۱۰ – لدېنه وروسته پر رسول صلى الله عليه وسلم او اصحابو رضي الله عنهم د قريشو ظلمونه، شکنجې او تکليفونه څو چنده شول، تردې حده چې د زياتو وهلو، ځورولو او تعذيب له امله يو شمير مسلمانان مړه، او ځنې ړانده شول.
١١- کله چې قريشو د رسول صلى الله عليه وسلم او اصحابو رضي الله عنهم ايماني قوت او پخپله پاکه عقيده ثبات او ټينګار وليد، نو يې له رسول صلى الله عليه وسلم سره د خبرو او مذاکراتو لاره ونيوله، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې د زيات مال او دولت پيش کش وکړ خو رسول صلى الله عليه وسلم د هغوى ټول وړانديزونه رد او ځواب کړل.
١٢- رسول صلى الله عليه وسلم چې کله په خپلو اصحابو رضي الله عنهم د قريشو وحشيانه ظلمونه او پرله پسې تيري وليدل نو ورته ويې وفرمايل که د حبشې ځمکې ته لاړ شئ ښه به وي ځکه هلته داسې پاچا دى چې دده تر حکم لاندې په هيچا هم ظلم نه شي کيداى! او هم هلته پاتې شئ تر څو خداى جل جلاله مو لدې حالت نه خلاص کړي. د همدې امر په اساس د لومړي ځل لپاره (١٢) نارينه او (٤) ښځو حبشې ته هجرت وکړ.
دا مهاجرين چې کله د عمر رضي الله عنه په اسلام راوړلو او د اسلامي دعوت له قوت نه خبر شول بيرته مکې ته راغلل، خو ډيره موده لانه وه تيره شوې چې بيرته له نورو مسلمانانو سره يو ځاى حبشې ته د دوهم ځل لپاره مهاجر شول، او دا ځل د مهاجرينو شمير (٨٣) نارينه او (١١) ښځې وې.
١٣- له رسول الله صلى الله عليه وسلم او بني هاشم او بني المطلب قبيلو سره د قريشو اقتصادي او هر اړخيز پريکون (مقاطعه)، داسې پريکون چې نه به ورسره نکاح کوي، نه به څه ترې اخلي او نه به يې پرې پلوري، نه به ورسره يوځاى کيني، نه به يې سوله مني او نه به ورسره سوله کوي.
دې عمومي مقاطعې دوه درى کاله دوام درلود. رسول صلى الله عليه وسلم او ورسره نورو ملګرو يې په دې مرحله کې زيات کړاوونه وګالل، ترڅو په پاى کې د قريشو د ځينو عاقلانو په مرسته دا مقاطعه پاى ته ورسيده او ختمه شوه.
ب: درسونه او پندونه
١- الله جل جلاله که له چانه د خير و اصلاح بلونکى جوړول وغواړي، نو د هغه په زړه کې د ټولنې د فساد او ګمراهۍ په هکله نفرت اچوي او پخپله يې له دې ناروا کارونو نه ليرې ساتي.
٢- محمد صلى الله عليه وسلم نه له خپل نبوت څخه خبر ؤ او نه يې د نبوت اميد درلود، خو الله ورته الهام کړى ؤ تر څو د خلوت له لارې د عبادت په واسطه ځان پاک کړي، او د رسالت د پيټي وړلو او وحي استقبالولو لپاره آمادګي ونيسي، که چيرې رسول صلى الله عليه وسلم د نبوت طمعه درلوداى نو د وحي نازليدو له امله به نه ويريدلى او نه به يې د خديجې رضي الله عنها نه د حراء په غار کې د پيښې شوې حادثې په هکله معلومات غوښتل. رسول صلى الله عليه وسلم تر هغې پورې پخپل رسالت لا پوره يقين نه درلود تر څو چې جبرائيل عليه السلام نه ؤ ورته ويلي چې: ته د الله رسول او زه جبرائيل يم، او څو چې خديجې ورته تاکيد نه ؤ کړى او ورقة ابن نوفل نه ؤ ورته ويلي چې: د غار حراء واقعه له هغه وحي نه عبارت ده کومه به چې پر موسى عليه السلام نازليده.
٣- اصلاحي دعوت که چيرې د عمومي افکارو مخالف وي، داعي ته ښايي چې تر هغې پورې يې په جهر اعلان نکړي، تر څو يو داسې ټولګي ايمان نه وي پرې راوړى چې له دعوت نه د دفاع په لار کې له سر او مال نه تير وي، تر دې پورې که چيرې د دعوت خاوند له مينځه لاړ هم شي، نو پيروان به يې دعوت ته په پوره ايماندارۍ سره دوام ورکړي، او په همدې سره د دعوت د دوام تضمين هم کيداى شي.
