د طلاق ډیره پیچیده مسله ده ان شاءالله مونږ یی د قران او حدیث په رنړا کی بیانوو _
هیڅ قِسم تعصب په دی لیکنه کی نیشته او تاسو هم تعصب ترک کړی او بی له تعصبه یی ولولی .جزاک الله خیرا_
دا مسله مو په دوه برخو ویشلی ده چه اوله برخه یی په احادیثو مشتمل ده او دوهمه یی په قرانی آیتونو_
——————————————–
اول دلیل : ابن عباس رضی الله عنه فرمایی: دری طلاقه د نبی علیه السلام په زمانه کښی او د ابوبکر رض زمانه کی او د عمر فاروق رض زمانه کښ په ابتداءکښ. په دوه کلونو کښ یو طلاق حسابیدو. بیا عمر رض خلقو سره د مشوره وکړه چه خلق طلاق زیات ورکوی که دا طلاقونه دری ه دوی نافذ کړی شی نو ښه به وی نو په خلقو ي دری نافذ کړل.(رواه مسلم 1/484/488)
دا حدیث په دی مسله واضح دلیل دی چه په یو ځل ورکړی شوی دری طلاقه په یو طلاق رجعی حسابیږی
——————————————-
دویم دلیل:ابن عباس رضی الله عنه نه روایت دی چه دَ مطلب ورور رکانه رض خپلی ښځی ته دری طلاقه ورکړل بیا هغه په دی باندی سخت خفه او عمژن شو دی وایی چه د ده نه نبی علیه السلام تپوس وکړو چه څرنګه طلاق دی ورکړی? هغه اوویل: ما دری طلاقه ورکړی,نبی علیه السلام ورنه تپوس وکړوچه په یو مجلس کی ? هغه وویل:هو ! نبی علیه السلام ورته وفرمایل: دا خو یو طلاق دی,که خوښه دی وی رجوع ورته وکړه ابن عباس رضی الله عنه واي چه رکانه رض رجوع وکړه_
بل روایت کی دی چه :رکانه رض عرض وکړو ,یا رسول الله ما خو دری طلاقه ورکړی ! نبی علیه السلام ورته وویل : زه پوهیږم,رجوع ورته وکړه,بیا یی دا ایت تلاوت کړو:(یا ایها النبی…..الایة)
تخریج:(اخرجه احمد.1/265) رقم 2266.وابویعلی 3/64)وفی طبع اخر4/2500/وعبدالرزاق2/390/والبهیقی339/8/والمسند الجامع رقم6494)
—————————————–
حافظ ابن حجر لیکی:
وهذا الحدیث نص فی المسالة لا یقبل التاویل الذی فی غیره. من الروایت الانی ذکرها(فتح الباری362/9)
ابن حجر وایی:دا حدیث پدی مسله صریح دلیل دی چه د هیڅ تاویل ګنجایش پکی نیشته کوم تاویلونه چه په نورو روایاتو کی کولی شی هغه دا حدیث بلکل نه قبلوی:
قاضی شوکانی لیکی:(دا حدیث په مذکوره مسله صریح دلیل دیی)(نیل الاوطار)
——————————————
دریم دلیل: امام مسلم په خپل کتاب کی داسی حدیث نقلوی:
(ابو الصهباءرحمه الله ابن عباس رضی الله عنه ته عرض وکړو ایا تاته پته شته چه دری طلاقه د نبی کریم علیه السلام اود ابوبکر رضی الله عنه په زمانه کښ او دری کاله د عمر رض په خلافت کښ په یو طلاق (رجعی)حسابیدل? ابن عباس رض ورته وویل :هو!)
(مسلم 2690/ ابوداود 1881/الطبرانی فی الکبیر238/9/دارقطنی36/4/البهیقی السنن الکبری338/8/ النسای45/6/)
——————————————
دا حدیث هم په مذکوره مسله صریح دلیل دیی چه دری طلاقه په یو رجعی طلاق حسابیږی. او بله مسله ورنه دا معلومه شوه چه دا حکم منسوخ شوی هم ندی که چرته منسوخ وی نو ابن عباس رض به خپل شاګرد ته ویلی وی چه هاو مخکی وو بیا منسوخ شو!!
