له بعثت نه حبشې ته تر هجرته
الف: پيښې:
پدې موده کې لاندينۍ مهمې تاريخي پيښې ثابتې شويدي:
١. په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې د وحي نازليدل: کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم څلويښت کلن شو، جبرائيل عليه السلام د رمضان (روژې) د مياشتې په (١٧مه) د دوشنبې په ورځ ورباندې وحي راوړه. امام بخاري په خپل صحيح کې په متصل سند له عائشې (رضي الله عنها) نه د وحي د نازليدو کيفيت داسې بيانوي فرمايي:
رسول صلى الله عليه وسلم باندې د وحي پيل د ريښتينو خوبونو په بڼه کې وشو، خوب به يې چې ليده همسې به کيدل او داسې به ؤ لکه چې د ورځې په رڼا کې يې چې ګوري بيا يې يوازيتوب غوره کړ، زياتره شپې ورځې به د حرا په سمڅه کې اوسيده په عبادت به بوختيدو له کور څخه به يې د خوراک او څښاک وسايل له ځانه سره وړل او هلته به يې څو ورځې شپې تيرولې بيا به خديجې رضي الله عنها ته راته او هغې به د څو نورو ورځو توښه ورته تياروله بالاخره پداسې حال کې چې د حرا په سمڅه کې ؤ ناڅاپه ورباندې وحي نازله شوه، پرښته راغله ورته ويې ويل ولوله له دې وروسته حضرت عايشه رضي الله عنها په خپله د رسول صلى الله عليه وسلم وينا نقل کوي ما وويل ( زه خو لوستونکى نه يم) پرښتې تر هغې پورى په غيږ کې ټينګ ونيولم چې په ما کې نور زغم او حوصله پاتې نشوه بيا يې خوشى کړم او ويې ويل ولوله وويل ما وويل: (زه خو لوستونکې نه يم ) هغه بيا په غيږ کې ټينګ ونيولم چې په ما کې نور زغم او حوصله پاتې نشوه بيا يې پريښودم هغه دريم ځل بيا په غيږ کې ټينګ ونيولم تر څو په ما کې نور زغم او حوصله پاتې نشوه بيا يې پريښودم او ويې ويل ولوله د خپل رب په نوم چې هغه پيدا کړيدى ،د کلکې وينې له يوې ټوټې څخه يې انسان هست کړ، ولوله، او ستا رب ډير مهربان دى هغه د قلم په مرسته علم وښوده، انسان ته يې هغه علم ورکړ چې هغه پرى نه پوهيدو. عايشه رضي الله عنها فرمايي له هغه ورسته د رسول صلى الله عليه وسلم په اندامونو لړزه راغله له هغه ځايه خديجې رضي الله عنها ته راستون شو او ويې ويل ما ونغاړئ، ما ونغاړئ همداسې وشول او ونغښتل شو.
کله يې چې د ويرې حالت ايسته شو نو ويې ويل اې خديجې! دا پرما څه شوي دي بيا يې ټوله کيسه ورته واوروله او ويې ويل له ماسره د خپل ځان ويره ده هغې ورته وويلهيڅکله داسې نده، ته خوښ اوسه، په خداى قسم چې خداى به تا هيڅ وخت بې پردې نکړي ته له خپلوانو سره ښه چارچلند کوې، رښتيا وايې د بې اسرې خلکو پيټى اوچتوي، بيوزلو کسانو ته د ورکړې له پاره زيار باسې، ميلمه پالنه کوې او په ښو چارو کې مرسته کوې بيا يې هغه له ځانه سره خپل د تره زوى ورقه بن نوفل بن اسد بن عبدالعزى ته بوته. نوموړى د جاهليت په زمانه کې عيسايې ؤ په عبراني ژبه يې انجيل ليکلى ؤ ډير زيات بوډا او په سترګو ړوند شوى ؤ. حضرت خديجې رضي الله عنها ورته وويل: وروره لږ غوندې د خپل وراره کيسه واوره، ورقه پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته وويل ووايه څه دې ليدلې دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم چې څه ليدلي وو هغه يې بيان کړل. ورقه وويل دا هماغه ناموس وحي راوړونکې پريښته ده چې الله پر موسى عليه السلام نازله کړى وه کاشکي زه ستا د پيغمبرۍ په زمانه کې غښتلى ځوان واى!کاشکي زه تر هغه وخته ژوندى و اوسم چې ستا قوم تا وباسي. رسول صلى الله عليه وسلم وويل آيا دا خلک به ما وباسي؟ ورقه وويل: هو، هيڅکله داسې نشي کيداى چې څوک دې هغه څه راوړي کوم چې تا راوړيدي او دښمني دې ورسره ونشي، که چيرته زه تر هغه وخته پاتي شوم نو په ډير ميړانه به دې مرسته وکړم، خو ل ازياته موده نه وه شوې چې ورقه مړ شو.
