عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: ( لاَ يَبِعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ, وَلاَ يَخْطُبْ بَعْضُكُمْ عَلَى خِطْبَةِ بَعْضٍ) (صحيح مسلم؛ حديث نمبر 1412؛ صحيح البخاري؛ حديث نمبر:5142).
د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: تاسو د يو بل په بيعه ( اخستل او خرڅول ) باندي بيعه مه کوي ، او همدارنګه تاسو د يو مسلمان ورور په خطبة باندي خطبه مه کوې د نکاح لپاره د يو انجلۍ غو ښتنې ته ( خطبة ) وايي .
ددې حديث راوي
عبد الله بن عمر رضي الله عنهما جليل القدر صحابي دی ، د خپل پلار سره په داسې حال کې په دين اسلام مشرف شو ، چې بالغ لا هم نه وو , او بيا وروسته يي مدينې ته هجرت اوکړو، اول ځل لپاره د خندق په غزا کې شريک شوی دی ، او بيا وروسته په ټولو غزاګانو کې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم سره شرکت کړی دی ، او همدارنګه د مصر شام عراق او فارس وغيره په ډيرو اسلامي فتوحاتو کې شريک شوی دی ، او په صحابه کرامو کې د علماو دجملې څخه شمارل کيږي ، ډير زاهد او عابد وو تر دې چې دده زهد او تقوی د مثال په توګه ذکر کيږي .
او د احاديثو په کتابونو کې دده نه د نبي کريم صلى الله عليه وسلم دوه زره شپږ ديرش (۲۶۳۰) احاديث نقل دي .
او په کال اوه اويا (۷۷) هجري کې په مکه مکرمه کې دشپږ اتيا کالو(۸۶) په عمر وفات شو رضي الله عنه!
ددې حديث د فوائدو څخه :
1-داحديث دلالت کوي چې بيعه او شراء ( اخستل او خرڅول کول ) د يو مسلمان په بيعه او شراء ( اخستل او خر څولو ) باندي حرام ده .
2-دا حديث دا تقاضا کوي چې يو مسلمان به د بل مسلمان په خطبه لاندي خطبه نه کوي ، ځکه چې دا حرام کار دی خطبه ( يوه انجلۍ د نکاح لپاره غو ښتلو ) ته وايي .
3-دين اسلام انسانيت ته د ښو اخلاقو ترغيب ورکوي ددي لپاره چې په ټولنه کې بغض حسد او کينه له مينځه لاړه شې .