دشیخ عبدالرحمن السعدي رحمه الله نه د دې باره کې پوښتنه شوېده هغه يې ځواب کې ويلي دي چې: هر کله چې نشه یي توکې د انسان دین او بدن، مال ته په دومره اندازه ضررونه لري ، نو تجارت يې هم حرام دی او هیڅ فائده نه لري ، او دا خبره په مشاهدې سره خلکو ته ثابته ده چې هر هغه تجارت کونکی اګرکه ددې مال دولت په یو وقت کې زیات هم شي خو پايله يې ډېره خرابه وي.
او کله چې مسلمان ته دا معلومه شي چې نشه يي توکي استعمالول حرام دي ، او بیا يي هم اخلي یا يي خرڅوي نو پدیکې دیهودو صفت دی ، ځکه کله چې هم په هغوي باندې وازګه حرامه شوه ، نو دوي روالګیدل ویلې يې کړل او بیا يې خرڅوکړل او ورڅخه لاس ته راوړې پیسې به يې وخوړې، نو هغوی له همدې بد کار له امله دلعنت حقدار وګرځیدل.
شیخ محمد بن ابراهیم رحمه الله فرمایي: دهېڅ مسلمان لپاره د نشه يي توکو استعمالول او یا یې څکل حلال نه دي، نه يې اخیستل حلال دي او نه يې خرڅول حلال دي، او هغه پیسې چې ددینه لاس ته راشي حرامې دي، څوک چې يې خرڅوي او د اسلامي حکومت لطرفه ونیول شي د سزا مستحق ګرځي، او هغه نشه یي توکې چې د دې سره وي هغه به ترې اخیستلای شي او سوزولی به شي، او که کوم نشه يي توکې یې خرڅې کړې وي نو هغه پيسي به ترینه اخستلای شي او په غریبانو او فقیرانو به تقسیمولی شي، [ فتاوی ابن ابراهیم] او لکه څنګه چې دشرابو څکل او تجارت کول منعه دي نو د نشه يي توکو کرول او ددې کرونده کول هم منع دي ،
مسائل:
ایا د نشه کونکی ګواهي قبلیږي اوکه نا، او ایا ددوي امامت کول په مانځه کې صحیح دی که نا؟
نشه کونکی انسان فاسق دی او ښکاره ګناه کونکی دی، عدالت ترینه ختم شویدی ، ددی وجې نه ګواهي به يې نشې قبلیدلی، .. لکه څنګه چې دنشه کونکې امامت کول هم ندي صحیح ، مګر دضرورت په خاطرامامت کولی شي ، لکه هغه امیان چې نشه یي توکي نه استعمالوي خو دسورت الفاتحې او یا دمانځه اذکار په صحیح طریقې سره نشې لوستلای ، او یو نشه کونکی داسې وې چې دا په ښایسته طریقې سره لوستلای شي نو پدې وخت کې بیا ددې امامت صحیح دی خو ددې ضرورت په بنا، [ فتاوی ابن ابراهیم]
نصيحت او پايله :
ای نشه کونکیه! دنشې حراموالی مو درته په ښې واضحې طریقې سره بیان کړ ، او ددې ضررونه او مصیبتونه دې هم وپیژندل ، نصیحت درته کوو ، او ستا په حال باندې هم خفه کیږو ، دخپل ځان سره سوچ وکړه او دا د ذلت او شرم جامه له ځان نه لرې که ، اود هغه الله نه مدد وغواړه چې یو دی او غالب دی ، او په پوخ عزم او قوي ارادې سره دا ووایه چې ( ددېنه نه روستو به نشه نه کوم دالله پاک په مدد سره )
ای الله ټولو مسلمانانو ته دپاکو شیانو لاره وښایه ، او دهر پلیت او خبيث شي نه يي په ډډه کړه …