- امام ذهبي وايي: ما ته ليث، هغه ته عقيل، هغه ته زهري، هغه ته ابو ادريس خولاني ويلي و چې يزيد بن عُميرة ـ دا د معاذ رضي الله عنه شاګرد دی ـ وايي چې معاذ بن جبل رضي الله عنه به مجلس کې د ناستې پر وخت ويل: الله پاک د انصاف او عدل ذات او نومونه يې د برکت والا دي، د شکونو شبهاتو څښتنان غرق او پرق شول. او نور حديث يې ذکر کړ…
بيا وايي: ما ورته وويل: ايا عالم د ګمراهۍ خبرې کوي؟ هغه وويل: ولې نه، د عالم مشهورو خبرو نه ځان وژغوره او کلک پرې مه ودرېږه، کېدای شي کله حق واوري او غاړه ورته کېږدي ځکه حق نور او رڼا لري (سيرأعلام النبلاء: ۱ / ۴۵۷ )
- عبدالرحمن د خپل پلار عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت کوي چې يو سړی ورته راغي او وېويل: ای ابوعبدالرحمن! ما ته د خېر او فاېدې نه ډک کلمات وښايه، هغه ورته وويل: د الله تعالی سره هېڅ شريک مه جوړوه او چې قرانکريم چرته لوستل کېده هرومرو يې اوره، که هر چا درته حق بيان کړ ترې قبول يې کړه ولو که راوي دې بدي هم شي، او که هر چا درته باطل بيان کړ ترې مه يې قبلوه اګر که راوي دې نزدې خپلوان يا دوست هم وي. (صفة الصفوة: ۱ / ۴۱۹ ) .
- ابو الاحوص د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت کوي چې په دين کې د هېڅ چا تقليد مه کوئ، که هغه ايمان راوړي دا يې هم راوړي او که هغه کفر کوي دا يې هم کوي، که اقتداء هرومرو کوي د مړي پسې روان شئ شايد ژوندی په فتنه مبتلاء شي. (صفة الصفوة : ۱ / ۴۲۱ ) .
- عبدالرحمن بن يزيد د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت کوي چې له ځان څخه اِمَّعَة (بې وقوفه) مه جوړوه، شاګردانو وويل: اِمَّعَة څه ته ويل کيږي؟ هغه وويل: اِمَّعَة هغه څوک دی چې وايي: زه د خلکو ملګری يم، که خلک په حق وي زه هم په حق يم او که هغوی ګمراه وي زه دې هم ګمراه يم، نا بلکې په تاسو کې هر څوک دې داسې شي چې که خلک کفر کوي خو دا به کفر نه کوي (صفة الصفوة : ۱ / ۴۲۱ ) .
- ذهبي وايي: ما ته اسحاق بن ابي بکر، هغه ته ابن الخليل، هغه ته ابو المکارم اللبَّان، هغه ته عليّ المقرئ، هغه ته ابو نعيم الحافظ، هغه ته يوسف بن يعقوب نجيرمي، هغه ته حسن بن مثنّی، هغه ته عفَّان، هغه ته همَّام ويلي دي چې ما له قتادة نه اوريدلي دي چې مطرِّف راته وويل: مونږ به زيد بن صُوحان ته راتلو هغه به راته ويل: ای د الله بندګانو! ډېر باوقاره او په کارونو کې عمده او معياري کارونه وکړئ، الله پاک ته د انسانانو وسيله په دوه خصلتونو کېدای شي: له الله نه وېره، او له الله نه امېد ساتل، بيا وروسته بله ورځ ورغلم خپل منځ کې يې سره عهدنامه په دې عبارت ليکلې وه: الله پاک مو رب، محمد صلی الله عليه وسلم مو پيغمبر او قرانکريم مو امام دی، مونږ د هغه خلکو مل يو چې ځمونږ ملتيا کوي، که چا مو مخالفت وکړ ورسره به جنګ کو، دغه عهدنامه يې هر ګډونوال ته ورکوله او هغه به پرې اقرار کو، خو چې ما ته راورسېده ما ووويل: زه پرې اقرار نه کوم، خلکو غال مغال جوړ کړ، زيد بن صُوحان ورته وويل: هلک ته څه مه وايئ، بيا يې له ما څخه وپوښتل: ته څه وايئ؟ ما ورته وويل: الله پاک چې له ما څخه کوم عهد په قران کې اخستی دی له هغې پرته نورو وعدو ته تيار نه يم، هغوی نزدې دېرش خلک وو ټول بېرته له خپلو کړو وعدو د قران کريم وعدې ته راستانه شول . (سيرأعلام النبلاء: ۴ / ۱۹۳ ) .