عَنْ أَبيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: (إِنَّ سُوْرَةً فِي الْقُرْآنِ ثَلاَثُوْنَ آيَةً, شَفَعَتْ لِصَاحِبِهَا؛ حَتَّى غُفِرَ لَهُ) (سنن ابن ماجه, حديث شمېر: 3786، سنن أبي داود, حديث شمېر: 1400, جامع الترمذي, حديث شمېر: 2891)
د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : چې قران کريم کې يو سورت دی ديرش اياتونه لري هغه به د خپل ملګری يعني لوستونکی لپاره سفارش کوي ، تر دې چې دهغه بښنه به اوکړی شې . هغه سورت تَبَارَكَ الَّذِيْ.. دی
برکت والا دی هغه ذات چې د هغه په لاس کې باد شاهې ده .
ددي حديث د فوائدو څخه :
1- په دې حديث کې د سورت ( ملك) فضيلت ذکر دی
2.-دا سورت به دهغه چا لپاره سفارش کوې ، څوک چې ددې سورت تلاوت کوي ، او په دې سورت باندي عمل کوي .
3-دا حديث مونږ ته دا درس راکوي ، چې مونږ بايد دا سورت زده کړو او ددي تلاوت اوکړو او په دې باندي عمل اوکړو .