د ليکوال پيليزه
هغه وړانګينه ځلا چې د ورېځو د زوال په څېر يې د بدپرستۍ او ناپوهۍ ګردې تروږمۍ په زوال کړې ، ګرد انسانيت ته د الله پاک له لورې هغه راستولی شوی هدايت چې انسان يې د تمامو بدمرغيو او هلاک څخه وژغوره ، انسانيت يې له سترو مهلکو بې نورۍ او بې لارۍ څخه د سعادت په لور رهی کړ ، دنبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– جهادي ژوند د انسانيت د بقاء او بچاو لپاره تر ټولو روښانه صفحه ده ، د هغه ژوند ژواک د رحم او مهربانۍ او د ښې رويې ژوندۍ بېلګه ده ، د هغه ژوند ژواک د خالق او مخلوق سره د مناسبې رويې لوړ او ستر منار دی ، د نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– ژوند او سيرت د الله پاک په سپيڅلي کتاب کې په زرينو ځلا ځليږي ، الله پاک يې اړوند فرمايي : ( وَاِنَّکَ لَعَلی خُلُقٍ عَظِيْمٍ ) [ سورت ن : ۴ ]
ژباړه : ته پېغمبر – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– په لوړ او لويو اخلاقو سمبال يي .
ژوند يې له پخوا راهيسي د پياوړو تاريخ پوهانو په ارزښتناکو ليکنو کې وړانګينه ځلا لري ، د دغې مبارک ژوند پکې خورا خواږه حيرت انګيز لحظات لري .
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَرَضِيَ وَ أَنْعَمَ
تاريخ او سيرت ته لنډه کتنه :
د جاهليت په دور کې د پلار نيکه څخه راپاتې روايتونو پرته تاريخې ودې شتون نه درلود ، تاريخ هم هغه مهال د عربي ژوند ژواک اړوند حرکت درلود ، د پلار نيکه وياړونه ، د اتلولو او بې چورته مالي لګښت ، په ژمنې وفا کول ، د حسب او نسب او نور قومونه د ځان ملاتړي جوړولو څخه به د تاريخ ميچن چورلښت درلود ، که څه هم په دغې تاريخي پس منظر کې د بيت الله او د هغې د سبمالښت ، د زمزم د اوبو د راپورته کېدو ، د جرهم اود قريشو د سردارانو ، د مآرب بند ماتېدل او د خلکو تس نس کېدل ، د کاهنانو او دهغوی د سجعو اړوند ورپکې مات ګوډ معلومات وو چې د جاهليت د دور ټولنيز او سياسي او ديني اړخونه پکې په تفصيلي توګه نزدې ښه څېړل شويدي .
که څه هم د جاهليت د ټاټوبي د کهانينو او قيصو غونډې ګرمې وې ، او په روايتي بنسټ به له لويانو څخه کوچنيانو ته معلومات پاتې وو ، هغه و چې د اسلامي دين د ظهور وړاندې د نبوت ځېنې نښې نښانې راولاړې او څرګندې شوې ، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ کوچنيتوب مبارک او عامه طرز زندګي ، د پېغمبرانو حال او احوال او د صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعين د ژوند نوی پړاو ، د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د راز راز اغيارو او دښمنانو د اغتيال هلې ځلې ، د مشرکانو او يهودانو او نصرانيانو ترمنځ د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د ژوند بېلګې قيصې او اخبار رڼه چينه وه ، هغوی هم دغه اخبار د راويانو له مخې مشرانو نه کشرانو ته پاتې اثرات وښودل ، د ژوند د دغې نوي پړاو لپاره د قرانکريم اياتونه او نبوي حديثونه او د صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعين رښتنې ويناوې ژوندې بېلګه ده .
