خلکو سره ثواب دومره زیات شوی دی چه هغوی د خپل ثواب بعضې حصه نورو خلکو ته ایصال کوي
آیا دا خلک د قیامت په ورځ خپله سخا خودلی شي؟
د کوم نقشه چه قرانکریم داسی فرمائيلی ده الله سبحانه وتعالی فرمايي:( يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ (34) وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ (35) وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ (36) لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ (۳۷))[ سورت عبس ]
د قیامت په ورځ به انسان د خپل ورور نه تختي او د خپلې مور نه او پلار نه او خپل اولاد او ښځې نه هر انسان ته به دغې ورځ خپل فکر وي
زه پریشان یم ماسره نیکئ ډیرې کمې دي.
که دا نیکئ زه بل چاته وبښم نو قیامت په ورځ به ماسره څه پاتې وي هلته به د چانه نیکئ هم نه میلاویږي.
نو له دې وجې نه سوچ کووم چه خپل ګناهونه چاته ایصال کړم !!زه خپل ټول ګناهونه د بدعتیانو امام پسې ایصال کووم چه هغه هم یاد وساتي .
څوک دې دا نه وايي چه د ګُناه ایصال نه کیږی او صرف د ثواب ایصال کیږی نو زه دا سوال کووم چه د ګناه ایصال مړی ته دلیل نشته نو د ثواب ایصال دلیل چرته دی؟
که څوک ووايي چه ډېر روایتونو کې ددې خبرې دلیل شته چه د ژوندو ثواب مړو ته رسیږي
نو بیا خو د دې هم ډېر دلائل دي چه د ژوندو ګناه مړو ته ایصال کیږي، مثال په طور (لا تقتل نفس ظلما إلا کان علی ابن آدم الأول کفل من دمها، لأنه أول من سن القتل) أخرجه البخاري: (11/ 493) رقم 3335]
نبي علیه السلام فرمايلي دي کله چه هم دنیا کې ناحق قتل کیږي نو ددې د ګناه یوه حصه د ادم علیه السلام ځوی قابیل ته ضرور کیږي ولې چې هغه د قتل طریقه ایجاد کړې وه.
بلکه دغه حدیث ولولئ کوم نه چه د ایصال ثواب دلیل اخیستل کیږي ، اګر که ددې حدیث اولنۍ حصه کی د ایصال ثواب دلیل دی نو بغیر د شک نه ددی حدیث اخري حصه کې هم د ایصال ګناه دلیل دی هغه حدیث دا دی( من سن في الإسلام سنة حسنة فله أجرها وأجر من عمل بها بعده من غير أن ينقص من أجورهم شيء ومن سن في الإسلام سنة سيئة کان عليه وزرها ووزر من عمل بها من بعده من غير أن ينقص من أوزارهم شيء ) [أخرجه مسلم (2/ 704) رقم1017]
نبي علیه السلام فرمايلي دي چاچې اسلام کی د نبي علیه السلام سنت او طریقه راژوندۍ کړه او بیا د هغې نه پس په هغې عمل وکړی شو ددې انسان لپاره د هغه عمل کوونکي برابر ثواب لیکل کیږي او د دې ثواب کې به هیڅ کمی نه کیږي.
او کوم انسان چه په اسلام کې غلط طریقه رواج کړه او بیا په هغې عمل وکړی شو نو ددې عمل کونکي برابر ګناه به دې ته لیکل کیږی چه هیڅ کمی به پکې نه کیږي.
څه مو خیال دی؟ ایصال ګناه دلیل پکې شته او که نه؟ خلک خپل خپلوانو ته ثواب وربښي ایصال ثواب، نو مونږ به خپل دُشمنانو ته ګناه وروبښو ګناه به ورته ایصال کړو نو زمونږ دُشمنان خو خپله ګناه مونږ ته نشی رابښلی ولې هغوی خو مړه شویدي او ددوی پسماندګان خو دا وايي چه هغوی قبر کې ژوندي دي !
