عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُوْدٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ( لَيْسَ أَحَدٌ أَحَبَّ إِلَيْهِ الْمَدْحُ مِنَ اللهِ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ مَدَحَ نَفْسَهُ، وَلَيْسَ أَحَدٌ أَغْيَرَ مِنْ اللهِ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ حَرَّمَ الْفَوَاحِشَ ) (صحيح مسلم، حديث شمېر: 2760، صحيح البخاري, حديث شمېر: 5220).
دعبد الله بن مسعورضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: نشته هيڅ يوکس چې دهغه صفت کول هغه ته ډير خوښ وي دالله تعالی نه ، ددي وجي نه الله تعالی خپل صفت بيان کړی دی ، او دالله تعالی نه ډير غيرتي هيڅوک نشته ددي دوجي نه الله تعالی فاحش کارونه حرام کړي دي .
ددي حديث دراوې پيژندنه مخکي په (3) نمبرحديث کې ذکر شوې ده.
ددي حديث د فوائدو څخه :
1 – الله تعالی خوښوي چې بنده دهغه ثناء او صفت اوکړې او د هغه اطاعت عبادت او ذکر اوکړې نو مؤمن بنده لره بايد ده چې په دې ټولوباندي عمل اوکړي او دخپل رب سره خپل تعلق قوي کړې .
2-هر کله چې يو بنده دخپل رب ثناء او صفت بيانوي ، نو الله تعالی ورته اجر او ثواب ورکوې ، سره له دينه چې الله تعالی ستايلی شوی او بي حاجته ذات دی نه ورته ديو صفت کونکی صفت څه فائده ورکوې ، او که يي صفت بيان نه کړې ، نو څه نقصان هم نه ورکوې بلکه په دي صفت بيانولو کې د بنده خپله فائده ده ، هغه داچې الله تعالی ورته اجر او ثواب ور په برخه کوې.
3-الله تعالی ډير دغيرت والا ذات دی ، او ددي معنی داده چې الله تعالی انسان د بدو کارونو نه منع کوي ، ددي لپاره چې دهغه د دين او عزت او دعقل ساتنه اوشې ، ځکه خو الله تعالی زنا غلا او رشوت او دشرابو څکل وغيره حرام کړي دي .
4-په ښه نيت باندي د يو چا مدحه او صفت کول جائز اوښه کار دی .
5-کله چې په صفت کولو باندي يو کس په فتنه کې واقع کيږي ، او په ځان خوشحاليږي ، نو دهغه مدحه او صفت کول جائز نه دي ، او په همدې باره کې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
( إذَا رَأَيْتُمُ الْمَدََّاحِيْنَ فَاحْثُوْا فِيْ وُجُوْهِهِمُ التُّرَابَ) (صحيح مسلم, رقم الحديث : 3002) )
کله چې تاسو هغه کسان اووينۍ چې ډير صفتونه کوي په مخ ورته خاورې واچوې .
او هغه کس چې دهغه دصفت کولو دو جې نه هغه په فتنه کې نه واقع کيږي ، نو دهغه صفت کول جائز دي .