که څه هم قرانکريم په ليکلي بڼه شتون درلود خو ولې تر ډېره مهاله نبوي حديثنوه د ليک او قلمبندې څخه په کناره کې و ، خو حديثونه به د موثقو ( باوري ) جهاتو له لارې خلکو روايت کول ، دنبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ څخه د ابوسعيد الخدري رَضِيَ اللهُ عَنْهُ د روايت کړي حديث په بنسټ چې ( لاَ تَکْتُبُوْا عَنِّيْ شَيْئاً سِوَی الْقُرْآنِ فَمَنْ کَتَبَ عَنِّيْ شِيْئاً سِوَی الْقُرْآنِ فَلْيَمْحُهُ ) له قرانکريم پرته نور له ما څخه هېڅ شی مه ليکئ ،که چا د قرانکريم پرته نور څه ليکلي وي نو ليرې ( مټاو ، وران ) دي کړي .
په عامه توګه هېح چا هم د حديثنونو د ليکلو او نويشته کولو جرأت او زړه ورتوب نه شو کولای .
د حديثونو د نه ليکلو لامل ډاګيزه و چې تر څو نبوي حديثونه د قراني اياتونو سره ګډوډ نه شي ، د دغې نېکې موخې د لاس ته راوړو په خاطر د نه ليکلو خبره په وقتي توګه وه .
د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د واک په دور کې ( ۹۹ – ۱۰۱ هـ ) پورې خبره د تېر په څېر وه ، داسې ويل کيږي چې د حديثونو په ليکلي بڼه راټولولو باندې عمر بن عبدالعزيز رحمه الله څلوېښت ورځې استخاره وکړه ، الله پاک ورته د خير لاره خلاصه کړه او ابوبکر محمد بن عمرو بن حزم ته يې اجازه وکړه ، هغه په خپل ذهني محيط کې ضبط کړي ټول حديثونه نويشته کړل ، او نويشته شوي معلومات ( حديثونه ) يې د قلمرو بېلابېلو برخو ته واستول .
ابوبکر بن حزم رحمه الله دا مهال په مدينه باندې ګورنر و ، او په ( ۱۲۰هـ ) کې وفات دی .
د تېر په څېر عمر بن عبدالعزيز د امام مالک استاذ محمد بن مسلم بن شهاب زهري رحمه الله ته امر وکړ چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثابت حديثونه راغونډ کړي ، د امر سره سم هغه په کتابي بڼي ځېنې حديثونه راغونډ کړل .
له دې پړاو وروسته په حديثونو کې رنګارنګ ليکنې مسلمانانو پېل کړې چې د ځانګړي ترتيب او تنسيق سره يې هېڅ اړيکي نه درلودې ، بلکې ځېنو لا د تشريع د ځانګړو بابونو اړوند د حديثونو راغونډونې وکړې ، خبره تر دې حده ورسېده چې د نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– د حديثونو د راټولولو لپاره داسې ډول ليکنو شتون پېدا کړ چې د هغې د روزمره زندګۍ او د عامې زندګۍ لکه د هغه زېږدنه او رضاعت ان تر بعثت پورې يې ژوند په بابونو او مستقلو فصلونو وويشل شو .
له دې وروسته قريش د الله پاک دين ته رابلل او په مکه کې د قريشو په ځورونو او ربړولو تحمل او زغم ويستل او د غزاګانو او جنګي پلاوې لېږدونې او د جهاد نور اړوند ګرد متعلقات يې پکې په تفصيلي انداز څېړلي دي .
تاريخ پوهانو پکې د تاريخ د ليکنې نورې لارې هم غوره کړې دي ، ځېنو يې ليکنه د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د ژوند مبارک اړوند ځانګړې کړه تر څو خپل دين ته مايله ټنډه وخړوبوي ، ځکه چې دغه تنده ماتېدنه د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د مسلمانانو لپاره د نېکې نمونې او مهتدينو لپاره د لارې مشال و .
د سيرت خورا مشهور پياوړي ليکوالان :
د سيرت لومړی ليکوال عروة بن الزبير بن العوام ( ۹۲ هـ ) و ، بيا ابان بن عثمان ( ۱۰۵ هـ ) بيا وهب بن منبه ( ۱۱۰ هـ ) ورپسې شرحبيل بن سعد ( ۱۲۳ هـ ) او بيا ابن شهاب الزهري ( ۱۲۴ هـ ) او بيا عبدالله بن أبي بکر بن حزم ( ۱۳۵ هـ ) وو .
