د ابن هشام د سيرت علمي ارزښت :
د محمد بن اسحاق د سيرت ليکلی کتاب د سيرت د ګردو لوستوالو لپاره له پخوا راهيسې تر نن ورځ پورې عمده او اصيله سرچينه ده ، هېڅ څوک به داسې نه وي چې د رسول – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– د سيرت اړوند شننه کوي مګر دا چې د ابن اسحاق کتاب يې مخې ته پروت وي .
لږ څه وړاندې تاسو وپېژندل چې د ډېرې زمانې څخه راپدېخوا علماوو د ابن اسحاق نوشته کړی سيرت د ابن هشام د سيرت په نوم ځکه پېژنده چې ابن هشام يې راوي او همدې يې لنډېز کړی و .
ابن خلکان وايي : ( ابن هشام هغه هستۍ ده چې د ابن اسحاق له ليکنې څخه يې د نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– سيرت او غزاګانو غورچاڼ کړی دی ، هغه دا سيرت پاک صفا او بيا يې لنډيز کړ ، د ابن اسحاق ليکلی سيرت د خلکو په منځ کې د ابن هشام د سيرت په نوم شهرت لري ).
په رښتيتا چې د ابن هشام سيرت د شارحينو او لوستوالو په نيز ژوندی احترام لري ، همدا سيرت ابو القاسم عبدالرحمن السهيلي([1]) د [ الروض الأنف ] په نوم شرح کړی دی .
له دې څخه وروسته ابو ذر الخشني([2])راولاړ شو او د سيرت کتاب ته په ځانګړې توګه داسې ځېر شو چې ګران فهمه کلمات يې ورله شرح کړل او د اړتيا وړ يې په ځېنو ځايونو نېوکې هم وکړې ، او خپل دغه زيار ته يې د [ شرح السيرة النبوية ] نوم ورکړ ، هېره دې نه وې چې د دې کتاب د خپرونې زيار ډاکټر برونله ويستلی دی .
دتېر په څېر پرې بدرالدين محمد بن احمد العيني د [ کشف اللثام فی شرح سيرة ابن هشام ] په نوم هم شرح وليکله چې په ( ۸۰۵ هـ ) کې ترې وزګار شو .
له بلې خوا ځېنې نورو علماوو د سيرت د ليکنې په لنډيز ځانګړې پاملرنې پېل کړې ، چې يو يې هم له جملې څخه برهان الدين ابراهيم بن محمد چې په ابن مرحل شافعي يې شهرت درلود و ، هغه سيرت نزدې په اتلسو مجلسونو ( درسونو ) کې راخلاصه کړ چې تر څنګ يې په ناقصو ځايونو زياتونې هم وکړې ، او خپلې دغې ټولګې ته يې د [ الذخيرة في مختصر السيرة ] نوم ورکړ ، او په ( ۶۱۱ هـ ) کال يې د ليکلو له زيار څخه وزګار شو .
له بلې خوا د ابن هشام سيرت ابو العباس احمد بن ابراهيم بن عبدالرحمن الواسطي هم د [ مختصر سيرة ابن هشام ] په نوم خلاصه کړ او په ( ۷۱۱ هـ ) کې يې له زيار څخه وزګار شو .
او ځېنې نور هغه علماء چې سيرت يې د نظم او شعر په بڼه ترتيب کړ يو هم ورپکې ابو محمد عبداالعزيز بن محمد بن سعد الدميري الديريني دی چې په ( ۶۶۳ هـ ) کال کې وفات دی .
سيرت په شعري بڼه ابوبکر محمد بن ابراهيم چې په ابن شهيد شهرت لري هم ترتيب کړ او خپل دغې ترتيب شوې ليکنې ته يې د [ الفتح القريب في سيرة الحبيب ] نوم ورکړ ، نزدې څه د پاسه لس زره بېتونه لري .
تهذيب سيرة ابن هشام :
د خپلې ځوانې په لومړيو کې ما څو څو وار د دې کلک هوډ وکړ چې د سيرت دغه عملي او ارزښتناکه ليکنه له پېل څخه تر پای ولولم ، خو ولې د تېروپاتو او د خبرو ترمنځ يو تر بله د نه سمون له کبله چې ذهن نا ارامه کوي ، نفس ته له ستومانې پرته نور څه نه ورکوي ، ما ترې هم لکه په لويه شلېدلي بيابان کې د ګل او ګلاب په څېر ځېنې ځېنې برخې ولوستې ، د نېکې پای او ګلابترينو خوږو خوږو اسلوبونو يې د لوستلو سره ځان ته جذب کړم .
په رښتيا چې ما د نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– د سيرت په لوستلو کې د قرانکريم د اياتونو د تلاوت او يا هم د نبي – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– د حديثونو او مبارکو خبرو په څېر رښتنې او ځان نه ښوولو عبادت او خاکسارۍ او عاجزانه انداز مونده کړ .
زما پلار چې په [ تلخيص الدروس الأولية فی السيرة المحمدية ] په نوم کتاب قلمبند کړ ، ديرش فصلونه يې درلودل ، د ديني معاهدو پرته نور په هېڅ کومې تعليمې اداره کې نه لوستل کېده ، ځکه چې نورو ادارو سره د [ دروس السيرة ] په نوم ځانګړې او مستقلې مادې شتون درلود ، شايد د سيرت بيا لوستلو زه همدې ته اړ کړم چې د ابن هشام ليکلی سيرت را لنډ کړم .
