لومړی زيری:
1 – : عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ بَشِّرِ الْمَشَّائِينَ فِي الظُّلَمِ إِلَى الْمَسَاجِدِ، بِالنُّورِ التَّامِّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ] ( سنن ابن ماجه: ۷۸۱، سنن ابي داود: ۵۶۱)
ژباړه: له انس بن مالک رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: مسجدونو ته په تورتمونو کې تلونکو ته دې د قيامت په ورځ د بشپړې رڼا مبارک وي .
دوهم زېری:
۲ – : عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [رَكْعَتَا الْفَجْرِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا ] ( صحيح مسلم: ۷۲۵ ).
ژباړه: له عايشې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د سهار دوه رکعتونه ( سنت ) له دنيا او څه چې په دنيا کې دي ورڅخه غوره دي .
دريم زيری:
۳ – : عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَنْ خَرَجَ مِنْ بَيْتِهِ إِلَى الْمَسْجِدِ، كُتِبَ لَهُ بِكُلِّ خُطْوَةٍ يَخْطُوهَا عَشْرُ حَسَنَاتٍ، وَالْقَاعِدُ فِي الْمَسْجِدِ يَنْتَظِرُ الصَّلَاةَ كَالْقَانِتِ، وَيُكْتَبُ مِنَ الْمُصَلِّينَ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَى بَيْتِهِ ] ( مسند احمد: ۱۷۴۵۹ ).
ژباړه: له عقبه بن عامر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: څوک چې له خپله کوره مسجد ته ووځي نو په هر قدم چې دا يې اخلي لس نيکۍ ورکول کيږي، او هغه سړی چې په مسجد کې ناست او د لمونځ انتظار کوي د عبادت کونکي په څېر دی ( په انتظار هم ورته اجر ورکول کيږي ) او تر هغه په لمونځ ګوزارانو کې شمېرل کيږي چې بېرته خپل کور ته ستون شي .
څلورم زيری:
۴ – : أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَىٰ غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ ۖ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا ] ( سورت اسراء : ۷۸ ) .
ژباړه: ته لمونځ قايموه د لمر له زواله وورسته د شپې تر تیارې پورې او د سبا قرآن (لمونځ) هم (قايموه) بېشكه د سبا قرآن، ده ته حاضري كولى شي .
پنځم زيری:
۵ – : عَنْ أَبِي بَكْرِ بْنِ عُمَارَةَ بْنِ رُؤَيْبَةَ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: «لَنْ يَلِجَ النَّارَ أَحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ، وَقَبْلَ غُرُوبِهَا» – يَعْنِي الْفَجْرَ وَالْعَصْرَ ] ( صحيح مسلم: ۶۳۴ ).
ژباړه: ابوبکر وايي ما مې له پلار عمارة رضي الله عنه نه واورېدل ویل يې چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اوريدلي دي ويل يې: هغه څوک به بيخي اور ته لاړ نه شي چې د لمر راښتو او پريوتو نه مخکې لمونځ کوي
شپږم زيری:
۶ – : عَنْ عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي عَمْرَةَ، قَالَ: [ دَخَلَ عُثْمَانُ بْنُ عَفَّانَ الْمَسْجِدَ بَعْدَ صَلَاةِ الْمَغْرِبِ، فَقَعَدَ وَحْدَهُ، فَقَعَدْتُ إِلَيْهِ فَقَالَ، يَا ابْنَ أَخِي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: «مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ، وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّيْلَ كُلَّهُ ] ( صحيح مسلم: ۶۵۶ ).
ژباړه: عبدبن ابي عمرة وايي : د مازديګر لمونځ نه وروسته عثمان رضي الله عنه مسجد ته ننوت، یواځې کېناست نوزه ورسره کېناستم، راته يې وويل: وراره ! ما له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ويل يې: څوک د ماسخوتن لمونځ په جماعت سره ادا کړي لکه نيمه شپه چې يې قيام کړی وي، او څوک چې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړي لکه ټوله شپه چې يې تهجد کړي وي .
اووم زيری:
۷ – : عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ مَنْ صَلَّى الغَدَاةَ فِي جَمَاعَةٍ ثُمَّ قَعَدَ يَذْكُرُ اللَّهَ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ كَانَتْ لَهُ كَأَجْرِ حَجَّةٍ وَعُمْرَةٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: تَامَّةٍ تَامَّةٍ تَامَّةٍ ] ( جامع الترمذي: ۵۸۶ ).
