عَنْ أَبيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم: ( لاَ تَجْعَلُوْا بُيُوْتَكُمْ قُبُوْرًا, وَلاَ تَجْعَلُوْا قَبْرِيْ عِيْدًا، وَصَلُّوْا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلاَتَكُمْ تَبْلُغُنِيْ حَيْثُ كُنْتُمْ ) (سنن أبي داود, حديث شمېر: 2042)
د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : د کورونو نه قبرونه مه جوړه وې ، او مه نيسۍ ځما قبر په شان داختر ( چې خلک ورته راجمع کيږي ) او په ما باندي درود وايئ ، ځکه چې ستاسو درود ويل ماته رارسيږي په هر ځاي کې چې تاسو يئ .
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-بايد په کورونو کې نفلې لمونځونه او دالله تعالی ذکر دعاګانې او همدارنګه دقران کريم تلاوت اوکړی شي ترڅو داکورونه د قبرونو په شان نشې .
2-دا حديث امت مسلمه د دينه منع کوي چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په قبر باندي داسې راجمع شي لکه څنګه چې په اخترونو کې راجمع کيږي ځکه چې په دي کې ډير تکليف وي او همدارنګه بعض خلک د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په تعظيم کولوکې د حد نه تجاوز او زيا تی هم کوي .
3-داحديث لار ښونه کوي چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم قبر اودهغه نه سوا دبل چا قبر وغيره ته سفر کول جائز نه دي .
۴- يو مؤمن بنده بايد په نبي کريم صلی الله عليه وسلم باندي درود اووايي او دهغه سره مينه او محبت اوکړې .