ولې ددوی د پسماندګانو دا عقیده چه د هغوی مړي باباګان په قبرونو کې ژوندی دي او د هغوی دا عقیده ده چې د هغوی نه په ژوند کې چرته ګناه هم نده صادره شوې، نو اوس چه هغوی سره ګناه نشته نو هغوی به مونږ ته څه راوبښي جوابا به ثواب ایصال راکوي الله سبحانه وتعالی فرمايي( وَأَن لَّيْسَ لِلإنسَانِ إلاَّ مَا سَعَى) [سورة النجم: آية 39]
ژباړه : انسان ته به د خپلو کړو اعمالو بدله میلاویږي.
2 Comments
لقمان حکيم حکمت
په مسله کې د اختلاف باوجود د کره کتنې له مخې راجح دا ده چې مړي ته د هر نېک عمل ثواب نه رسيږي بلکې د هغه عمل ثواب ورته رسيږي چې شريعت کې يې ثبوت راغلی وي، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دوره حيات کې د هغه کورني غړي وفات شوي دي خو دا ترې ثبوت نه لري چې يا يې ورته دقران تلاوت، څاښتي او نور نفلي لمونځونه او يا روژې نېولي وي، او نه له صحابه کرامو څخه ثبوت لري او نه هم له تابعينو او تبع تابعينو نه .
خوولې مړي ته د ژوندو له پلوه د ـ( حج، عمرې، د فرض روژې، صدقې او دعا ) ثواب رسيږي، ابن کثير هم وايي چې ( وَأَنْ لَيْسَ لِلإِنْسَانِ إِلا مَا سَعَى ) څخه دا ثابتيږي د قراءت ثواب ورته نه رسيږي ځکه چې مړي کسب نه دی، له دې کبله نه خو نبي کريم صلی الله عليه وسلم خپله کړي دي او نه يې صحابه کرامو، په دې باندې نور عبادتونه قياس کول هم سم نه دي، خو ولې دعا او صدقه ورته رسيږي په دې باندې صحيح او صريح دليلونه شتون لري. ( تفسير ابن کثير : ۴ / ۲۵۸ ).
اصل هم په عباداتو توقيف دی هغه به منو چې ثبوت يې غوڅ وي او له هغه به ډډه کوو چې ثبوت يې نه وي راغلی، د دعاء په ثواب يې دا دليلونه دي ( ۱) واستغفر لذنبك وللمؤمنين والمؤمنات . ( ۲ ) والذين جاءوا من بعدهم يقولون ربنا اغفر لنا ولإخواننا الذين سبقونا بالإيمان ولا تجعل في قلوبنا غلاً للذين آمنوا ربنا إنك رءوف رحيم ( ۳ ) اللهم اغفر لأبي سلمة وارفع درجته في المهديين، واخلفه في عقبه، وافسح له في قبره، ونور له فيه ( ۴) ما من رجل مسلم يموت فيقوم على جنازته أربعون رجلاً لا يشركون بالله شيئاً إلا شفعهم الله فيه .
دا دعاګانې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د دې قول سره هېڅ تعارض نه لري چې ( اذا مات الانسان انقطع عمله الا من ثلاث… ) ځکه دعا د بچي ده او بچی د پلار له کسب څخه دی .
په صدقه يې دليل د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دا حديث دی چې يو سړي نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل : إن أمي افتلتت نفسها (ماتت فجأة)، وأظنها لو تكلمت تصدقت، فهل لها أجر إن تصدقت عنها؟ قال: “نعم”، وروى مسلم نحوه من حديث أبي هريرة رضي الله عنه، والصدقة عبادة مالية محضة ) د بخاري روايت دی . (۱)من مات وعليه صيام صام عنه وليه ( ۲) وأولوا الأرحام بعضهم أولى ببعض في كتاب الله إن الله بكل شيء عليم (۳) ألحقوا الفرائض بأهلها، فما بقي فهو لأولى رجل ذكر” (متفق عليه).
