عن عائشة رضي الله عنها قالت: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : [[من أحدث فی أمرنا هذا مالیس منه فهو رد]] رواه البخاري ومسلم، وفی روایة لمسلم: [من عمل عملا لیس علیه أمرنا فهو رد]
ژباړه: چاچې زموږ په دین [اسلام] کې نوي څه جوړ کړل، چې زمونږ د دین نه؛ نه وي هغه باطل دي. دا حدیث امام بخاری او مسلم روایت کړیدی. د امام مسلم په روایت کې دي: چا چې یو داسې کړنه تر سره کړه چې په هغې باندې زمونږ د طرفه دلیل نه وي هغه به رد[واپس] وي.
حدیث د راوي پیژندنه د دې حدیث روایت کوونکې عائشه رضي الله عنها ده، عائشة رضي الله عنها د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه لور ده، د الله پیغمبر صلی الله عليه وسلم د ۶ کالو په عمر په نکاح کړه او د ۹ کالو په عمر یې ورسره واده وکړه، چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د مرګ پر مهال د ۱۸ کالو په عمر وه، د الله د پیغمبر صلی الله عليه وسلم نه یې ډیر علم زده کړی ؤ چې امت یې ورباندې خړوبه کړو، اولاد یې نه لرل، کنیت یې په ام عبدالله سره وه ، یا یې د خپل د خور ځوي عبدالله بن الزبیر په نوم ځان ته کنیت غوره کړی ؤ.[ام عبدلله بن الزبیر] د ځینې لغاتو معنی أحدث : داسې نوې کړنه باندې راتګ کول چې په اسلامي شریعت کې اصل ونه لري. أمرنا : زمونږ په دین کې. ما لیس منه: د اسلامې شریعت له مخې. رد: د مردود په معنی سره دی چې قبول نه دی، دا اسم مصدر دی. فعل یې [رَدَّ] دی، مصدر یې په معنی د اسم مفعول سره دی[مَرْدُوْدٌ]، مصدر د اسم مفعول په معنی سره راځي، عربي ژبه کې د دې دپاره شواهد شته، یو له هغې د [الْحَمْلُ] کلمه ده چې د محمول( بارکړی شوي) په معنی سره ده، څرنګه چې د الله پاک وینا ده: ((وَإن کن أولات حمل)) أی محمول. دې حدیث کې د الله پیغمبر صلی الله عليه وسلم په شرطية جملې سره بیان کړی چې چا د الله په دین کې نوی کار پیدا کړو؛ پداې حال کې چې دا د الله په دین کې کوم مستند ونه لري؛ دا عمل مردود او باطل دی. ځکه الله د انسان هغه عمل قبولوي چې د الله د راوړې دین برابر وي. د علماؤ ترمنیځ منلی شوې قاعده چې: (( أَنَّ الْاَصْلَ فِي الْعِبَادَاتِ الْحَظْرُ وَالْمَنْعُ حَتَّی یَقُوْمَ دَلِیْلٌ عَلَی الْمَشْرُوْعِیَّةِ)) اصل په عباداتو کې هغه منع [نه کول] ده تر څو چې د هغې په جواز باندې دلیل موجود شي. الله پاک فرمایلې دي: أم لهم شرکاء شرعوا لهم من الدین ما لم یأذن به الله )) دا په دوی باندی انکار دی. د دې اصل بر خلاف : ((فالاصل فی المعاملات والافعال والاعیان الاباحة والحل حتی یقوم دلیل علی المنع)) اصل په راکړه ورکړه، کارونو،جنسونو کې حلال والې او جواز دی؛ تر دې چې دلیل د منع موجود شي. پورته ذکر شوی حدیث د عباداتو پورې تړاو لري چې د انسان هدف د الله بندګې کول او هغې ته ځان نژدې کول دي. مونږ هغه چا ته چې یو کار عبادت ګڼي وایو: دلیل بیان کړه چې دا عمل عبادت دی؛ کنه ستا دا وینا باطله ده. دا حدیث یو لوی لیکنې او بیان ته ضرورت لري. لومړی عبادت او عادت پیژندل. مثال : د هلاکت او له مرګ نه ژغورل شوی سړي ته که وویل شي: ماشاء الله مبارک مو شه چې الله د هلاکت نه بچ کړی. هغه تاته ووایې: پر داسې مهال مبارکې ویل خو بدعت دی؛ دا وینا سمه نه ده، خکه چې دا رنګه کړنه ترسره کول د عاداتو نه ده؛ عبادت نه دی. په اسلامي شریعت کې د دې د پاره بیا دلیل شته، کعب بن مالک رضي الله عنه ته چې د هغه او د هغو د ملګرو توبه قبوله شوه، الله د هغوی په باره کې قرآني آیاتونه نازل کړل، په هغه اوږد حدیث کې صحابو ورته مبارکې وویله. له دې امله ډیرې مبارکیانې چې نن یې خلک یو بل ته ورکوي څوک یې بدعت نه شمیري، که څوک یې بدعت شمیري هغه هم په دلیل سره ورته بدعت وایي.