ابن هشام له ابن اسحاق نه پدې هکله داسې روايت کوي : رسول صلى الله عليه وسلم د حراء په غار کې ويده و چې جبرائيل عليه السلام په يوه وريښمن لوښي کې کتاب راوړ، او ورته يې وويل: ولوله…. رسول صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ومې لوست، بيا پاى ته ورسيد، او هغه راڅخه لاړ، بيا زه له خوبه راويښ شوم، او داسې حال ؤ لکه چې دا کتاب مې په زړه ليکل شوى وي، ويې فرمايل: راووتم او کله چې د غره نيمايي ته ورسيدم، له آسمانه مې يو غږ واوريد چې وايي: اې محمده صلى الله عليه وسلم ته د الله جل جلاله رسول يې او زه جبرائيل يم، کله مې چې پورته د اسمان لوري ته وکتل، ګورم چې جبرائيل عليه السلام د انسان په شکل د آسمان په څنډو کې ښکاري وايي: اې محمده صلى الله عليه وسلم ته د الله (جل جلاله رسول يې او زه جبرائيل عليه السلام يم. رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي: ودريدم او ورته ګورم، مخکې وروسته نه ځم، که هرې خوا ته مخ کړم په همغه طرف کې يې په همدې شکل سره وينم، او تر هغې پورى پخپل ځاى ولاړ وم تر څو چې خديجې رضي الله عنها راپسې څوک راوليږل…
٢- په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې له ټولو نه ړومبى خديجې رضي الله عنها ايمان راوړ، بيا د رسول صلى الله عليه وسلم د تره زوى علي رضي الله عنه چې هغه وخت لس کلن ؤ اسلامي دين ومانه، او ورپسې د رسول صلى الله عليه وسلم غلام (مريي) زيدبن حارثه بيا ابوبکر رضي الله عنه په ايمان مشرف شول او په غلامانو کې لومړى بلال بن ابي رباح الحبشي په رسول صلى الله عليه وسلم باندې ايمان راوړى ؤ،نو پدې سره خديجه رضي الله عنها لومړنۍ ښځه ده چې په مطلقه توګه لومړنۍ مسلمانه بلل کيږي. رسول صلى الله عليه وسلم له خديجې رضي الله عنها سره يوځاى د دوشنبې په ورځ چې د رسول صلى الله عليه وسلم د لمانځه اولنۍ ورځ وه لمونځ ادا کړ، او هغه وخت لمونځ دوه رکعته د سهار او دوه رکعته د ماسختن ؤ.
٣- بيا د يو څه مودې لپاره وحي بنده شوه، نه نازليده، ددې مودې د اوږدوالي او لنډوالي په هکله مختلف روايتونه موجود دي، چې زياته موده يې درى کاله او کمه يې شپږ مياشتې ښودل شويده، او همدا شپږ مياشتې صحيح اندازه ده
. د وحي قطع کيدل په رسول صلى الل عليه وسلم باندې ډير مشکل تمام شول، تر دې اندازې پورې خفه شو چې غرونو ته به لاړ او ددې اراده به يې وکړه چې ځان له غره نه د لاندې واچوي دا پدې ګمان چې ګويا الله جل جلاله وروسته له هغې چې د رسالت شرف يې ورکړ بيرته پريښودو، خو ددې مودې له تيريدو نه وروسته بيرته ورباندې وحي را نازله شوه. امام بخاري له جابر بن عبدالله الانصاري او هغه له رسول صلى الله عليه وسلم نه روايت کوي فرمايي: کله چې زه روان وم له آسمانه مې يو آواز واوريد، ومې کتل که ګورم چې همغه ملکه پرښته چې په حراء کې راته راغلې و د آسمان او ځمکې تر مينځ په يوه چوکې ناسته ده، ورڅخه وويريدم بيرته راوګرزيدم، او ومې ويل پټ مې کړئ، نو خداى پاک دا آيتونه راباندې نازل کړل ( يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ * قُمْ فَأَنذِرْ *وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ * وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ * وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ (سورت مدثر : ۱-۵)
اې ځان نغښتونکيه! پاڅيږه او خبرداري ورکړه او د خپل رب لويي اعلان کړه او خپلې جامې پاکې وساته او له چټلۍ نه په څنګ اوسه) بيا وحي پر له پسې ادامه درلوده.
