- عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه وايي ما ته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هره مياشت کې قران کريم يو ځل ووايه، ما ورته وويل: له يو وار څخه يې زيات توان لرم، هغه راته وويل: په شلو ورځو کې يې يو ځل ختم کړه، ما ورته وويل: له دې څخه يې هم په لږو ورځو کې توان لرم، هغه راته وويل: په اوو ورځو کې ختم کړه او له دې څخه نور مه راکمېږه (صحيح بخاري: ۵۰۵۴ . صحيح مسلم: ۱۸۴ ) .
ذهبي تعليقاً وايي: له نبي الله صلی الله عليه وسلم نه د دريو ورځو پورې د ثبوت اجازه شته او له درېو نه کم يې ورڅخه منعه کړی ده، دا هغه وخت چې قرانکريم لا د نزول په مرحله کې وو، بيا چې کله بشپړ شو او څه برخه يې نوره هم نازله شوه نو ټول قرانکريم له دريو ورځو څخه په کمه موده کې ختمول د نهي ادنی مرتبه ده، له دې څخه په کمه موده کې که څوک قرانکريم ولولي نو نه خو پرې پوهيږي او نه پکې سوچ او غور کولی شي، خو که د يوې هفتې په دوران کې يې څوک ټول ولولي نو بل بهتره عمل به ترې نه وي، او دين ډېر اسان دی.
لوړه په رب لايزال چې د شپې له مخې نوافلو کې د قران اوومې برخې لوستلو ترڅنګ ، رواتب سنت کول، د څاښت لمونځ کول، تحية المسجد کول، مسنون ثابت اذکار ويل، د خوب او ورڅخه د رابېدارو اذکار نه هېرول، د هر لمونځ نه وروسته اذکار ويل، د الله د رضا په خاطر د نافع علم پلټنه کول، په ښه کارونو د امر او له بدو څخه د خلکو رابندول، ناپوهه انسان پوهول، فاسق په خپلې ګناه رټل او نور واجبات ادا کول، له خشوع او خضوع سره پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کول، له غټو ګناهونو نه ځان ژغورل، ډېر استغفار او دعاګانې غوښتل، خيرات کول او خپلولي پالل، هر چا ته خاکساري کول او خپل ګرد کارونه د اخلاص په بنسټ ابادول تر هر څه ډېر غورترينه مشغولتيا ده، همدغه د اصحاب اليمين او د الله پاک د اولياوو پيشه او مصروفيتونه دي.
که يو عابد انسان قرانکريم يوه ورځ کې له پېله تر پايه ولولي نو د پاک سپيڅلي اسلامې شريعت پيروي نه بلکې صريح مخالفت يې وکړ، او مخکنې ټول ذکر شوو حالتونو څخه يې هېڅ نېک عمل هم ونه کړ، او له غور سوچ څخه يې قراءت هم تش او خالي دی، دغه ارمان د نبي صلی الله عليه وسلم ملګري او لوی عابدګوزار هغه وخت وکړ چې بوډا شو چې کاشکې د نبي صلی الله عليه وسلم رخصتونه مې منلی وی(دا يې د بخاري ( ۱۹۷۵ ) شمير حديث ته اشاره کړې ده ، او د امام ذهبي کلام په سيرأعلام النبلاء: ۳ / ۸۴ ) دی .
- شعبة او هشام له قتادة څخه روايت کوي چې: جندب رضي الله عنه سره د رخصتېدو په مهال لږ راووتو، ما ورته وويل: مونږ ته نصيحت وکړه، هغه وويل: تاسو ته مې دا وصيت دی چې له الله څخه وډار شئ، قران کريم ډېر ولولئ ځکه چې د قران کريم لوستل په تورو شپو کې رڼا او په رڼا ورځ کې لارښود دی، که څه هم حالات د غربت او مالدارۍ تر منځ وي خو په قرانکريم عمل له لاسه مه ورکوئ، د مصيبتونو د لړې په مهال له دين څخه شتمنۍ نذرانه کړئ، که د مصيب لړي زوال شوه خپله شتمني، خپل ځان له دين نه قربان کړه، خانه خراب هغه دی چې دين يې ونړيږي، او مسلوب هغه دی چې له دين څخه خلاص شي، جنت ته له تګ وروسته هېڅ فقر او غربت نشته، او اور ته له تګ وروسته هېڅ شتمني په خېر نه راځي(سيرأعلام النبلاء: ۳ / ۱۷۴ ) .
- مسيَب بن رافع وايي: عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي : مناسب ده چې اهل القران په هغه شپه وپېژندل شي چې خلک پکې وده وي، په هغه ورځ وپېژندل شي چې خلک بوزه وي، خلک خوشحاله وي او دی خفه وي، خلک خاندي او دی ژاړي، خلک سره خبرې تبادله کوي او دی خاموش وي، خلک په متکبرانه حالت کې او دی خاکساره وي، اهل القران بايد د الله څخه وېرېدونکي، خفه، صبرناک او د برداشت والا، خاموش او چپ انسانان وي، د اهل القران سره نه ښائيږي چې لوړغږي، تروش تريخ او غصه ناک وي (صفة الصفوة: ۱ / ۴۱۳ ) .
- حماد بن نَجيح له ابو عمران الجَوني څخه نقلوي چې جندب بن ابي جناده رضي الله عنه وايي: مونږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره بلوغ ته نزدې هلکان رالوی شول خو د قران له زده کړې مو ايمان مخکې زده کړ، بيا مو قران زده کړ نو ايمان مو لاپسې زيات شو (سيرأعلام النبلاء: ۳ / ۱۷۵ ) .
- l حمَّاد بن زيد له عطاء بن السّائب نه روايت کوي چې ابو عبدالرحمن وايي: مونږ قرانکريم له داسې خلکو څخه زده کړی دی چې هغوی به ويل: له لسو اياتونو به تر هغه مخکې نه تلو چې په عمل کې به مو نه ول رواستلي، مونږ قران کريم او عمل دواړه يوځای زده کړي دي، له مونږ نه وروسته به قرانکريم داسې خلک په ميراث کې واخلي چې د اوبو په څېر به يې څښي، خو له مرې نه به يې پورته نه راځي (سيرأعلام النبلاء: ۴ / ۲۶۹ ) .
- اسحاق بن ابراهيم وايي: فُضيل بن عياض به قرانکريم دومره قلاره لوسته، ته به وايي چې د چا سره خبرې کوي، او که مخې ته به يې داسې ايت راغی چې د جنت ذکر به پکې و، باربار به يې تکرار و (صفة الصفوة: ۲ / ۲۳۸ )