تر ادم عليه السلام پورې د محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مبارک نسب :
ابو محمد عبدالملک بن هشام وايي :
دا د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دسيرت اړوند ټولګه ده .
محمد د عبدلله ځوی د عبدالمطلب ( شيبه ) ځوی د هاشم ( عمرو ) ځوی د عبدمناف ( مغيرة ) ځوی د قصي ( زيد ) ځوی د کلاب ځوی ، د مرة ځوی د د کعب ځوي د لؤي ځوی د غالب ځوی د فهر ځوی د مالک ځوی د نضر ځوی د کنانة ځوی د خزيمة ځوی ، د مدرکة ( عامر ) ځوی د الياس ځوی دمضر ځوی د نزار ځوی د معد ځوی د عدنان ځوی د أدد ځوی د مقوم ځوی د ناحور ځوی د تيرح ځوی د يعرب ځوی د يشجب ځوی د نابت ځوی د اسمعيل – عليه السلام – ځوی د ابراهيم خليل الرحمن – عليه السلام – ځوی د تارح ( ازر ) ځوی د ناحور ځوی د ساروغ ځوی د راعو ځوی د فالخ ځوی د عيبر ځوی د شالخ ځوی د ارفخشذ ځوی د سام ځوی د نوح – عليه السلام – ځوی د لمک ځوی د متوشلخ ځوی د اخنوخ ( د ګمان له مخې دا د ادريس – عليه السلام – نوم و ) د يرد ځوی د مهليل ځوی د قينن ځوی د يانش ځوی د شيث ځوی د ادم – عليه السلام – ځوی .
ابن هشام وايي : زهددې کتاب د اسمعيل عليه السلام تر نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ او د ټولو هغو چا چې ددې دواړو ترمنځ وي ، په پرله پسې توګه چې په نسبي سلسله کې شمول لري پېل کوم ، داسمعيل عليه السلام نه تر نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ پورې چې د دوی ترمنځ څه تېر شوي وي او څه ورته مخې ته راغلي وي ، او د مزيد اختصار له کبله د اسمعيل عليه السلام دنورو بچيانو د ژوند کهانۍ نه صرف نظر کيږو ، او وړاندې مو وويل چې د اختصار له کبله به د ابن اسحاق هغه معلومات هم نه ذکر کوو چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اړوندنه وي ، او نه يې په هکله قراني اياتونه نازل شوي وي ، نه دکتاب ستونزې اواروي ، او نه يې سرسخته الفاظ تشريحوي ، او نه د شواهدو په حيث تاييدي کلمات وي .
هغه داسې شعرونه ذکر کړيدي چې علماء يې د شعرونو په نوم نه پېژني ، او څېنې نور يې داسې شيان ذکر کړيدي چې ياد يې ښه نه بريښي او ځېنې نور يې داسې معلومات ذکر کړيدي چې خلک يې پرکنډ او نيمګړتياوې بولي ، او نور ځېنې داسې معلومات دي چې په دروستوالي يې مونږ ته بکائي(۱) رحمه الله پخپلو روايتونو کې هېڅ ذکر نه دی کړی ، له دغې پرته به دنورو متعلقاتو لړي دروايتونو او د علم په اندازه جاري ساتو – ان شاء الله – .
د اسمعيل عليه السلام څخه راپېدېخوا نسبي سلسله :
اسمعيل – عليه السلام – د ولس نارينه زامن زږولي وو : نابت ، قيذر ، اذبل ، ميشا ، مسمعا ،ماشي ، دما ، آذر ، طيما ، يطور ، نبش ، قيذم ، نابت .
نابت نه يشجب پېدا شو اود يشجب نه نه يعرب او د يعرب تيرح او دتيرح نه ناحور ، د ناحور نه مقوّم ، د مقوّم نه أدد ، د أدد نه عدنان پېدا دی .
بيا د اسمعيل عليه السلام په اولاد کې د عدنان نه قبائل خواره واره شول .
عدنان د وه نارينه زامن لرل : معد بن عدنان ، او عک بن عدنان ، عک يمن ته ولاړ او هتله شته شو ، هغه داسې چې عک په اشعريانو کې رشته وکړه او د رښتې کولو سره هلته پاتې شو ، ان چې کور او ژبه سره يوه شول ، او اشعريان د اشعر بن نبت بن أدد بن هميسع بن عمرو بن عريب بن يشجب بن زيد بن کلها نب يشجب ، بن يعرب بن قحطان اولاده ده .
د معد بن عدنان نه څلور نارينه بچي پېدا شول : نزار ، قضاعة ، قنص ، او اياد .
قضاعة ترې حمير بن سبأ ته ولاړ ، او د معد د نسبيانو په وينا دقنص بن معد پاتې اولاده نيست نابود او هلاک شول چې د جملې څخه يې يو دحيري باچا نعمان بن منذر هم و .
…………………………………………………
(۱) بکائي – رحمه الله – د ابن هشام استاذ او د ابن اسحاق شاګرد دی ، خپل نوم يې زيادبن عبدالله بن طفيل بکائي دی ، په ( ۱۸۳ هـ ) کې وفات دی ، او بکاء د بنو عامر بن صعصعة دقبيلو په خېلونو کې يو خېل دی .