٤- لدېنه وروسته رسول صلى الله عليه وسلم پوره درى کاله هغه کسان اسلام ته رابلل چې د هغوى په ذهانت او عقلي قوت يې باور درلود، تر څو يو شمير نارينه وو او ښځو چې ټول په نفسي سلامتيا، او عقلي قوت مشهور وو د اسلام منلو شرف وګاټه.
٥- وروسته له هغه چې د مسلمانانو شميره د (٣٠) شا و خواته ورسيده، الله جل جلاله رسول صلى الله عليه وسلم ته امر وکړ چې نور خپله بلنه علني کړي، الله فرمايي:( فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنْ الْمُشْرِكِينَ). (الحجر – ٩٤)
(نو اې پيغمبره! د کوم شي چې تا ته حکم کيږي هغه په لوړ آواز ووايه او د مشرکانو يو بڅرى پروا مکوه).
٦- پدې سره د رسول صلى الله عليه وسلم او نورو نويو مسلمانانو تعذيب او شکنجى کولو مرحله پيل شوه. په مشرکينو باندې د رسول صلى الله عليه وسلم دعوت ډير سخت تمام شو، ځکه د محمد صلى الله عليه وسلم له خوا د دوى بتانو ته بد ويل کيدل او د دوى له عقيدوي خرافاتو نه پرده پورته کيدله، د واحد الله جل جلاله لور ته يې بلل، د هغه الله جل جلاله لور ته چې بشري عقل او سترګې يې د ذات له ادراک نه عاجزې دي، هغه په ټولو شيانو پوه، لطيف او خبير ذات دى، نو دا دعوت مشرکينو پر خپلو په اصطلاح خدايانو باندې تعرض ګاڼه او د هغوى د انتقام پخاطر يې د مسلمانانو او اسلامي دعوت په وړاندې د ظلم او تيري توره پورته کړه.
٧- پدې دوره کې به رسول صلى الله عليه وسلم دارقم بن ابي ارقم په کور له مسلمانانو سره پټ مجلسونه کول هغوى ته به يې نازل شوي آياتونه لوستل، او هغه ټول شرعي احکام او ديني اصول به يې ورښودل کوم به چې هغه وخت په رسول صلى الله عليه وسلم باندې نازليدل.
٨- په همدغه مرحله کې رسول صلى الله عليه وسلم مامور کړاى شو چې خپل خپلوان انذار کړي ويې ويروي نو هغه صلى الله عليه وسلم د صفا غونډۍ سر ته وخوت او د قريشو هرې قبيلې ته يې بيل بيل آوازونه وکړل، ټول يې د اسلامي دين منلو او د بتانو د عبادت پريښودلو ته دعوت کړل، له دوزخه يې وويرول د جنت په لوري يې ترغيب کړل، په پاى کې ابولهب ورته وويل! هلاک شې، آيا مونږ دې ددې لپاره راټول کړو؟ پدې پسې (تبت يدا ابي لهب ) سورت را نازل شو.
٩- قريشو ډير ځله دا کوښښ وکړ او ويې غوښتل چې رسول صلى الله عليه وسلم په شهادت ورسوي، خو د هغه صلى الله عليه وسلم تره ابو طلب ورنه دفاع وکړه او هغوى ته يې و نه سپاره. يو ځل ابو طالب وروسته له هغې چې قريشو ته يې د رد ځواب ورکړ له رسول صلى الله عليه وسلم نه وغوښتل چې په خپل دعوت کې څه نرمي وکړي. محمد صلى الله عليه وسلم داسې ګمان وکړ لکه چې نور يې تره هم همکاري پريښوده، نو تره ته يې خپل موقف پدې ټکوکې واوراوه: قسم په خداى جل جلاله که مې لمر په ښي لاس او سپوږمۍ، په چپ لاس کې راکړي زه به دا دعوت تر هغې پرينږدم، تر څو خداى جل جلاله بريالى کړى نه وم، او يا يې د دفاع په لار کې مړ شوى نه وم.