ځما مکتبة ډاونلوډ کړئ

📲 د ځما مکتبه څه مهم شرطونه او پاليسيانې 📲

– د ځما مکتبه په اړه معلومات

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !

د اللہ په فضل او توفیق سره دا سافټ ویر (ځما مکتبه ) جوړ شو او نن يې تاسي استعمالوئ۔ د دی د استعمال څه طریقې تاسو په ويډیويې شکل کې کتلی شئ۔ لاندې څه مهم سوالونو او ځوابونه ذکر کیږي۔

سوال: آیا دا مکتبة فقط د کتابونو مکتبه دہ لکه څنګه چی نوم نه معلومیږي؟

ځواب: نه، دا مکتبه فقط د کتابونو لپاره نه ده جوړه شوي، بلکه پدې کې آډیو (آوازی ، صوتیات)، ‍ويډیوګانې، کتابونه، لیکنې، مکمل د قرآن کريم پښتو ترجمې (د لټون کولو سهولت سره)۔ موجود دي۔

سوال: داسې خو ډیر مکتبي (سافټ ویر) شته نو د دی څه ضرورت وو؟

ځواب: ( زمونږ د علم مطابق ) پدی ډول داسې یوه مکتبه هم نشته چی په هغی کې داسې ټول څیزونه را جمع شوي وي، او په پښتو ژبه کې خو بيا بیخی نشته۔

سوال: آیا دا مکتبة د آئی فون، کمپیوټر اور نور موبائیلو له پاره هم ده؟

ځواب: نه؛ فی الحال دا مکتبة يواځي اینډروائډ نظام (Android OS) لپاره جوړ شوی، یعنی د سیمسنګ ، هواوی، موټورولا، کیو او داسي نورو موبائیلو لپاره جوړه شوي ۔

سوال: آیا دا مکتبه په یو ځل جوړه شوه، او پدی کې به بس دغه درسونه، بیانونه وي!؟

ځواب: نه، داسې نه دہ، ان شاء اللہ دی کې ورسرہ ورسره نوی ډیټا (درسونه، بیانونه، ویډیوګانې وغیرہ) اچول کیږی، او دا آن لائن زمونږ ویب سائټ (ویب پاڼی) سرہ منسلک (تړون) شوی دی۔ که مونږ هلته يو بیان واچؤ، دلته ئي تاسو مکتبه کې کتلی شئ۔ او پدي کې به هره جمعه تاسو ته د مختلفو علماو خطبې (ان شاء الله) ملاویږی ، د د ی نه علاوہ نوی(درسونه، کتابونه، بیانونه، ویډیوګانې وغیرہ) هر څه به تاسو ته ملاویږي۔

سوال: دی مکتبه کې نور څه خصوصیات (فیچرز) دي، که تاسو ټول ذکر کړئ۔

ځواب: دا مکتبه مونږ د یو خاص عمر او طبقې خلکو ته نه ده جوړه کړي، پدی کې ماشومانو ، نارينه او ښځينه ټولو له پاره تربیتي او دیني مواد (څیزونه) اچول شوي او ان شاء اللہ اچول کیږي به۔

فی الحال په مکتبه کي دا لاندې ذکر شوي خصوصیات دي۔

ځما مکتبه کې:

👈 د ټولو مشه‍ورو علماؤو درسونه۔

👈تاسو هر درس، بیان، تلاوت، ویډیو، کتاب، لیکنې ډاونلوډ کولی شئ، چی بیا يې بغیر (پرته ) له انټرنيټ څخه کتلی شئ۔

👈تاسو دا هر څه مخکې په وټس اپ او نور ځایونو باندې شئیر کولی شئ۔

👈دی کې تاسو هر بیان ، درس، تفسیر، تلاش (لټون) کولی شئ۔

👈که تاسو سرہ پښتو، اردو، عربي کیبورډ نه وي نو په ایپ کې دننه د دي کیبورډ اچول شوی دی۔

👈مکمل قرآن کريم د پښتو ترجمې سره اچول شوی دی، تاسو هر آیت تلاش (لټون) کولی شئ۔

👈تاسو هر آډیو – ویډیو (بیان، درس، تلاوت وغیرہ) ځان له پلے لسټ کی اچولی شئ،

👈تاسو هر آډیو – ویډیو (بیان، درس، تلاوت وغیرہ) باندې نوټ (لیکل) کولی شئ۔ لکه دوره تفسير وغیرہ چی کاپئ کی څوک لیکي۔

👈هر نوټ(لیکل) چی کوم ځای او درس باندې وکړئ، د همغه ځاي نه ئي بیا چالو کولی شئ،

👈هر نوټ(لیکل) کاپی کولی شئ، او هم ئي ډیلیټ (ختمولی) شئ۔

👈تاسو هر آډیو – ویډیو (بیان، درس، تلاوت وغیرہ) باندې تبصره (کمنټ) هم کولی شئ۔

👈هره آډیو (بیان، درس، تلاوت وغیرہ) په بیک ګراونډ (موبائیل استعمالو دوران) کې چلولې شئ، چی دا هم چالو وي او تاسو موبائیل هم استعمالوئ۔

👈هره ویډیو اعلی کوالټي ، عامه کوالټي، او صرف د هغی آواز (mp3) ډاونلوډ کولی شئ۔

👈هره آډیو – ویډیو، کتاب او داسي بلڅه چی مونږ ور اضافه کړو، هغه به تاسو ته ملاویږي،

👈تاسو اسلامي ټی وي چینلان هم کتلی شئ۔ لکه پیغام ټی وي پښتو، مکه ټي وي، او د دی نه علاوه د ځينو علماوو لائیو Live (په ژوندۍ بڼه) ويډیو هم کتلی شئ۔

ځما مکتبة څه بعضې پالیسیانې:

👈دا مکتبة د هيڅ یو تنظیم، جماعت (سیاسي او دیني) سره هيڅ ډول تعلق او اړیکې نه لري۔ دا د خالص دینی مقصد او دعوت لپاره جوړ شوی دی۔

👈دی مکتبه کې اچولي شوي هيڅ يو بیان، درس، یا عالم له خبري یا نظر سره د ادارې (احیاء السنة خپرونې اداره) پوره اتفاق ضروري نه دی۔ دا ټول صرف د دعوت او د اجر په نیت اچول شوي دي۔

👈 که پدی مکتبه کې که د یو عالم درس، کتاب، بیان، ویډيو بی اجازې اچول شوي وي نو مونږ ته به اطلاع راکولی شي او هغه څیز به مونږ حذف (ختم) کړو۔ ان شاء اللہ

👈ځما مکتبه صرف د بیانونو، درسونو او کتابونو یو دیني سافټ ویر دی، د دی مکتبې نور ستاسو د موبائیل سیټنګ سره څه کار نشته، او نه اداره د دی هكله څه ذمه واري اخلي، ګوګل په پلے سټور کې داسې قسمه ایپ نه پریږدي۔

Designed & Developed By: Sher Salafi