او په حج يې دليل د صحيحينو حديث دی چې د بنوخثعم يوې زنانه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل ( يا رسول الله، إن فريضة الله على عباده في الحج أدركت أبي شيخاً كبيراً لا يثبت على الراحلة؛ أفأحج عنه؟ قال: “نعم) او يوې بلې مخزومۍ زنانه له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل ? إن أمي نذرت أن تحج فلم تحج حتى ماتت أفأحج عنها؟ قال: “نعم، حجي عنها، أرأيت لو كان على أمك دين أكنت قاضيته؟ اقضوا الله، فالله أحق بالوفاء) .
خلاصه دا چې د ذکراذکارو ، دقران د تلاوت او نور هغه عبادتونه چې مړو ته يې ثواب رسېدل ثبوت نه لري کول یې ديني بدعت دی، خو دعا کول ورته د مړي په ژوندي حق دی ورته به يې کوي، او دهغه څه ثواب ورته رسيږي چې په دين کې يې ثبوت راغلی وي، معلومه شوه چې مشرکانو او مبتدعينو ته د ګناهونو عذاب او عقاب اهداء کول هم دیني بدعت دی هېڅ ثبوت نه لري . الله دې مونږ ته د سمې صحيح لارې هدايت وکړي . امين .
اسدالله غالب
مړو ته ثواب بښل:
——————————————————————————-
مړی ته د ژوندی ده دعا نه علاوه بل هیڅ شی نه رسیږی البته مور پلار ته د اولاد تمامو نیکو اعمالو ثواب رسیږی:
الله تعالی فرماي:
(وان لیس للانسان. الا ما سعی)(النجم39)…..
ترجمه:او د انسان لپاره صرف هغه شی دی کوم چه د خپله کړی دیی_دا ښکاره نص دی په دی خبره چه مړی دی که ژوندی د خپل عمل نه سیوا د بل چا عمل باندی فایده نشی اخستی او هر چه اولاد دی نو دا د والدینو لباره کسب اړ عمل دی لکه نبی علیه السلام فرمایی:
(ان اولادکم من کسبکم)بیشکه ستاسو اولاد ستاسو ګته ده _ترمذی.مشکات.ابن ماجه.232/2)
————————————————————————–
ابوهریره رضی الله عنه فرمایی چه نبی علیه السلام فرمایلی دیی :(کله چه انسان مړ شی نو د هغه عملونه بند شی سیوا د دری عملونو نه :اول…صدقه جاریه ….دوهم:د هغه علم چه بل چا ته یی ښودلی …..دریم…نیک عمله اولاد چه د هغه لپاره دعا غواړی_(مسلم2/41)
————————————————————————–
د دی حدیث نه معلومه شوه چه د دی مذکوره شیانو نه علاوه مړی ته د بل شی ثواب نه رسیږی ګنی بیا د دی حصر هیڅ معنی نه جوړیږی.
نبی علیه السلام دی کار ته ترغیب ندی ورکړی او نه یی راهنمای کړی ده که چرته دا د خیر کار ویی نو خامخا به مونږ ته نبی علیه السلام راښودلی ویی_
نو په صریح دلایلو کی دا نشته چه هغی نه عمومی طور سره ثواب بښل معلوم شی سیوا د والدینو نه او دا یو داسی باب دی چه دی کی قیاسونه کار نه ورکوی بلکه صرف نصوص کار ورکوی.
————————————————————————–
بله دا چه :مبتدعینو د ایصال ثواب په مسله کی ډیره فراخی پیدا کړی ده تردی چه په نورو بدعتونو او شرک کی هم پریوتی .ځکه دوی د خلقو کورنو ته ځی او قران لولی پدی باندی اجرت هم اخلی خوراک هم کوی او ثواب یی مړو ته بښی..او قران هم صحیح نه وایی یوه سیپاره بریږدی بله وایی قرات هم سم نکوی صرف ځان خلاصوی خیټه ډکه وی او روپی اخلی_
———————————————————————
اسد الله غالب