د دعوت لپاره د انټرنیټي پاڼو د جوړښت اهمیت د هر فکر او عقیدې خاوندان غواړي چې خپل فکر او عقیده تر نورو ورسوي، او هدف ته د رسیدو لپاره د خپل وخت د وسایلو څخه استفاده کوي، اوس چې مونږه د انټرنیټ په زمانه کې قرار لرو، او یوه ډېره برخه ملګري ورته لاسرسي هم لري باید د خپل پیغام او اواز رسولو لپاره ده انټرنیټ نه ګټه پورته کړو. پوهېږئ! هغه څوک چې مونږ يي باطل ګڼو او دښمن ورته ووایو د انټرنیټ په ډګر کې زمونږ نه څومره مخکې دي، بې لارې شوي ډلې ټېلې، خوځښتونه، یواځې په پښتو ژبه کې په سلګونو انټرنیټي پاڼې لرې او هره ورځ مو بې لارې او وطن دښمنې ته را بلې، باطل ته د حق جامې ور اغوندې، او حق د شبهاتو په سور رنګ رنګوې، او خیرن کالو کې پټوې، خپل باطل ته بیا چینایي آراېش کوې، بد رنګې د خواهشاتو په خوند پټوي، او ورځ تر بلې تقویه کوې. که په مقابل کې څوک د حق د بیان لپاره یوه ویبپاڼه جوړه کړې د الله جل جلاله د حکم تابعداري به یې کړې وې الله وایي: {وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخيل ترهبون به عدو الله وعدوكم} څومره مو چې توان او استطاعت وي د الله او د خپلو دښمنانو ډارولو لپاره قوت تیار کړئ. دعوتي ويبپاڼې د حق اواز د نړۍ ګوډ ګډ ته رسوې، د زمانې په حافظه کې ځايي پر ځای کوې، باطل مخ بربنډوي، دښمن رسوا کوي. چې ځینې مهمې فایدې په لنډه توګه په لاندې کرښو کې لیکو:
۱- د نورو دینونو، مذهبونو، ډلو ټپلو، په نوم مسلمان فرقو پیروان د انټرنیټ په دنیا کې بې حسابه پاڼې لرې، هر ورځ خپل باطل په نوي رنګ او ژبه باندې نړۍ ته رسوي، د حق خاوندان باید د هغوي مقابله وکړي، حق ته حق او باطل ته باطل د هغوي په ژبه او مناسبه وسیله وویل شئ .
۲- ځوان تکړه لیکوالانو او د قلم خاوندان ته باید بندې دروازې خلاصې شې او زمینه ورته برابره شې چې خپل توان او انرجې د حق لپاره مصرف کړې او یو چاته یې د حق غږ ورسېږي.
۳- د وخت د شرایطو او وسایلو سره سم باید علماء کرام او دین پوهان خلکو ته خپل مسؤولیت ادا کړې او د دعوت لپاره د یو بل لاس نیوی وکړئ، ځکه یوې ویبپاڼې ته ناشونې ده چې د دین ټول حق دی ادا کړې. نورې په تاسې….!
یو ملګري به د ویبپاڼې لپاره د (ډومین) اخيستلو توان لري، بل به يي ډیزاین کړي، درېیم به یې اداره کړې، خو مونږ ټول یې باید معنوي مادي ملاتړ وکړو او د خپل مسؤولیت یوه برخه ادا کړو.