هېره دې نه وي چې د دې ليکوالانو دغه لاس ليکنې له منځه تللي دي ، که څه هم مات ګوډ ځېنې برخې يې د تاريخ په ځېنو کتابونو کې خوندي هم پاتې دي لکه تاريخ طبري ، او يا لکه د جرمني په ښار هيډلبرګ کې چې د وهب بن منبه د ليکنې ځېنې برخه نمونه پرته ده .
له دې څخه وروسته بيا د مؤلفينو لړۍ پېل شوه چې خورا شهرت يافته يې موسی بن عقبة ( ( ۱۴۱ هـ ) ، معمر بن راشد ( ۱۵۰ هـ ) ، او محمد بن اسحاق ( ۱۵۰ هـ ) وو .
بيا دريمه طبقه راڅرګنده شوه چې له جملې څخه يې يو هم زياد البکائي ( ۱۸۳ هـ ) واقدي ( ۲۰۷ هـ ) چې د مشهور کتاب ( المغازي ) ليکوال هم دی ، ابن هشام ( ۲۱۸ هـ ) ، او محمد بن سعد ( ۲۳۰ هـ ) چې د ( الطبقات ) په نوم ارزښتناکه ليکنه لري .
د ابن اسحاق سيرت :
د ليکوالانو په دغې ليکنو کې ارزښتناکه علمي او باوثوقه باور وړ ليکنه د « محمد بن اسحاق رحمه الله » سيرت دی ([1] ) ، چې د عباسيانو د واک د دور په لومړيو مرحلو کې يې نويشته کړی دی .
داسې ويل کيږي چې د محمد بن اسحاق په بغداد کې د ابو جعفر المنصور سره ليدنه کتنه وشوه ، د ابوجعفر سره چې خپل ځوي ( مهدي ) هم ناست و ، منصور له ابن اسحاق څخه وپوښتل دا پېژنې ؟ هغه ورته وويل : هو دا د اميرالمؤمنين ځوی دی ، منصور ورته وويل : د دې لپاره د آدم عليه السلام د پېدائښت له پېل څخه تر نن ورځ پورې ګرد معلومات راټول کړه ، ابن اسحاق پېل وکړ او لوی کتاب يې وليکه ، هغه ورته وويل : ابن اسحاقه ! دا خو دې لوی کتاب ليکلی دی ، کله لږ دې نچوړ کړ ډېر به ښه وي .
هېره دې نه وي چې دغه لوی کتاب د اميرالمؤمنين په مکتبه کې خوندي پاتې شو .
د ابن هشام سيرت :
د ابن اسحاق نه وروسته ابن هشام([2] ) راغی او نزدې يوه نيمه پېړۍ وروسته يې د زياد البکائي([3] ) د يو راوي په توسط د ابن اسحاق سيرت خلاصه روايت کړ .
د ابن هشام په روايت د ابن اسحاق د سيرت کتاب چې نن ځمونږ مخې ته پروت دی په دې اندازه نه دی ، بلکې ابن هشام د ابن اسحاق د سيرت ځېنې اړخونه د زيادت او اضافه کارۍ سره ، او ځېنې برخه يې په نچوړ او خلاصه کولو او څه يې هو بهو د هغه روايتونه ذکر کړيدي ، کله ناکله پرې نيوکې هم کوي او يا يې هم د نورو علماوو د روايتونو سره پرتله کوي ، هغه د کتاب په ليکلو کې خپله د ليکنې تګلاره د کتاب په لومړۍ برخه کې څرګنده کړېده .
د نېوکو او لنډېز باوجود بيا هم ابن هشام د ابن اسحاق د سيرت په کتاب کې د روايت او امانتدارۍ ځانګړی خيال ساتلی دی .
هېڅ يوه کلمه يې ورله رد و بدل کړې نه ده ، د نورو روايتونو سره د تعارض په مهال او يا هم د تېروتنې د اصلاح کولو ، او يا د لفظ د تشريح کولو څخه وړاندې خامخا وايي [ ابن هشام وايي ] .