——————————————-
څلورم دلیل: څلورم دلیل:خپله د ابن عباس رضی الله عنه فتوی ده ,چه دری طلاقه یو شماریږی:لکه ابوداود کښ دی:عن عکرمة عن ابن عباس :اذا قال :انت طالق ثلاثاً بفم واحدِِ فهی واحدة_(ابن عباس رض فرمایی کله چه خاوند خپلی خزی ته په یو ځل دری طلاقه ورکړی نو دا یو طلاق دیی)_
په یو بل صحیح حدیث کی د طاوس رح نه نقل دی :
والله ما کان ابن عباس یجعلها الا واحدة.(عون المعبود2/238)
قسم په الله ! ابن عباس به دا (طلاقه ثلاثه) د یو طلاق نه غیر بل څه نه ګڼل)
د دی روایت سند بیخی صحیح دی او جناب طاوس پدی خبره قسم کوی چه ابن عباس به دری طلاقه یو ګڼلو_
طاوس رح هغه څوک دی چه د ده باره کی ابن حجر فرماي: (زاوس ثقه,فقیه,لقبه,فاضل شخص دی)(تقریب التهذیب)
عمرو بن دینار رح نه نقل دی:مارایت احدا مثله. (الکاشف40/2)
ما د طاوس پشان هیڅوک نه دی لیدلی_
—————————————–
د ابن عباس رضی الله عنه دا حدیث اګر که موقوف دی لیکن حکماً مرفوع دی په دی کی د اجتهاد هیڅ دخل نشی کیدایی بلکه دصحابی یو داسی قطعی فیصله په نبوی فیصله باندی موقوفه وی.
دا رنګه که موقوف هم شی نو د ترجمان القران فتوی ده دی باره کی یو زبردست او قوی دلیل جوړیږی ځکی مخکی د ابن عباس رض مرفوعاً دلایل نقل شول (اغاثة اللهفان 53/1)
—————————————–
پنځم دلیل: د امیر المومنین علی بن ابی طالب رض عبدالله ابن مسعود,عبدالرحمن ابن عوف. عبدالله بن زبیر(او یو روایت کی ابوموسی اشعری )رضی الله عنهم اجمعین_دی پنځو جلیل القدرو صحابه کرامو نه هم دا شان فتوی نقل ده چه په یو ځل دری طلاقه (یو طلاق رجعی )حسابیږی لکه ابن حجر رح په فتح الباری کی لیکی:نقل علی وابن مسعود وعبدالرحمن بن عوف,والزبیر مثله نقل ذالک ابن مغیث فی کتاب الوثایق.
(ومثله فی:التحریر والتنویر لابن عاشور2/419/فتاوی اسلامیه3/281/لابن باز. نیل الاوطار16/8اغاثة اللهفان لا بن قیم)
—————————————–
شپږم دلیل: هر کله چه.عمر رضی الله عنه دری طلاقه نافذ کړل نو دی باره کی یی څه دلیل ذکر نه کړو صرف دومره یی وویل: فلو امضیناه علیهم _یعنی که چیری مونږ په دی خلکو دری طلاقه نافذ کړو نو دا به ښه وی_
لهذا دا یوه سیاسی فیصله وه چه د دی اقرار خپله حنفی علماوو کړی دی او د هغو خلکو لپاره ده چه څوک طلاقونه زیات ورکوی_
—————————————-
اوس هم که څوک بی پروا وی او طلاقونه زیات ورکوی او دا ورته خه معلومه وی چه په یو ځل دری طلاقه ورکول حرام او بدعت دیی نو په هغه د عمر فاروق رض فیصله نافذولی شی_
لیکن څوک چه داسی نه وی مثلاً بلکل په دی خبر نه وی چه دری طلاقه په یو ځل ورکول هم ګنی څه ګناه ده !!یا په ټول عمر کی ورنه یو ځل دا کار وشی او یا خو دا فکر کوی چه د ښځی نه د خلاصیدو صحیح طریقه بس دا دری طلاقه په یو ځل ورکول دی,لکه نن صبا د دین نه د بی خبری او جهالت په وجه د عامو خلکو دا حال جوړ شوی .نو پدی صورتونو کی به په دغه خلکو د پورتنی ذکر شوو حدیثونو مطابق فیصلی کولی شی,چه دری طلاقه به یی په یو رجعی طلاق حسابیږی_