چونکه مخکې مې د دې يادونه وکړه چې د کتاب خپل اسلوب ډېرې ستړياوې لرلې ، خو د لوستلو لپاره مې ټول کتاب بيا له توانه ووت .
د بدر د بنديوانانو د نومونو په مهال د سيرت په کتاب کې لوستوال ته نور ګڼ شمېر فصلونه مخې ته ورځې ، دا چې په بدر کې د مسلمانانو د اسونو نومونه څه و ؟ هغه خلک چې د انصارو يا مهاجرينو له جملې څخه يې د بدر په غزا کې ګډون کړی وو ، د هغوی نومونه ، کوم مسلمانان په بدر کې شهيدان شوي وو ؟ يا د بدر په معرکه کې چې کوم اشعار او ترانې ويل شوې وې ، د اوږد ترينو نسبونو په ذکرکولو او لوی لوی قافيه لرونکي اشعار او دېته ورته سردي نورې اړوند پېښې چې د کتاب خوند يې ورک کړی و ، لکه سرسخته الفاظ ، يا د قرانکريم ځېنې هغه اياتونه چې د سيرت د دغې ذکر کړي ځای سره هېڅ سمونه نه خوري ، ولو که اندکه اشاره يې ورته کړي وي ، ورپکې ايت ذکر شوی دی ، ټول هغه څه وو چې زه يې هک پک او حيران دريان کړی وم .
بايد هغه سند ته پکې هم اشاره شوی وای چې د سيرت زياتې فقرې ورباندې روايت شوي دي ، د نيوکه کونکي علماوو پرته نور هېڅ چا ته دا ارزښت نه لري .
ما دا زيار وويست چې دا ( لنډيز ) لوستوالو او مينوالو ته په داسې پوښاک کې وړاندې کړم چې د هغوی سترګې ورباندې يخې شي ، او له بل پلوه يې ورته په لوستلو کې هم هېڅ ستونزې نه راولاړيږي ، د دې برسېره مې د اصلي کتاب په نص ځانګړی خيال ساتلی دی ، لوستوال کولای شي نص يا د استشهاد لپاره د نظم په ژبه شعرونه لومړني کتاب ( اصل ) ته منسوب کړي ، دا ځکه چې ما د کتاب هېڅ نص هم رد او بدل کړی نه دی ، د علمي امانت خاص خيال مې کړی دی چې چرته هم د ابن هشام نصوص دي ، زياتره مې هغه ته د کتاب په متن کې او يا هم په لاندېنې حاشيه کې منسوب کړي دي .
کوم چې عام طوره نصوص دي نو هغه د ابن هشام په روايت د ابن اسحاق نصوص دي ، له اړتيا پرته مې هغه ته نص منسوب کړی دی ، او نور مې د ليکنې په مقتضا عام تام پرېښي دي چې يا دا ابن هشام او يا هم ابن اسحاق روايت کړيوي .
د ټولو نصوصو د ضبط انتهايي ډېر خاص خيال مې ساتلی دی ، کوم ځای چې مې د شرحې ځېنې ځايونو کې اړتيا ليدلې ده د هغې شرحه مې هم د سيرت د شارحينو ، او يا هم د اثارو له ليکنو او د لغت د معتمدو کتابونو څخه مې پکې استفاده کړېده .
چونکه مختصر سيرت د هغه چا لپاره د لوستلو زرينه موقعه ده چې دکتاب اصل ته لاس رسی نه شي لرلی ، او له بل پوله د نني او وسني ځوانانو د تېرو قابل شرف سپېڅلی تراث سره د تړون ډېر ښه پړاو هم دی .
ستا لپاره همدومره بسنه کوي چې د زيات خېر او علمي تراث د لاس ته راوړلو لپاره دا کتاب لږ شمېر ورځو کې ولولې ، خو که د کتاب د اصل لوستل دې پېل کړل سره له دې چې له توانه به دې هم بهر وي خو نزدې لوستل به يې درڅه ګڼ شمېر مياشتې هم ونيسي .
د الله پاک څخه ارزو لرم چې دا کتاب چې زما په اند ډېر لږ زيار مې پکې ايستلی دی ، د خېر نه ډک وګرځوي ، په دې مې يواځې د الله پاک او د هغه د رسول – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– خوشحالول موخه ده ، نور هېڅ نه دي .
مصر [ ربيع الثاني / ۱۳۹۶ هـ اپريل ۱۹۷۶ مـ ]
…………………………………………
(1) اسم کنيه يې ابو القاسم ،نوم يې عبدالرحمن ، د پلار نوم يې احمد او د نيکه نوم يې اصبغ و و په اندلس کې د سهيل د درې هستوګن و ، اندلس کې په ( ۵۰۸ هـ ) کې زږېدلی دی ، او د ژوند زياتره برخه يې هم دلته تېره ده ، په مراکش کې درې کاله پاتې شو او هلته يې په ( ۵۸۱ هـ ) کې وفات شوی دی .
(2) اسم کنيه يې ابو ذر نوم يې مصعب د محمد ځوی او د مسعود لمسی و ، په اندلس کې د خشين نوم کلي اوسېدونکی و ، په ( ۵۳۲ هـ ) کې پېدا او په ( ۶۰۴ هـ ) کې وفات دی .