- ذهبي وايي: مونږ ته مسلَّم بن علاَّن د کتابت له لارې ويلي دي هغه ته ابو اليُمن کندي، هغه ته عبدالرحمن بن محمد، هغه ته ابوبکر خطيب، هغه ته محمد بن الفرج بزار، هغه ته عبدالله بن ابراهيم بن ماسي، هغه ته جعفر بن شُعيب شاشي، هغه ته محمد بن يوسُف شاشي، هغه ته ابراهيم بن اميّة، هغه ته طاهر بن خلف ويلي و چې د مهتدي بالله محمد بن واثق نه يې اوريدلي دي چې ويل يې: زما پلار چې به کله څوک واژه مونږ ټول به يې راغونډ کړو، يو سورګيری سړی لاس تړلی راوستل شو، زما پلار وويل ابوعبدالله ابن ابي دُؤَاد او ملګري يې راولئ، لاس تړلي زما پر پلار سلام وکړ چې: السلام علېک يا امير المؤمنين! زما پلار ورته وويل: [ لاَ سَلَّمَ اللهُ عَلَيْک ]. هغه ورته وويل: ښوونکي دې ډېره بده تربيه کړېده، الله پاک وايي: [وَإِذَا حُييتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِاحْسَنَ مِنْهَا اوْ رُدُّوهَا ]
ژباړه : په تاسو چې کله سلام وکړی شي نو ښائسته جواب ورته ووايئ او يا هم هغه جواب ورکړئ. ابن ابي دُؤَاد وويل: لکه چې سړی منطقي دی.
زما پلار: خبرې ورسره وکړه. ابن ابي دُؤَاد: د قران اړوند څه نظريه لرې؟
لاس تړلې: ډېر بې انصافه يې، لومړۍ پوښتنه بايد زه وکړم.
ابن ابي دُؤَاد: وايه څه پوښتنه لرې؟ لاس تړلې: ته د قران اړوند څه فکره لرې؟ ابن ابي دُؤَاد: قران مخلوق دی. لاس تړلې: د قران د مخلوقيت علم نبي صلی الله عليه وسلم، ابوبکر، عمر، عثمان، علي رضي الله عنهم ته و او که نه ؟ ابن ابي دُؤَاد: هغوی ته د دې علم نه و . لاس تړلې: سبحان الله! دا څنګه علم دی چې ته پرې پوهېږې او نبي صلی الله عليه وسلم ته يې علم او معرفت نه و؟ نو سړی ډېر خجالته شو. ابن ابي دُؤَاد: ما ته موقعه راکړه. لاس تړلی: بيا همدغه نفس مسله شوه.
ابن ابي دُؤَاد: هو نبي صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدينو رضي الله عنهم ته يې علم و.
لاس تړلی: سبحان الله! علم او معرفت يې و او بيا يې هم ورته خلک نه دي رابللي؟ ابن ابي دُؤَاد: هو.
لاس تړلی: ايا ستا په څېر د دعوت توان هغوی نه لرو؟
مهتدي بالله وايي: زما پلار له مجلس څخه وپاڅېد ستوني ستاق پرېوت او باربار يې ويل: چې نبي صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدين پرې نه پوهېدل او ته پرې پوهېږې؟ سبحان الله! که هغوی پرې پوهېدل نو ايا ستا په شان يې د دعوت توان نه درلود؟
بيا مې پلار د عالم د بند په خلاصولو امر وکړ او څلور سوه ديناره يې هم ورکړل، له دې وروسته ابن ابي دُؤَاد زما د پلار له سترګو هم ولوېد او د قران په مخلوقيت يې هېڅ څوک نه دي ازمولي(سيرأعلام النبلاء: ( ۱۱ / ۳۱۲ ) .).
- l د اهل السنّت د ځينو علماوو نه امام ذهبي نقل کوي چې د عبيدي دولت له منځه وړولو لپاره يې د خوارجو مشرتابه ابو يزيد الخارجي سره عملي ملاتړ اعلان کړ، په دغه ملاتړ چا ملامته کړ چې ولې؟ هغه ورته وويل: زه د عبيدي حکومت ړنګونې لپاره څنګه و نه وځم او کفر مې ترې پخپلو غوږونو اورېدلی دی، زه ورسره په يو مجلس کې ناست وم چې ډېر سنّي او مشارقه علماء هم ناست ول، د دوی سرخېل ابوقضاعة هم ناست و، چې کله يې مشرتابه راغی يو رافضي لوړپوړي ورته وويل: مشره! دلته د الله رسول (ابوقضاعه) خوا ته کېنه، د دغه باطل په ضد هېڅ چا هم اواز پورته نه کړ (سيرأعلام النبلاء: ( ۱۵ / ۱۵۴ ) .