مړی اوری. که نه اوری ….؟
کوم خلق چې وايي مړي اوري هغوی بعضې احادیث پیش کوي چه مونږ هغه احادیث راخلو او په هغی مختصر بحث کوو….!!
اول حدیث : دَ قرع النعال(د خپو کشاری والا)حدیث دی چې په صحیحینو کې راغلی دی او مشکاة : ۱/۲۱۹ شمېر (۱۲۶) مرعاة المفاتيح ) کې ذکر دی _خو دا د مړو په اوریدو دلالت نه کوي ,ځکه په دې حدیث کې دا نه دي ذکر شوي چه ګنې مړي اوريد کوي بلکې د خپې کشاری يې ويلی دی لکه یو سړی چه د کوټې د چت د پاسه ګرځی نو مونږ د هغه د خپو کشاری اورو لیکن د هغه آواز نه آورو_
یا دا په دې سره د ملایکو راتللو نه کنایه ده_ او همدا مونږ ته ظاهرا ښه ښکاري لکه په الکوکب الدری دَ رشید احمد صاحب رح دا رنګه مرقاة 1/198/ کې دي_ او یا دا اوریدل غه وخت پورې خاص دي کله چه په اول ځل مړی کیښودلی شی
دویم حدیث:حدیث د قلیب بدر (دَ بدر کوهی)دی چه بخاری566/2) کې روایت کړی دی_ د دی جواب دا دی چې دا دَ نبی علیه السلام معجزه وه لکه څنګه چه قتاده رحمه الله فرمایلی دیی:(الله تعالی دوی د افسوس,غصه کولو او عذابولو لپاره راژوندی کړل) او د دی حدیث نه عایشی رضي الله عنها خپله جواب ورکړی لکه په بخاري کې دي_
او په هغه باندې هېڅ چا رد نه دی کړی _سیوا دَ زمونږ زمانی د مبتدعینو نه چه دوی ویلی دی:دَ د عایشی دا وینا د خندا قابل ده _او بعضی وایی: مونږ د هغی قول نه تعجب کوو_(والعیاذبالله)
دا دومره ناکاره خلق دي خپلې مور پورې خاندي! یا مونږ وایو دا دَ مومنانو مور ده نه د مبتدعینو او فاسقینو مور!ځکه خو دوی دغه خبیث قول کوی!!
دریم حدیث:د ابو داود 1/289/- دی: هیڅ کس نیشته چه هغه په خپل هغه (مړ)ورور باندی سلام وکړی چه هغه يې په دنیا کې پیژندلو ,مګر هغه ورته دَ سلام جواب ورکوي..
جواب :اول خو دا حدیث. علامه آلوسی په تفسیر روح المعانی 55/21/ کی ضعیف. کړی دی_ بعضِ لویو علماوو ويلي دي چه دا حدیث صحیح دی لکه په صحیح ابوداود رقم(2041) کې دي_
نو بیا مونږ وایو چه دا دَ سلام پوری خاص دي په دې کې دا نه دي ذکر شوي چې دغه مړی ورسره خبرې کوي او جواب ورکوي او هغه هره خبره اوری بلکه الله تعالی دغه مړي ته د ژوندي سلام وراوری د پاره د دی چه د مرګ نه پس ورله هم په اکرام کی زیادت وکړی_ د تفصیل لپاره وګوری(الایات البینات علی عدم سماع الاموات ,عند الحنفیه السادات,للشیخ نعمان بن المفسر محمود الالوسی بتحقیق الشیخ البانی رح)والله اعلم