عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم[ مَا كَانَ الفُحْشُ فِيْ شَيْءٍ إِلاَّ شَانَهُ، وَمَا كَانَ الحَيَاءُ فِيْ شَيْءٍ إلاَّ زَانَهُ) . (جامع الترمذي, حديث شمېر: 1974، سنن ابن ماجه,حديث شمېر: 4185)
د انس رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چې فحش ( زياتي کول ) نه دا خليږي په يو څه کې مګر خرابوې هغې لره ، او حيا نه داخليږي په يو څه کې مګر ښائسته کوې هغې لره .
د راوي پېژندنه:
ددي حديث راوي آبو انس حمزه بن مالک الانصاري د نبي کريم صلی الله عليه وسلم خادم دی ، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د هجرت نه لس کاله دمخه په مدينه کې پيدا شوی دی ، په وړوکوالې کې د اسلام په دين مشرف شو، او بيا د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره ملګری او دهغه خادم شو او لس کاله يي د هغه خدمت اوکړو ، او چې کله نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفات شو ، نو ده دمشق ته سفر اوکړو او بيا د دمشق نه بصرې ته لاړو ، او ډير احاديث يي د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه روايت کړي دي ، چې دده مسند په دوه زره دوه سوه شپږ اتيا (۲۲۸۶) احاديثو باندي مشتمل دی ، او په کال درې نوي هجري کې د بصرې په ښار کې وفات شو ، او عمر له سلو کالو څخه زيات وو.
ددي حديث د فوائدو څخه :
۱ -اسلام د حياء او ښو اخلاقو دين دی ، ددي وجي نه اسلام د ټولو بدو کارونو او صفتونو نه په کلکه منعه کوي .
2-حياء کول ښه او ستايلی شوی خوي دی ، بايد ده چې هر مسلمان په ځان کې د حياء خوې پيدا کړې .
3-د حياء خوې مسلمان بنده د الله تعالی تابعدارۍ ته رابلي ، او دګناهونو نه يي منع کوي .