شاید د سرلیک د لیدو سره به حیران شوی یاست، چې ستا شتمني ، ستا د پاره اور ؟!! هو دا حقیقت دی، چې ستا شتمني، ستا د پاره اور؟!! ډیر خلک دا فکر کوي چې څه ستا په لاس کې وي؛ دا ستا دي هیڅ څوک یې له تا پوښتنه نشي کولای چې څه ورباندې کوي او که په کومه طریقه یې مصرفوي. خو حقیقت داسې نه دی . داسې یو ذات شته چې ته یې پیدا کړي یې، او د دغه مال لورینه یې پر تا کړي هغه درڅخه پوښتنه کوي!!! د خولة بنت عامر انصاریه رضی الله عنها نه روایت دي چې دا د حمزه رضی الله عنه میرمن ده دا وایې چې ما د الله د پیغمبر نه اوریدلې دي، چې فرمایل یې : [څه خلک دي چې د الله په مال کې په ناحقه طریقې سره تصرف کوي، د قیامت په ورځ به د دغو انسانانو د پاره اور وي]. د کوم مال چې انسان څښتن شي او په غیر شرعي طریقو سره مصرفوي نو د دغه قسم انسانانو د پاره به په ورځ د قیامت جهنم وي . غیر شرعي طریقه دا چې دا مال په نارواو کې مصرفوي، منشیات ورباندې اخلې، د فحشا او منکراتو الات، شراب ورباندې اخلي، د مسلمان د زورونې او قتل د پاره یې مصرفوي او یا ورباندې ناروا تجارتونه کوي، دا مال انسان په ډیر زیار او محنت سره ترلاسه کړیدی، خو چې اسلامي اصول یې پکې ندې مراعت کړي نو دا مال د انسان د پاره اور شو چې جهنم ته به ورباندې داخلیږي . اللهم اکفنا بحلالک عن حرامک و اغننا بفضلک عمن سواک .