په تصوف کښی حلال خواهشات او مطالبات په ځان بندول:
لومړی برخه_
ليکنه : اسد الله غالب
په تصوف کښی د.(تزکیه نفس)دپاره جسمانی مطالبات او فطری خواهشات ماتول او پایمال کول ضروری بلکه فرض ګنړلی کیږی _فطری خواهشاتو لره ماتول د نفس د تعذیب بی شماره واقعات د تصوف په کتابونو کی میلاویږی _
مثلاً: د ابوبکرشبلی په باره کی روایت دی چه هغه به د ځان نه د خوب تختولو لپاره په خپلو سترګو کی مالګه اچوله-(کتاب اللمع ابو نصر سراج طوسی ص205)
دغه شان د کردی صوفی باره کی ابو نصر سراج طوسی دا لیکلی دیی چه د هغه د بدن په څه حصه کی چینجی شوی وو”چه کوم چینجی به په زمکه پریوتلو نو هغه به دوباره راپورته کړو او په خپل ځای به یی کیخودلو_(کتاب اللمع,ص203)
ابوطالب مکی د یو بزرګ متعلق لیکلی دی چه هغه تر دیرش کلونو پوری خپله خله د کانړو نه ډکه کړی وه د دی دپاره چه د خاموشوی عادت واخلی(قوت القلوب1/142)
ابو القاسم قشیری د یو (صاحب کشف) په باره کښ لیکلی دی چه دَ هغه په بدن پوری به مچی نختی وی او هغه په. د دغه مچو ټکونه د ځان لپاره بهتر ګنړل او د ځان نه به یی نه دفع کول_(رساله قشریه92)
صفوان بن سلیم به د سخت ژمی په موسم کښ په زمکه سملاستو د دی دپاره چه یخنی ورته ورسیږی .او د ګرمی په موسم کښ به د کور دننه په یوه کوټه کښ اږده کیدلو د دی دپاره چه د ګرمی په وجه ورته خوب نه ورځی_(احیاءالعلوم الدین ابو حامد غزالی 4/351)