په يمن باندې د حبشيانو د واک دور :
د هغه وخت مومنانو ته د ذو نواس باچا د تعذيب د « دوس ذو ثعلبان » په نوم يو سړي پخپل اس باندې په شګلنه ځمکه کې د روم باچا قيصر ته د انتقام او بدلې اخستنې لپاره د مرستې کولو پناه يوړه ، او ترڅنګ يې ترې د ذو نواس باچا پر ضد د جنګايالو غوښتنه هم وکړه ، قيصر ورته وويل: ستاسو کلي کورونه زمونږ څخه ډېر زيات لري دي ، شايد دغه لرېوالی د نه کومک کولو ستر لامل وي ، خو ستا د مرستې لپاره به زه تا ته د حبشې باچا ته ستا په لاس ليک واستوم شايد مرسته دې په دې خاطر وکړي چې هغه خپله هم د عيسی – عليه السلام – په دين دی .
قيصر د حبشې باچا ته د « دوس ذو ثعلبان » سره د مرستې او د هغې د انتقام اخستنې امر وکړ .
دوس هم نجاشي ته د قيصر راستولی ليک په احترام وړاندې کړ ، نجاشي فوراً د « دوس ذو ثعلبان » سره د « ارياط » په نوم قائد لاندې اويا زره جنګيالي يمن ته واستول ، په دغې جنګياليو کې « ابرهه » هم شمول درلود .
ارياط د دوس ذو ثعلبان په شمول خپلې جنګي ليکي د بحر له لارې د يمن خاورې ته ننويستې ، د مقابلې لپاره وته ذو نواس د حمير د قبيلې په شمول د يمن ټولې قبيلې راوويستې خو بالاخره هم د جنګ پايله د ذو نواس او د هغه د لښکرو په شکست تمامه شوه .
کله چې ذو نواس د خپل جنګي لښکر شکست وليد ، خپل اس يې توند د بحر په لور وځغلو ، او په اوبو کې تر هغه حده ولاړ چې مرګ ترې طمعه توقع وه ، هلته تباه او له منځه ولاړ .
ارياط چې خپله حبشي و ، د ذو نواس د مرګ نه وروسته يې د يمن د واک واګې سمبال کړې .
په واک باندې د ابرهة او ارياط ترمنځ تريخوالی
ارياط لا هم هغسې د واک په ګدۍ ناست و چې د واک او اختيار د لاس ته راوړنې لپاره ورسره ابرهه کږې نسکورې شروع کړې ، هغه و چې به يمن کې نيم حبشيان د ارياط او نور سم نيم يې د ابرهة پلوي وکړه ، د دواړو لښکرو ترمنځ خونړيزه معرکه د پېل کېدو په حالت کې وه ، چونکه ابرهه ډېر ځېرکه او دانا و ، د بدن په لحاظ هم څربه او ښه ودان و ، په قد او قامت لنډ و ، ارياط ته يې وويل : د واک د لاس ته راوړنې لپاره ولې حبشيان سره پخپل منځ کې له تېغه تېروو ، خو د دواړو لښکرو په وړاندې به ما او تا د جنګ مېدان ته راوځو ، څوک چې مړ شو د واک پر ګدۍ به يې قاتل کيني ، ارياط چې له ونې څخه لوړ چاق او ښايسته سړی و ، خبره يې ورله سمه وبلله ، نېزه په لاس د مېدان په منځ کې ودرېد ، ابرهه چې خپله هم نصراني و د « عتوده » په نوم غلام يې د ځان نه وروسته ودرو ، ارياط په ابرهة يرغل وکړ غوښتل يې چې سر يې دوه پړقه کړي ، خو ګوزار پرې سم ونه لګېد او تندې ، پوزه ، وروځې ، سترګه او شونډې يې پرکنډ شوې ، له وروسته څخه پرې د ابرهه غلام عتوده حمله وکړه او ارياط يې له منځه يوړ ، هغه و چې په يمن کې ټول حبش د ابرهه تر ولقې لاندې په يو څپر راټول شول .