په تصوف کښی حلال خواهشات او مطالبات په ځان بندول
( دوهمه برخه ) ليکنه : اسد الله غالب
دیوبندی مکتب فکر او تصوف:
په عام طور سره دیوبندی او بریلوی,مکاتب فکر د یو بل مخالف ګنړلی کیږی حالانک دواړه ډلی حقیقت کی سره د تصوف په لیونتوب مین او عاشقان دی .
د تصوف اذکار واشغال ,خانقاهی نظام د بیعت سلسلی او دَ وحدت الوجود. د فلسفی په باره کی د دواړو ډلو په یقین او اذعان کی د ویخته هومره فرق هم نیشته_
که فرق دی نو صرف دومره به وی,چه بریلوی حضرات د تصوف په ګندګی کی د سر نه تر خپو پوری ډوب شوی دی او دیوبندی حضرات به د سر نه تر نامه پوری د تصوف په ګنده کی غرق دی_
مولانا شاه اسمعیل شهید رح فرمایی:
دا ټول چه کوم د غیب دانی دعوی کوی څوک د کشف دعوی کوی څوک د استخاری عمل خایی(یعنی په دی طریقو د غیب معلومولو دعوی کوی)دا ټول دروغژن او دهوکه باز خلق دی.(تقویة الایمان18/ص)
لیکن د تصوف داثر لاندی همدغه. صریح. شرک (یعنی د علم غیب دعوی. ته د کشف )په نوم ورکولو سره دیوبندی مکتب فکر علماوو کوم. کوم ګلونه شیندلی دی او کوم حیرتناک کردار یی ادا کړی دی د هغی یو مثال هم وګوری:
مولانا اشرف علی تهانوی صیب د کوم صاحب (کشف) یعنی غیب دان صوفی نه دا واقعه بیان کړی ده .فرمایی:
یو د کشف خاوند د حضرت. حافظ ضامن شهید په مزار د فاتحی لوستلو لپاره حاضر شو .د فاتحی لوستلو نه بعد یی وویل: وروره دا کوم بزرګ دی?ډیر زیات زړه لګونکی (په زړه پوهیدونکی )دی چه کله ما فاتحه لوستله نو راته یی وفرمایل چه زه چرته کوم مړی باندی فاتحه اووایه.دلته په ژوندو فاتحه ویلو دپاره راغلی یی?!!(ملفوظات مولانا اشرف علی تهانوی ص25/ مطبوعه تهانه بهون ارواح ثلاثه امیر شاه خان ص205)