عَنْ أَبِيْ أُمَامَةَ الْبَاهِلِيِّ رضي الله عنه يَقُوْلُ: سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله عليه وسلم يَخْطُبُ فِيْ حَجَّةِ الْوَدَاعِ؛ فَقَالَ: (اتَّقُوْا اللهَ رَبَّكُمْ, وَصَلُّوْا خَمْسَكُمْ, وَصُوْمُوْا شَهْرَكُمْ, وَأَدُّوْا زَكَاةَ أَمْوَالِكُمْ, وَأَطِيعُوْا ذَا أَمْرِكُمْ، تَدْخُلُوْا جَنَّةَ رَبِّكُمْ”) (جامع الترمذي, حديث شمېر: 616)
د ابو امامه الباهلي رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : چې ما د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي د حجة الوداع د خطبې او بيان په مهال چې هغه اوفرمايل : د خپل رب او پر ور دګار نه ويره کوې ، او دپنځه لمونځونو پابندې کوې ، او درمضان دمياشتې روژه نيسې ، او دخپلو مالونو زکات ورکوې ، او دخپل مشر تابعدارې کوې ، نو تاسو به جنت ته داخل شې .
د راوي پېژندنه:
ددي حديث راوي ابو امامه صدي بن عجلان بن وهب الباهلي رضي الله عنه دی ، دډير فضيلت او زهد خاوند وو ، او دالله تعالی په لاره کې جهاد کولو سره يي ډيره مينه درلوده د بدر دغزا نه علاوه په نورو ټولو غزاګانو ګښې دنبي کريم صلی الله عليه وسلم سره شريک شوی دی ، او دبدر د غزا په مهال دنبي کريم صلی الله عليه وسلم په امر باندي دخپلې بوډې مور دخدمت لپآره پاتې شوی وو، او دنبي کريم صلی الله عليه وسلم د فات نه روستو بيا دخلفاء راشيدينو په زمانه کې هم په ډيرو جنګونو کې شريک شوی دی .
دده نه د احاديثو په کتابونو کې د نبي کريمr صلی الله عليه وسلم دوه سوه پنځوس (۲۵۰) احاديث نقل دي .
ابوامامه الباهلي رضي الله عنه په شام کې اوسيدلو ، او په کال يو اتيا (۸۱) هجرې کې د حمص په علاقه کې وفات شوی دی
ددي حديث د فوائدو څخه :
1- د الله تعالی نه ويريدل، اود فرض لمونځونو پابندي کول او درمضان دمياشتې روژې نيول، او زکات اداکول ، جنت ته د داخليدلو سببونه دي .
2-د الله تعالی تابعدارې کول ، او دهغه نه ويريدل او دهغه سره مينه کول او دهغه تعظيم کول او دهغه د نافرمانۍ نه ځان ساتل ديته تقوی وايي .
3-د اسلامي امت د خلفاو بادشاهانو او علماو تابعداري واجب ده چې کله د اسلامې تعليماتو خلاف نه وي ، ځکه چې د مخلوق تابعدارې په هغه صورت کې نشته کله چې دهغې دوجې نه د خالق نافرمانې لازميږي .