د روح اخستونکی ملایک صحیح نوم ملک الموت دیی: شیخ البانی رحمه الله د احکام الجنایز په تعلیق (ص156 ) کښ فرمایی :ملک الموت نوم په کتاب او سنت کښ راغلی دی او هرچه(عزرایل)دیی نو د دی څه بنیاد نیشته. حال داچه د عوامو ترمینځ مشهور دیی,او کیدایشی چه دا داسرایلیاتو نه وی. ابن کثیر 3/458/ دایت (قل یتوفا کم ملک الموت الذی وکل بکم) لاندی لیکی: د دی ایت نه ظاهره دا ده چه ملک الموت په ملایکو کی یو معلوم شخص دیی. لکه همدا د براء رض دحدیث نه کوم چه مونږ سورت ابراهیم کی ذکر کړی دی معلومه ده چه بعضی اثارو کی ورته عزرایل نوم ویلی.او دامشهور هم دی او داخبره قتاده رح وغیره ویلی ده,او د ده دیر ملګری هم دیی.. په تفسیر روح المعانی 21/162/ کی دی :او داعزرایل دیی ویلی کیږی چه د دی معنی عبدالله ده_ مونږ وایو د شیخ البانی رح خبره صحیح ده ځکه سیوطی رح سره د دی چه دآیتونو متعلق داحادیثو او آثارو تتبع او تالاش د دنه زیات دیی خبل درمنثور تفسیر 5/183/ کښ صرف داخبره راوړی ده چه (ابن ابی الدنیا او ابو الشیخ په العظمة کښ داشعث بن شعیب رضی الله عنه نه روایت دیی چه وایی…چه ابراهیم علیه السلام دملک الموت نه تپوس وکړو ,او د ده نوم عزرایل دی او د ده دوه سترګی دی …الخ.نو دا اثر ته به وینی چه داسرایلیاتو نه دی… په اضواءالبیان 6 ..د شنقیطی رحمه الله کښ دیی چه د ده نوم عزرایل دب لکه دا په اثارو کی راغلی ..خو باوجود. د دی چه مونږ دیر د احادیثو او تفاسیرو کتابونه وکتل خو پیدا مو نکړو.