که څه هم لنډېز د ابن هشام بنسټيز لامل دی ، له همدې کبله يې د اسمعيل بن ابراهيم عليهما السلام څخه وړاندې د پېدائښت پېل ، داسمعيل عليه السلام بچيان ، زياتره شعرونه او نور هغه حالات چې ابن هشام يې زيادت بولي او له سيرت څخه يې نه شميري ټو ل حذف کړيدي .
او نه هغه حوادث قابل ذکر بولي چې د راويانو تقتوب يې مشکوک وي ، خو که د ابن هشام د روايت کړي سيرت د اصل غوڅه پلټنه وکړی شي جوته به شي چې په روايت کې يې د امانت ډېر زيات خيال ساتلی دی ، او دا خبره له شک نه وتلي ده چې مخکني اسلامي علماوو کې دې خوي په لويه کچه شتون درلود .
………………………………………….
([1]) اسم کنية يې ابو عبدالله ، نوم يې محمد او د پلار نوم يې اسحاق او د يسار بن خيار لمسی و ، پلرنې ټاټوبې يې د کوفې لويديځه برخه کې د [ عين تمر ] نوم کلی و ، د ابوبکر رضي الله عنه د واک په دور ( ۱۲ هـ ) کې مسلمانانو فتحه کړ او د دې نيکه ( يسار ) پکې د قيس بن مخرمة بن المطلب بن عبدمناف غلام راوستل شو ، هغه و چې په ( ۸۰ هـ ) کال کې يې لمسی ( محمد ) په مدينه کې وزږېد ، محمد رحمه الله که څه هم خپله ځواني په مدينه کې تېره کړه ، خو ولې د ځېنو مصرينو په ملتيا مصر ولاړ ، بيا له هغه ځايه کوفې ته ، جزيرة العرب ، ري ، بصره او بيا بغداد ته ولاړ ، هلته يې د اجل داعي ته لبيک ووايه او په ( ۱۵۲ هـ ) کې وفات شو .
د دې اړوند ابن عدي وايي : [ محمد بن اسحاق چې د خت واکداران يې له هر څه نه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په غزواتو بوخت وساتل ، که له دې پرته هېڅ بل فضيلت اوغوره والی ونه لري دا يې بسنه کوي .
([2]) اسم کنية يې ابو محمد ، نوم يې عبدالملک د هشام ځوی دی ، په قام قبيل حميري و ، زوکړه يې په بصره کې شوېده او مصر ته ولاړ ، هلته يې د امام شافعي سره ليدل کتل وشول ، دواړه سره خپل منځ کې دعربانو د شعرونو زياته برخه يو بل ته زمزمه کړل .
ابن هشام دابن اسحاق د سيرت د تهذيبولو پرته نورې ليکنې هم لري ، يوه ليکنه يې د حمير په نسبونو او واکدارانو طبقه خلکو ليکلي ده ، او بل اثر يې د عربانو د شعرونو په غريبو الفاظو شرحه ليکلي ده ، په فسطاط کې په ( ۲۱۸ هـ ) کې وفات شوی دی .
([3]) اسم کنيه يې ابو محمد نوم يې زياد د پلار نوم يې عبدالملک او د نيکه نوم يې طفيل و ، د کوفې ميشتوال او په قام قبيله عامري و ، په بنو عامر کې د بکاء له کورنۍ څخه و نو ځکه ورته بکائي ويل کيږي ، بغداد کې يې خلکو ته مغازي د محمد بن اسحاق په روايت او فرائض د محمد بن سالم په روايت ښودل ، له بغداد څخه بېرته کوفې ته ستون شو .
ابن هشام به يې ډېر زيات قدر او احترام کو ، هغه د کتاب پېل کې وايي : [ د ځېنو داسې خبرو له ليکلو څخه مې ډډه وکړه چې بد بريښي او نور ځېنې داسې و چې په خلکو ښه نه لږېدل ، او ځېنې نور معلومات داسې وو چې د بکائي روايت درست نه بلل ] .