يؤلسمه لمعه
د مدونو په اړه بيان
دلته د يو څو خبرو پيژندل ضروري دي :
١- تعريف د مد . ٢- محل د مد .
٣- وجه د خصوصيت ددې حروفو د مديت لپاره .
٤- شرط مد . ٥- سبب مد . ٦- اقسام مد . ٧- مقدار مد .
تعريف د مد :
مد په لغت كې مطلق راښکلو ته وايي .
او په اصطلاح کې ويلى شي: (هو إطالة الصوت بحرف من حروف المد أو اللين). يعني راښکل د آواز دي په يو حرف کې د حروف مده ؤ نه يا د حروف لينيه ؤ نه.
حروف مده
حروف مده درې (۳) دي: (الف، واو، يا).
او حروف لين دوه (۲) دي: (واو، يا) او الف چېرته هم لين نشي راتلي ځکه د الف نه مخكې حرکت نه بدليږي، د الف نه مخكې هميشه لپاره فتحه وي او دغه الف ته الف مده وايي له دې نه علاوه د الف بل صورت نه جوړيږي .
محل مد
محل مد دوه(۲) دي: ١- حروف مده . ٢- حروف لين .
وجه د خصوصيت ددې حروفو د مديت لپاره :
وجه د خصوصيت ددې حروفو د مديت لپاره داده چې ددې حروفو په ذات کې صفت مديت پروت دى چې بغير ددې نه دا حروف صحيح نه أداء کېږي او په حروف لين کې وجه دا ده چې دا حروف د ډيرې نرمۍ له وجې نه د حروف مده سره مشابه شوي دي، ګويا چې دا د حروف مده فرع ده ، نو چې په اصل کې مديت وي نو په فرع کې به هم وي .
شرط مد
شرط مد دوه(۲) دي:
1- حروف مده . 2- حروف لين .
سبب مد
سبب مد درې (۳) دي:
1- همزه. 2- سکون . 3- تشديد .
د مد ډولونه :
مد لومړی په دوه (۲) ډوله دی:
١- مد اصلي . ٢- مد فرعي .
مد اصلي هغه ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته سبب مد نه وي راغلى لکه: (قَال، قِيل، قُولوا).
مد فرعي هغه ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته سبب مد راغلى وي لکه:
(جآء، دآبة، الـــنَ).
اقسام د مد
اقسام د مد درې دي: (طول، توسط، قصر).
1: طول معنى ډير راښکل چې مقدار يې درې يا پنځه الفه وي.
2: توسط معنى نه ډېر او نه کم راښکل چې مقدار يې دوه يا درې الفه وي. (په دې مقدارونو کې د قراءو اختلاف شته) .
3: قصر معنى لږ راښکل چې مقدار يې يو الف دى په اتفاق د علماؤ سره.
اوس دلته دا خبره ذکر کېږي چې په سبب مد کې همزه او سکون هم دى نو اوس هر يو ددې نه په دوه(۲) ډوله دى
همزه په دوه(۲) قسمه ده :
١- همزه متصله . ٢- همزه منفصله .
سكون هم په دوه قسمه دی :
١- سکون لا زم . ٢- سکون عارص .
مد فرعي په نهه(۹) ډوله دى چې عبارت دي له :
١- مد متصل واجب . ٢- مد منفصل جايز .
٣- مد لا زم كلمي مخفف . ٤- مد لا زم كلمي مثقل .
٥- مد لا زم حرفي مخفف . ٦- مد لا زم حرفي مثقل .
٧- مد لا زم لين . ٨- مد عارض وقفي . ٩- مد لين عارضي .
مخکې ددې خبرې يادونه و شوه چې سبب مد همزه او سکون دى اوس دا تفصيلا ذکر کېږي .
په همزه کې دوه(۲) ډوله مد کېږي :
1/ مد متصل واجب . 2/ مد منفصل جايز .
1: مد متصل واجب: هغې ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته همزه متصله په يوه کلمه کې راغلى وي لکه:
(جآء، سييت، ليسوء). او مد متصل ته واجب ځکه وايي چې د ټولو قراءو په نزد باندې دلته مد کول واجب دى .