ژباړه: له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې دسهار لمونځ په جماعت سره ادا کړي او تر لمر ښاته په مسجد کې کينې د الله ذکر کوي، بيا دوه رکعتونه وکړي نو د پوره او کامل حج او عمرې ثواب دی .
اتم زيری:
۸ – : عَنْ أَبِي عَبْدِ الرَّحْمَنِ، قَالَ: سَمِعْتُ عَلِيًّارضي الله عنه يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [مَنْ صَلَّى الْفَجْرَ، ثُمَّ جَلَسَ فِي مُصَلاهُ صَلَّتْ عَلَيْهِ الْمَلائِكَةُ، وَصَلاتُهُمْ عَلَيْهِ: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لَهُ اللَّهُمَّ ارْحَمْهُ، وَمَنْ يَنْتَظِرُ الصَّلاةَ صَلَّتْ عَلَيْهِ الْمَلائِكَةُ وَصَلاتُهُمْ عَلَيْهِ: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لَهُ اللَّهُمَّ ارْحَمْهُ] ( مسند احمد:۱۲۱۹ ).
ژباړه: ابوعبدالرحمن وايي ما له علي رضي الله عنه نه اوريدلي دي ويل يې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې د سهار لمونځ وکړي او بيا په خپل ځای کېني نو ملايک ورته دعاګانې کوي، ملايک ورته دا دعا کوي چې : ای الله ګناه يې وبښه او رحم پرې وکړه، او څوک د لمونځ انتظار کوي نو ملايک ورته دعاګانې کوي، ملايک ورته دا دعا کوي چې : ای الله ګناه يې وبښه او رحم پرې وکړه.
نهم زيری:
۹ – : عَنْ جُنْدَبٍ الْقَسْرِيَّ رضي الله عنه قال قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَنْ صَلَّى صَلَاةَ الصُّبْحِ فَهُوَ فِي ذِمَّةِ اللهِ، فَلَا يَطْلُبَنَّكُمُ اللهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيْءٍ، فَإِنَّهُ مَنْ يَطْلُبْهُ مِنْ ذِمَّتِهِ بِشَيْءٍ يُدْرِكْهُ، ثُمَّ يَكُبَّهُ عَلَى وَجْهِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ ] ( صحيح مسلم: ۶۵۷ ).
ژباړه: جندب رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دی: څوک چې د سهار لمونځ وکړي نو دالله په ذمه (حفاظت ) کې شو، نو الله دې تاسو له خپلې ذمې څخه په څه ونه نيسي ( يعنې ظلم ورسره مه کوئ که چا ورسره ظلم وکړه نو الله به ورسره حساب کتاب وکړي) الله چې له خپلې ذمې څوک راونيسي نو راګېر به يې کړي او په پړ مخ به یې په جهنم کې وغورځوي.
لسم زيری:
۱۰ – : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ لَيْسَ صَلاَةٌ أَثْقَلَ عَلَى المُنَافِقِينَ مِنَ الفَجْرِ وَالعِشَاءِ، وَلَوْ يَعْلَمُونَ مَا فِيهِمَا لَأَتَوْهُمَا وَلَوْ حَبْوًا، لَقَدْ هَمَمْتُ أَنْ آمُرَ المُؤَذِّنَ، فَيُقِيمَ، ثُمَّ آمُرَ رَجُلًا يَؤُمُّ النَّاسَ، ثُمَّ آخُذَ شُعَلًا مِنْ نَارٍ، فَأُحَرِّقَ عَلَى مَنْ لاَ يَخْرُجُ إِلَى الصَّلاَةِ بَعْدُ ] ( صحيح البخاري: ۶۵۷ ).
ژباړه: له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په منافقانو باندې له سهار او ماسخوتن پرته بل لمونځ سخت نه وي، خو که دوی پوهېدی چې دې کې څومره اجر دی نو هرومرو به ورته په خاپوړو راغلي وو، ما د دې قصد وکړ چې موذن ته ووايم چې اذان وکړي او بيا د امامت لپاره کوم سړي ته ووايم چې امامت وکړي او زه له ځان سره د اور لمبې واخلم او څوک چې لمونځ ته لا نه وي حاضر شوي کورونه پرې وسوځوم.