په یو مجلس کی دری طلاقه په یو طلاق حسابیږی: مخکی مونږ د دی مسلی اوله برخه لیکلی وه چه هغه په احادیثو مشتمله وه او وس دویمه برخه لیکو چه دا په قرانی آیتونو مشتمله ده بی له تعصبه یی ولولی: الله تعالی فرمایی: (الطلاق مرتان فامساک بمعروف او تسریح باحسان) (رجعی شرعی طلاق ورکول دوه کرته دی ,بیا خو یی یا راټینګول د ښځی دی په ښه طریقه او یایی پریښودل دی په ښه شان سره) یعنی په یو طهر کی به یو طلاق ورکوی ,په دوهم طهر کی بل طلاق ورکوی ,څوک چه په یو ځل دری طلاقه ورکوی نو دَ (الطلاق مرتان) مصداق او مقصد څه شو ? په دی وجه دا مشروع نه ,بلکه د قران کریم خلاف ده, نو ځکه به ورته اعتبار نه وی_(اغاثة اللفهان:302/1) بل آیت کی راځی:( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ ۚ مِّن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ) په دی آیت کی (ثلاث مرات)ذکر شوی دی نو ښکاره خبره ده چه د دینه دری بیل بیل مراد دی نه په زمانه واحده کی لکه خپله ده دی وضاحت همدغه آیت کی راغلی دی چه د صبا نه مخکی وخت ,غرمه او د ماسخوتن نه وروسته وخت دی_ په بل آیت کی راځی :(نحن نعلمهم سنعذبهم مرتین) (مونږ دا منافقین پیژنو. زر دی چه دوی ته به دوه ځلی عذاب ورکړو) نو دوه ځله عذاب ورکولو نه مراد دوه بیل بیل وختونو کی عذاب ورکول دی. دا رنګه مفسرینو هم د (الطلاق مرتان) وضاحت داسی کړی دی: امام رازی لیکی: طلقوامرتین یعنی دفعتین (تفسیر کبیر :2/260/) دوه ځله یعنی دوه جدا جدا وختونو کی ورته طلاق ورکړی ) دغه شان هغه لیکی:(ان الطلاق المشروع متفرق لان المرات لاتکون الا بعد تفرق بالاجماع. بعنی شرعی طلاق. په بیل بیل کرت سره راځی په دی باندی اجماع چه چی مرتان به هغه وخته موجودیږی چی بیل بیل طلاقونه ورکړی شی) ابوبکر جصاص حنفی لیکی:(دوه طلاقونو ته هغه وخت مرتان ویل کیږی کله چه بیل بیل وخت کی ورکړی شی که دری یا دوه طلاقه په یو ځل ورکړی شی نو مونږ دا نشو ویلی چه ده دوه کرتی طلاق ورکړو داسی مثال دی لکه یو کس چاته دوه روپی په یو ځل ورکړی نو دا نشو ویلی چه ده دوه کرته روپی ورکړی) مشهور مفسر ابوحیان رح په خپل تفسیر البحر المحیط 463/2/ کی هم وایی: (کله څوک ووایی :ته دی دوه یا دری طلاقه یی نو دا خو یو لفظ دی نو په دی وجه به د دی معنی هم یوه وی ځکه د یو لفظ دوه یا دری معنی کیدل محال دی) امام نسفی په مدارک التنزیل کی هم داسی لیکلی کم چه ابوبکر جصاص لیکلی مقصد یی یو دی_ الغرض: د دی آیت کریمه او د مفسرینو د وضاحت نه دا مسله معلومه شوه چه طلاق رجعی ورکول دوه کرتی دی او د طلاقونو په مینځ کی وقفه ضروری ده ,اوس کله څوک دوه یا دری طلاقه په یو ځل ورکړی,مثلاً ووای: ته په دری طلاقه طلاقه یی یا ماتاته دری طلاقه درکړل نو ده چونکه دوه دوه کرتی بیل بیل طلاقونه نه دی ورکړی,نو په دی وجه دا به صرف یو طلاق حسابیږی ځکه په فعل کی خو په زمانه واحده کی (مرتان)جمع کیدل ناممکن دی_ (زادالمعاد:4) دی باره کی ګڼو. معتبرو مفسرینو او شارحینو(خصوصاً احنافو) دا وضاحت کړی دی چه د طلاقونو په مینځ کی وقفه او جدا ولی کول ضروری دی(تفسیر مظهری,فیض الباری,تفسیر مدراک,حاشیة النسای للشیخ محمد تهانوی. مولانا اشرف تهانوی احکام القران للجصاص) دا رنګه قران کریم کی دی:(واذا طلقتم النساءفبلغن اجلهن فامسکوهن بمعروفِِ او سرحوهن بمعروفِِ)(الطلاق2) بیا کله چی طلاقی شوی ښځی خپلی نیټی (عدت ختمیدو)ته ورسیږی نو هغوی دی یا په صحیح طریقه ځان سره خپلی ښځی کړی ,یا دی په خی طریقی سره د ځان نه بیلی کړی_ د پورتنی آیتونو نه معلومیږی چه د طلاق نه پس سړی ته دَ رجوع کولو حق شته ,نو څوک چه د یو مجلس دری طلاقه په دری حسابوی هغه دی سړی ته (دَ امساک بالمعروف,او رجوع کولو)کومه لار پریښوده?!! (وبعولتهن احق بردهن فی ذالک ان ارادو اصلاحا ) یعنی دَ دطلاق شوو ښځو میړونه د دی ډیر لایق دی چه دا طلاق شوی ښځی په عدت کی دننه دننه بیرته واپس راوګرځوی_ که څوک دری طلاقه په یوځل ورکړی او بیا ورباندی په دری حساب کړی شی ,نو ده ته دَ(رد)موقع په لاس ورنغله!! لهذا دری طلاقه به په یو حسابیږی همدغه د قران او حدیث فیصله ده او کومه فتوی چه د عمر رض ده نو هغه د عمر رض خپله رایه ده خپل اجتهاد یی دیی چه هغه وخت یی د ضرورت پر اساس نافذ کړی وه, او مونږ د رایی او اجتهاد په تبعداری مکلف نه یو بلکه د قران او حدیث به تبعداری مکلف یو