2: مد منفصل جايز: هغه ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته همزه منفصله جدا په بله کلمه کې راغلى وي په داسې طريقې سره چې حروف مده د اولې كلمې په اخر کې راغلى وي او همزه د دوهمې كلمې په اول کې راغلى وي لکه: (قالُوْآ أمنا) او مد منفصل ته جايز ځکه وايي چې د بعضي قراءو په نزد په دې کې مد يعني توسط کېږي او د بعضو قراءو په نزد قصر کېږي لكه امام جزري (رحمه الله) فرمايي :
والمد لازم و واجب اتى * وجايز و هو وقصر ثبتا
حکم د مقدار مد: په دې دواړو مدونو کې توسط دى يعني دوه يا درې الفه ، ليکن په مد منفصل جايز کې قصر هم د ځينو قراءو په نزد جايز دى .
د سبب مد دوهم ډول چې سکون دى دا هم په دوه (۲) قسمه دى :
١- سکون لا زم . ٢- سکون عارض .
سکون لا زم په اعتبار د سبب مد سره په پنځه (۵)ډوله دى .
1: مد لازم کلمى مخفف : هغه ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته په کلمه قرآني کې يو حرف ساکن راغلى وي لکه: (الين).
2: مد لازم کلمى مثقل: هغه ته وايي چې د حروف مده نه ؤروسته په کلمه قرآني کې يو حرف مشدد راغلى وي لکه: (دآبة، خآصَّة).
3: مد لازم حرفي مخفف: هغه ته وايي چې د حروف مده نه وروسته په حروف مقطعاتو کې يو حرف ساکن راغلى وي لکه: (آلر) چې په اصل کې : الف لام را ؤ .
4: مد لازم حرفي مثقل: هغه ته وايي چې د حروف مده نه وروسته په حروف مقطعاتو کې يو حرف مشدد راغلى وي لکه: (الــم) چې په اصل کې (الف لام ميم) ؤ .
حکم د مقدار مد په دې څلور واړه ډولونو دمد لازم کې طول دى، يعني درې يا پنځه الفه .
5: مد لين لازم: هغه ته وايي چې د حروف لين نه وروسته په حروف مقطعاتو کې يو حرف ساکن راغلى وي لکه (عين) د سورت مريم او (عين) د سورة شورى .
حکم د مقدار مد: په دې کې طول ،توسط، قصر درې واړه جايز دي ليکن غوره پکې اول طول دى توسط پکې فقط جايز دى او قصر پکې نهايت ضعيف دى .
او په دې مد لين لازم کې طول ځکه غوره دى چې ددې مشابهت راشي هغه څلورو واړو قسمونو د مد لا زم سره ځکه دلته هم سکون لا زم دى او په مد لا زم کې هم سکون لا زم دى .
دوهم ډول چې سکون عارض دى په دې کې هم په اعتبار د مد سره دوه ډوله مد کېږي :
١- مد عارض وقفي . ٢- مد لين عارض .
1: مد عارض وقفي : هغه ته وايي چې د حروف مده نه وروسته سکون عارض د وقف د وجې نه راغلى وي لکه: (نسْتَعِيْن).
حکم د مقدار مد: په دې کې هم طول، توسط، قصر درې واړه جايز دي، ليکن غوره پکې اول طول دى بيا توسط بيا قصر.
طول پکې ځکه غوره دى چې اصل په حروف مده کې طول دى .
2: مد لين عارض: هغه ته وايي چې د حروف لين نه وروسته سکون د وقف د وجې نه راغلى وي لکه: ( خَوْف، صَيْف ).
په دې کې هم طول ، توسط، قصر درې واړه جايز دي ليکن غوره پکې اول قصر دى بيا توسط بيا طول .
قصر پکې ځکه غوره دى چې اصل په حروف لين کې قصر دى .
بل دا چې دلته سبب او شرط دواړه ضعيف دي .