) صفة الصفوة: ( ۲ / ۹۶ ). او د [پټ خيرات کول د الله پاک غصه ختموي] د ډېرو سندنو له مخې نبيV ته مرفوعاً حديث ذکر شوی دی، که څه يې هم په هر سند کې مقال دی خو په مجموع توګه يې البانيQحدث صحيح کړی دی.
([8]) سيرأعلام النبلاء: ( ۶ / ۱۹ )
([10]) سيرأعلام النبلاء: ( ۸ / ۴۰۸ – ۴۰۹ )
([11]) سيرأعلام النبلاء: ( ۶ / ۳۸۳ ) ذهبي سند ته صحيح ويلي دي .
([12]) سيرأعلام النبلاء: ( ۸ / ۳۹۶ ) .
([13]) صفة الصفوة: ( ۴ / ۲۹۶ ) .
([14]) سيرأعلام النبلاء: (۶ / ۱۲۲ )
([15]) سيرأعلام النبلاء: ( ۲ / ۵۷۶ ) .
([16]) حديث امام أحمد په خپل مسند ( ۵ / ۳۱۵) کې دارمي په (۲ / ۶۵۴ ) کې نسائي په ۶ / ۲۴) د عبادة بن صامت رضي الله عنه په روايت په دې لفظ [مَنْ غَزَا فِیْ سَبِيْلِ اللهِ وَ لَمْ يَنْوِ الاَّ عقَالاً فَلَهُ مَا نَوَی] روايت کړی دی .
([17]) سيرأعلام النبلاء: ( ۷ / ۱۵۲ – ۱۵۳ ) .
([18]) صفة الصفوة: ( ۴ / ۱۴۱ – ۱۴۲ ) .
([19]) صفة الصفوة: ( ۲ / ۲۳۴ ) .
([20]) صفة الصفوة: ( ۴ / ۱۲۲ ) .
([21]) سيرأعلام النبلاء: ( ۶ / ۲۹۳ ) .
([22]) سيرأعلام النبلاء: ( ۱۰ / ۴۷۰ ) .