ټولو فقهاء او په ځانګړي وروستني علماء ددې په اړه ډیرې ښایسته ویناګانې لري .
دا چې د نشه يي توکو استعمال صحي، اجتماعي ، اخلاقي ، مادي، اخروي ، او دنیوي ضررونه لري، نو له همدې کبله اکثر فقهاء ددې په حرمت قول کړی دی.
۱ـ مشهور حنفي عالم ابن عابدین په خپل کتاب تنقیح الحامدیة کې لیکي : که دنشه یي توکو داستعمال ضررونه ثابت او معلوم شي، چې پدې کې هیڅ فائده نشته نو ددې په حراموالي فتوی ورکول جائز دي.
۲ـ محمد العیني په خپله رساله تحریم التدخین کې په څلور ډوله د تنباکو او نشه یي توکو داستعمال حراموالی بیان کړی دی:
۱ـ معتبرو ډاکټرانو په تجربو ثابته کړېده چې دتنباکو استعمال دصحت لپاره ډیر ضررناک دی او مضر شیان په دین اسلام کې حرام وي.
۲ـ دا اتفاقي خبره ده چې دا شیان انسان نشه کوي او نشه دار شیان شرعا ناروا دي.
۳ـ دا بدبویه او چټل شیان دي ، او هغه څوک چې دا شیان نه استعمالوي هغوي ته ددې څخه تکلیف رسیږي، او تکلیف رسول مسلمان ته ناروا دي.
۴ـ په نشه یي شیانو پیسې خرچ کول تبذير او اسراف دی چې ددې نه هم قرانکریم کې منع راغلې ده چې تبذير او اسراف مه کوئ ،
۳ـ ابوا لحسن مصري چې دا هم حنفي عالم دی فرمایي: هغه اثار چې صحیح ثابت دي او عقلي صریح دلایل دا خبره هم په ډاکه کوي چې نشه يي توکي استعمالول حرام دي.
۴ـ امام عبدالرحمن چې شافعي عالم دی فرمایي: نشه کول یو ځل یا دوه ځل ګناه کبیره نه شمارل کیږي مګر همیشوالی ټولې صغیره ګناهګانې په کبیره ګناه بدلوي او صغیره ګناه په پنځو شیانو کبیره ګرځي:
» همیشوالی کول په صغیره ګناه.
» ګناه ته سپک کتل او پرواه یې نه کول.
» په ګناه کولو خوشحاله کیدل
» دګناه سره سره فخر او تکبر کول.
» وړه ګناه که چیرته داسې سړی وکړي چې خلک ورپسې اقتداء کوي هم کبیره شمیرل کیږي.
ددی نه علاوه نور علماء اوفقهاء هم شته چې دنشه یي استعمالولو ته يي حرام ویلي دی خو په همدې به اکتفاء وکړو .
او علماء نه علاوه پدې باندې ډیر ډاکټران او حکیمان ، اوحتی چې عوام هم ددې په ضرر قانع دي .