٤- محمد صلى الله عليه وسلم عربو ته داسې څه راوړل چې هغوى ورسره لدېنه مخکې هيڅ آشنايي نه درلوده او همدې عربو د رسول صلى الله عليه وسلم د دعوت سخت مخالفت وکړ اود دعوت د مشر او ملګرو د له مينځه وړلو لپاره يې له هيڅ ډول، زور، چل او فريب نه ډه ډه ونکړه، نو دا خبره پخپله د نيشنلستانو ددې مدعا (تور) چې وايي: محمد صلى الله عليه وسلم په خپل رسالت کې د عربو د اهدافو او آرزوګانو تمثيل کاوه يو تاريخي رد او ځواب دى. دا او دېته ورته ادعاګانې ډيرې بې مفهومه او بې معنى دي ځکه تاريخي پيښې يې پخپله ردوي، په قوميت کې ډيره مبالغه او اسلامي دين ته له عربي افکارو نه جوړ شوى دين ويل ددې سبب شوي چې ددې فکر خاوندان د پورته يادو شويو خبرو په شان خبرې وکړي او په ډاګه ده چې دا ډول تصور له نبوت نه څرګند انکار او د اسلامي رسالت توهين او کم ښودل دي.
٥- د اشرارو او ګمراهانو له خوا د راز راز تعذيبونو، ظلمونو، ځورونو او دردونو په وړاندې د مؤمنانو ثبات او مقاومت پخپله د هغوى په ايماني صدق، له ايمان او عقيدې سره اخلاص، روحي او نفسي لوړتيا باندې ريښتنى دليل دى، ځکه مؤمنان دا ټول تکليفونه د نفس آرامي او روحي اطمينان بولي، او ددې مادي زحمتونو په مقابل کې د الله جل جلاله رضا غواړي او ښکاره ده چې د خداى جل جلاله رضا تر هر څه او هر درد او غم نه لويه او لوړه ده.
مؤمنان، او مخلص داعيان تل د بدن د سيطرې او تسلط په ځاى تر خپلې روحي سيطرې لاندې وي خپل روحي ضروريات په پوره ميړانه پرته لدې چې بدني لذت، راحت او مړه ګيډه په نظر کې ونيسي پوره کوي او يوازې له همدې لارې دعوت بريالى کيږي، او ملتونه له تيارو او ګمراهيو نه نجات مومي.
٦- د رسول صلى الله عليه وسلم له خوا خپل تره (ابو طالب) ته هغه مشهور قول او د هغه صلى الله عليه وسلم له طرفه د قريشو د مال او دولت نه قبلول، د هغه صلى الله عليه وسلم د رسالت په ريښتنولۍ، او خلکو ته هدايت غوښتنې باندې له ټولو نه قوي دليل دى.
داعي ته په کار ده چې د خپل دعوت د دوام پخاطر کلکه اراده او کلک تصميم ولري، له هر ډول مشکلاتو سره مقابله وکړي، په مال او پاچايۍ ونه غوليږي، ځکه د حق په لار کې مشکلات د مؤمنانو لپاره د زړه آرامي او روحي خوشالي ده او د مؤمن په نزد د الله جل جلاله رضا او جنت له دنيا او مافيها نه څو چنده لوړ او قدرمن ده.
٧- داعي ته ضروري ده چې له خپلو ملګرو سره هره ورځ او يا هره هفته غونډې وکړي تر څو هغوى ته د دعوت لار، آداب او اسلوب ورزده کړي او د دعوت په نسبت يې ايمان او باور پوخ شي، خو د خطر او فشار په وخت کې دا غونډې بايد پټې او سري وي ترڅو د باطل پاسداران په يوه آواز سره هغوى له مينځه يو نه سي او فشار او عذاب ورباندي زيات نکړي.
٨- بلونکي ته په کار ده چې د خپلوانو خوا ته پاملرنه وکړي، د اصلاح دعوت ور ورسوي او که يې و نه مني، نو د الله جل جلاله او خلکو په وړاندې به يې غاړه خلاصه وي،عذر او دليل به هم ورسره موجود وي.
٩- که چيرته داعي خپله ډله د مرګ او يا فساد په خطر کې وويني، نو ورباندې لازمه ده چې چيرته يو داسې ځاى برابر کړي، چې پيروان يې هلته له باطل پرستانو نه په امن وي.
دا کار کله هم د قربانۍ او فداکارۍ منافي ندى ځکه حق پرستان که لږ وي د شيطان لښکر کولاى شي په ډيره آسانۍ سره هغوى بالکل ختم کړي اوله دعوت نه يې بې غمه شي، خو که هغوى په يوه مطمئن ځاى کې وي نو بيا يې د دعوت د بقا او استمرار او خوريدو اميدونه ډير وي.
١٠- حبشې ته د اصحابو رضي الله عنهم په لومړي او دوهم هجرت باندې د رسول صلى الله عليه وسلم امر کول پدې دلالت کوي چې د دين لرونکو خلکو تر مينځ د دين رابطه که څه هم دينونه يې مختلف وي، د دين لرونکو او ملحدينو او يا بت پرستانو د رابطې په نسبت ډيره ټينګه ده، ځکه آسماني اديان د مصدر، اصولو او اجتماعي لويو اهدافو له لحاظه ټول سره يو دي _ او ټول په الله جل جلاله، رسولانو عليهم السلام او د قيامت په ورځ ايمان کې سره شريک دي – او همدا وجه ده چې ديني قرابت د وينې، خپلوۍ، ځاى او هرې بلې رابطې او قرابت نه کلک او پوخ دى.
١١- د باطل پلويان په آسانۍ سره حق ته غاړه نه ږدي، بلکه عادت يې دا وي چې يوه وسيله يې کار ورنکړي بله په کار اچوي… تر څو چې حق بري ته ورسيږي او باطل بالکل د نيستۍ کندې ته کوز شي.