شپه راوختله، ستورو له يو بل سره په پړقېدو کې سيالي کوله، فکر کېده چې د زمرودوغالۍ غوړيدلې او له پاسه پرې د سرو او سپينوڅخه جوړ شوي دينارونه شيندل شوي دي، ثريا ستوري په هلال کې سترګې ښخې کړې وې، ګوندې غواړي ترې مخکې شي، هلال د تيارې په مړوند پروت و، خو د عبدالله زوی محمد د مکې په لوړو کې د يوې ونې لاندې ناست دی، په ذهن کې يې يوه مرموزه حيرانتيا پرته ده، سترګې يې د اسمان په څنډو پورې نښتې دي، په زړه کې يې يوعجب کيفيت دی، احساس يې کاوه چې په نړۍ کې ويلي شوي، او يا يې ټوله نړۍ په زړه کې راتوی شوې ده.
د خپلې رضاعي مور حليمې او پلارحارث سره مکې ته روان و، حليمې غوښتل چې محمد له څلورکاله پالنې وروسته خپلې مور آمنې ته وسپاري، خو د مکې په لوړوکې پرې شپه راغله. بيت الله ته حاجيان جوپې جوپې راروان وو، د حاجيانو په ګڼه ګوڼه کې له محمد نه حليمه اوحارث دواړه ورک شول. د کومې وېرې احساس يې ونه کړ، د خلکو په منځ کې روان دی، يوې ونې ته ورسيد. او هلته د ونې لاندې کيناست، د حليمې انتظاريې کاوه او کېدای شي يو بل څوک پرې رابرابرشي چې حرم کې يې خپلې کورنۍ ته وسپاري.
محمد په خوشالۍ سره د نړۍ ننداره کوي، ګوندې پياوړی روح يې د وجود حکمت راجذبوي، هر څه ته غوږ غوږ دی، د خلکو د پښو ترپا، د حيواناتو د سومونو غږ او پر پاڼو باندې د لګيدلي نسيم غږ نه خوند اخلي. د يوې سترې خوشالۍ احساس يې وکړ. ته وا تسبيحات او تهليلات اوري.
نړۍ خوب نه پيژنده. د ماشوم سترګې هم پټې نه شوې، نه يې ذهن له فکر نه وغورځېد، او نه يې زړه وېده شو، په بنې سعد کې يې تير يادونه مخ ته ودرېدل. هغه خوږې ورځې يې سترګوته ودرېدې چې د ورور عبدالله او خويندو انيسه او شيما سره يې د حليمې په کور کې تيرې کړې وې. ناڅاپه يې ذهن ته د ده د خوښۍ لوبه ودرېده، هو! د سپين هډوکي لوبه چې له انيسې او عبدالله سره يې کوله. سپين هډوکی به يې راوړ، د شپې په تياره کې به يې لرې ګوزار کړ، که چا به لومړی وليده، هغه به د دغه ټولي مير و. په شونډو يې يوه خوږه مسکا تيره شوه، ځان يې د انيسې او عبدالله امير وليده.
هغه ورځ يې هم په ياد شوه چې شيما په شا کړی و، لوبې يې ورسره کولې او ناز يې ورکاوه، هغې ورسره له حده ډېرې ټوکې وکړې، سر يې ورټيټ کړ او په اوګه يې پرې خوله خښه کړه. هغې چيغه کړه. محمد د ونې لاندې ناست و، ډېر خواشينی شو، هغه فکر نه کاوه چې خور به يې دومره ودرديږي، خوکله چې به يې هم د هغې په اوګه د خپلو غاښونو خاپونه وليدل، وبه دردېده او سترګې به يې له اوښکونه ډکې شوې.
محمد د خپلو فکرونو او د چاپيريال سره د تناسق په خيالونوکي ډوب دی، خو عبدالمطلب، ورقه بن نوفل، زيدبن عمروبن نفيل او ابوالحکم بن هشام (ابوجهل) د مکې په لوړو کې د عبدالله په زوی پسې چې له حليمې نه په توره شپه کې ورک شوی ګرځي.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار