اول: الجهل بمقاصد الشریعة……… د شریعت د مقاصدو نه ناخبرتیا دویم:الفرقة والتفرقة ومقاربة الجماعة تفرق ,,فرقه بازی او دحق پرستو نه جدا کیدل دریم:الجدل. والخصومة,, بی ځایه جنګ جګړی کول _ څلورم : اتباع الهوی….. دخواهشاتو تبعداری کول_ پنځم:تقدیم العقل علی النقل ,, خپل یا دبل سوچ په نقل باندی مخکښ کول یعنی د قران او حدیث په مقابله کښ خپلی عقلی خبری بیانول_ شپږم:الجهل باسنةِ;…….. دنبی علیه السلام د سنتو او احادیثو نه ناخبرتیا او جهالت لکه دا دعامو خلکو خصوصاً مقلدینو عام مرض دی_ اووم:الخوض فی المتشابه_ په متشابهاتو کښ بحث او مباحثی کول_ اتم: اتباع المتشابهات….. دمتشابهاتو پیروی کول او صریح محکم ایتونه او حدیثونه پریښودل_ نهمه علامه: معارضة السنةِ بالقران_ د نبی علیه السلام دحدیث په مقابله کښ قرآن پیش کول _یعنی د صحیح حدیث پریښودلو دپاره دا بهانه کول چه په قران کښ خو ددی خلاف حکم موجود دیی_ته به وای چه دوی د نبی علیه السلام او صحابه کرامو رضی الله عنهم نه په قران او حدیث ښه پوهیږی_ لسم: والتغالی فی تعظیم بعض الاشخاص” دبعضی خلکو په تعظیم او احترام کښ دحد نه تیریدل -لکه څنګه چه مقلدین دامام ابوحنیفه رحمه الله بی دریغه بی سر او ښپو فضایل بیانوی _لکه درمختار. اول جلد او فتاوی برهنه ص:26 اوګوری) یولسم: التشبه بالکفار_ کفارو سره په عمل کښ مشابهت اختیارول _لکه کفار هم قران او حدیث بد ګنړی او دوی هم د نبی علیه السلام سنت او طریقی بدی ګنړی کوم چه ددوی دخود ساخته مذهب خلاف وی _ دولسم: اطلاق الالقاب علی اهل السنةِ” اهل السنت یا اهل حدیث په غلطو نومونو یادول. لکه چه وای دا دانګریز پیداوار دی. دوی بی ادبه دی یا پرویزیان دی او داسی نور نومونه او تهمتونه تړی او حال داچه داټول مرضونه په همدوی بدعتیانو کښ موجود دی _ دوستانو دغه یو څو د اهل بدعت علامی دغه علامی چه مو چا کښ لیدلی نو ځان تری ساتی هسی نه چه ګمراه مو کړی او دقران او حدیث نه به درله زړه تور کړی نه به ورسره محفل کښ کینی نه درس کښ او کوشش کوی د دغه علاماتو والا مسجد وی نو مونځ پکښ هم مکوی..