د (جاه) حرمت (طفیل) کلماتو سره دعا غوښتل بحق فلان. بحق انبیاء بحق مسجد الحرام یعنی د فلانکی په واسط یا د نبی په واسطه ا. داسی نور بدعی الفاظو سره دعا غوښتل:
———————————–
لکه د باړی پیر سیف الرحمان مریدان ,صوفیان ,نقشبندیان چشتیان وغیره نوری باطلی ډلی دا سی الفاظو سره دعا غواړی:
———————————–
داټولی دعا ګانی د ځان نه جوړی کړی شوی دی څوک چه د حدیثو کتابونه ګوری نو داسی دعا به چرته هم بیا نه مومی او داخبره هر چاته معلومه ده چه دعا عبادت دیی او دعبادت بنیاد په توقیف او اتباع باندی دی نه په هواهش او ابتداع باندی. نبی علیه السلام مونږ ته داسی جامع دعا ګانی راښودولی دی چه دهغی په موجودګی کی مونږ د ځان نه جوړی کړی شوی لکه بعضی جاهلانو جوړی کړی دی دغه قسم دعا ګانو ته محتاج نه یو’.هغه څوک چه یو شرعی کلمه په بدعی کلمه باندی بدلوی هغه له داویره پکار ده هسی نه چه عذاب ورباندی رانازل شی لکه څنګه چه بنی اسرایلو باندی نازل شوی وو هرکله چه ورته اوویل شو(حطّمة) وای یعنی ایی الله! زمونږ ګناهونه ابښی نو دوی هغه بدل کړو او (حنطّة) یی ویلی .یعنی مونږ له غنم پکار دی….نو بیا پری عذاب راعلی لکه الله تعالی فرمای:فانزلنا علی الذین ظلموا رجزا من السماءِ بما کانو یفسقون…نو مونږ ظالمانو خلقو باندی د بری سخت عذاب نازل کړو..ځکه چه دوی دالله نا فرمانی کوله….
———————————–
صحیح البخاری 1/288 کښ د براءبن عازب رضی الله عنه نه روایت دی چه ده ته نبی علیه السلام د خوب دعا ورښودله چه الفاظ یی دا دی(وبنبیک الذی ارسلت) براء بن عازب رض فرمای چه ما دا دعا نبی علیه السلام ته اولوستله ..او هرکله چه (اللهم آمنت بکتابک الذی انزلت ) ته ورسیدم نو ما داسی اوویل (ورسولک الذی ارسلت) یعنی د نبی په ځای می رسول لفظ ذکر کړو…..نو نبی علیه السلام اوفرمایل:نه / داسی وایه:!(وبنبیک الذی ارسلت)….نو ددی حدیث نه معلومه شوه چه د شرعیت کلمی بدلول جایز ندی..او کومی دعا ګانی چه پاس په سوال کښ ذکر شوی دی نو هغه بدعت دی لکه صاحب هدایه فرمای….دانسان لپاره دامکروه دی چه داسی دعا وکړی. اسالک بحق فلان,او بحق انبیایک ورسلک)ځکه په خالق باندی د مخلوق هیڅ حق نشته_
———————————–
ملا علی قاری رح فرمای:په شرح فقه اکبر ص1611 کښ : ابوحنیفه رح او صاحبین رح وای – مکروه ده چه یو سړی اوای!(اسالک بحق فلان او بحق انبیایک ورسلک ,وبحق البیت الحرام والمشعر الحرام )وغیره الفاظو سره دعا اوغواړی ځکه دهیڅ انسان په الله باندی حق نشته…
امام ابن قیم رح په الجواب الکافی 222 صفحه کی فرمای….ډیر داسی جاهلان خلق شته چه د فقیرانو او مشایخو په محبت او د دوی قبرونو ته په باربار ورتلو او دوی ته په عاجزی کولو او ددوی نه سفارش او وسیلی په طلب کولو او د دوی په هغه حق او حرمت باندی کوم چه الله سره په دی څیزونو باندی دهوکه خوری…
———————————–
د (جاه)(حرمت) یا طفیل په الفاظو سره دعا کول متاخرینو جایز کړی دیی او په خپلو کتابونو کی یی جواز او تصریح کړی ده. دارنګه صوفیانو په خپلو سلسلو او شجرو کښ لیکلی ده او بعضی دیوبندیانو لکه رشید احمد صاحب په فتاوی رشدیه کښ جایز کړی ده نو دا په دی تاویل باندی کوم چه علامه آلوسی په خپل تفسیر کښ ذکر کړی چه ګنی دا الفاظ دالله په صفت باندی وسیلی ته راجع دی دغه شان لفظ (طفیل)په معنی داتباع سره دیی لکه د دی لفظ تصریف په دی دلالت کوی نو د دی رجع. په عمل صالحو سره وسیلی طرف ته راځی خو لیکن داخبره پټه نده چه کوم خلق په دی کلماتو. باندی توسل کوی. په هغی کښ اکثر د دی تاویلونه نه غافل دی لهذا دوی لپاره په دی کلماتو وسیله نیول جایز ندی.