9- عَنْ أَبِيْ أَيُّوبَ الأَنْصَارِيِّ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللهِ صلی الله عليه وسلم إِذَا أَكَلَ أَوْ شَرِبَ قَالَ: (الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِيْ أَطْعَمَ وَسَقَى، وَسَوَّغَهُ، وَجَعَلَ لَهُ مَخْرَجا) (سنن أبي داود, حديث شمېر: 3851).
ابو ايوب الانصاري رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : د الله رسول صلی الله عليه وسلم چې به کله خوراک يا څښاک اوکړو ، نو دا دعاء به يي لوستله: (الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِيْ أَطْعَمَ وَسَقَى، وَسَوَّغَهُ، وَجَعَلَ لَهُ مَخْرَجا) ټول صفتونه د کمال الله تعالی لره دي چې مونږ ته يي خوراک او څښاک راکړه ، او اسان يي کړه دهغې تيردل په مرې کې او ويي ګرځوله د هغې دوتلو لپاره لاره .
د راوی پېژنده:
ددي حديث راوي ابو آيوب الانصاري رضي الله عنه دی ، دده نوم خالد بن کليب الخزرجي النجاري جليل القدر انصاري صحابي دی او چې کله د دوهم ځل لپاره د مدينې خلکو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره بيعت کولو ، نو دا هم په دغه بيعت کولو کې موجود وو ، او همدارنګه د ( بدر ) ( احد ) او په ټولو غزاګانو کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره شريک شوی دی .
ډير صبرناک او دالله په لاره کې يي د جهاد سره ډيره مينه درلوده .
کله چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم مدينې ته هجرت اوکړو ، نو داول ځل لپاره د ابو ايوب الانصاري رضي الله عنه په کور کې ديره شه ، تر دي پوري چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم خپل کور او مسجد تعميرکړو .
ابو ايوب الانصاري رضي الله عنه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه يو سلو پنځه پنځوس (۱۵۵)آحاديث روايت کړي دي .
ابو ايوب الانصاري رضي الله عنه د قسطنطينې د غزا په مهال چې دهغې مشري ديزيد بن معاويه رضي الله عنه په غاړه وه وفات شو په کال دوه پنځوس (۵۲) هجري کې او ددي په اړوند څه نور اقوال هم شته او دجنازې لمونځ يي يزيد ادا کړه او د قسطنطينې د قلعې د ديوالونو بيخ ته دفن کړی شو .
ددي حديث له فوائدو څخه :
1-پاک او حلال زرق د الله تعالی د نعمتونو له جملې څخه دي ، بايد ده چې يو مسلمان بنده ددي په مقابل کې دالله تعالی شکر ادا کړې .
2-دالله تعالی په نعمتونو کې فکر سوچ کول د غوره عبادتونو د جملې څخه دی .
۳- يو مسلمان بنده بايد خپل خالق رازق او پيژني ، او دهغه ثناء او صفتونه بيان کړې ، او دهغه شکر ادا کړې ، او د هغه د عبادت او معرفت نه غافل نشي .
أَفْضَلُ الكلام عند الله: سُبْحَانَ اللهِ وَبَحِمْدِه .
( سبحان الله وبحمده ) د الله تعالی په نيز باندي غوره کلمات دي .