عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا أُمِّ الْمُؤْمِنِيْنَ رضي الله عنها قَالَتْ: سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله عليه وسلم يَقُوْلُ: ( إِنَّ الْمُؤْمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ القَائِمِ ) ((سنن أبي داود, حديث شمېر: 4798, )
د ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها څخه روايت دی فرمايي: ما دنبي کريم صلی الله عليه وسلم نه اور يدلي دي هغه فرمايل : يقينا يو مؤمن کولاې شي چې د ښو اخلاقو په وجه باندي د روژه دار او تهجد کونکې اجر او ثواب حاصل کړې .
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-ښه اخلاق د ايمان سره کلک تړاو لري ، کله چې د يو مسلمان په زړه کې ايمان په ښه معيار سره موجود وي نو دهغه اخلاق او کردار هم ښه وي ، او کله چې دهغه په زړه کې ايمان په ښه معيار سره نه وي ، نو دهغه اخلاق او کردار هم ښه نه وي ، ځکه چې اخلاق دايمان سره تړاو لري .
2-دا حديث مؤمن بنده ته د نيکو اخلاقو درس ورکوي تر څو د ښو اخلاقو خاوند شي .
3-ښه اخلاق ايمان او عمل صالح الله تعالی ته د نيزديکت سبب دی .