۷ -عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رضي الله عنه يَقُوْلُ: (قَالَ رَسُولُ اللهِ صلی الله عليه وسلم ( لاَ يَكُوْنُ اللَّعَّانُوْنَ شُفَعَاءَ وَلاَ شُهَدَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ) (صحيح مسلم, حديث شمېر(2598) )
د ابو الدرداء رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : لعنت کونکې به دقيامت په ورځ باندي نه شفارش کولاې شي او نه ګواهي .
د راوي پېژندنه:
ددي حديث راوي آبو الدرداء t دی ، دده نوم عويمر بن زيد بن قيس الانصاري مشهور صحابي دی، او د بدر په ورځ د اسلام په دين مشرف شو، او ده ته ددي امت حکيم وايي، په دمشق ښار کې قاضي او دقران
د قاريانو سردار وو، او همدارنګه د هغه صحابه کرامو د جملې څخه دی کومو چې د قران کريم دراجمع کولو خدمت کړی دی ، او د رَسُولُ اللهِ r په ژوند يي قران په يادو زده کړی وو ، او د نبي کريم r څخه يي يو سلو نهه او يا احاديث روايت کړي دي .
او په کال (۳۱) (۳۲) هجري کې د عثمان t د فات کيدلو نه دري (۳) کاله مخکې وفات شو ، او عمر يي دوه اويا (۷۲) کاله وو.
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-ددي حديث په وضاحت کې د علماء کرامو ويناوې :
أ-دوي فاسقان دي او نه شي کولاې چې ګواهي ورګړې ځکه چې ددوي ګواهې نه قبليږي .
ب -دوي ته به دالله تعالی په لاره کې مرګ د شهادت نه په برخه کيږي .
ج – دوي به دقيامت په ورځ باندي نشي کولاي چې د هغه خپلوانو سفارش اوکړې په کومو چې د جهنم اور ته د داخليدلو حکم شوی وي.
2-دا حديث مسلمان بنده ته ډيره سخته ويره ورکويد لعنت او کنځا کولو نه ، ځکه چې لعنت او کنځا کول د ښو اخلاقو او خو يونو څخه نه دي .
3-دين اسلام د ميني محبت او له يو بل سره په نيکو کارونو کې د مرستې او کومک نوم دی ، نه د لعنت او کنځا کولو .