- وکيع له اعمش نه، هغه له سليمان بن ميسرة نه، هغه له مغيرة بن شبل نه، هغه له طارق بن شهاب نه، هغه له سلمان الفارسي رضي الله عنه نه روايت کوي چې شپه کله راشي خلک درې ډوله شي:
۱ – : شپه يې په ګټه وي، په تاوان يې نه وي.
۲ – : شپه يې په تاوان وي، په ګټه يې نه وي.
۳ – : شپه يې نه په ګټه وي او نه په تاوان.
هغه سړی چې د خلکو په غفلت او د شپې په تيارو کې پورته شي، اودس او لمونځ وکړي، دغه شپه يې په ګټه ده خو تاوان پرې نه ده، بل داسې سړی وي چې د خلکو په غفلت او د شپې په تيارو کې د الله پاک په معصيتونو کې بوخت وي د دې لپاره شپه تاوان ده او په ګټه نه ده، هغه سړی چې شپه يې نه ګټوره او نه تاواني وي هغه دی چې د شپې له مخې تر سهار ويده شي نه عبادتونه وکړي او نه ګناه.
طارق وايي: ما وويل: هرو مرو به زه د دې ملتيا کوم، نو خلکو لښکر کشي وکړه چونکه سلمان رضي الله عنه ورسره ووت نو ما هم ورسره ملتيا وکړه خو په هېڅ کار مې پرې برتري حاصله نه کړه، که ما به وړه واغښکل هغه به ډوډۍ پخه کړه، که ما به ډوډۍ پخه کړه هغه به ترکاري پخه کړه، خو د شپې له مخې يوه حصه د عادت سره سم به زه تهجدو ته پاڅېدم، زه چې به راپورته شوم هغه به ويده و، ما به ځان سره وويل: د نبي صلی الله عليه وسلم ملګری زما نه غوره دی او هغه ويده دی زه به بېرته ويده شوم، خو چې د شپي له مخې به هغه هر کله راپورته شو ډډه به شو او وبه يې ويل: [ سُبْحَانَ الله ِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلاَ اِلَهَ اِلاَّ اللهُ وَاللهُ اکْبَرُ، لاَ اِلَهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيک لَهُ، لَهُ المُلْک وَلَهُ الْحَمْدُ وَهَوَ عَلي کُلِّ شَيْئ قَدِير ] به يې ويل، سبا ختو ته نزدې وپاڅېد اودس او بيا يې څلور رکعته لمونځ وکړ، د سهار لمونځ نه وروسته مې ورته وويل: ما خپل تهجد هم ستا له کبله پرېښودل، زه چې به د شپې له مخې راپاڅېدم ته به ويده وې زه به بېرته پرېوتم، هغه راته وويل: له ما څخه دې هېڅ هم وانه اورېد؟ ما ورته وويل: له تا نه مې فلانکې دعا واورېده، هغه وويل: دغه لمونځ دی، پنخه واړه لمونځونه د انسان ټول ګناهونه رژوي چې له قتل او غارت نه په کې ځان ژغورنه وشي، وراره! په عبادت کې ميانه روي کوه، ميانه روي ډېر ښه کار دی (سير أعلام النبلاء: ۱ / ۵۴۹ – ۵۵۰ ) .
- اسد بن وداعة وايي: شدّاد بن اوس چې به کله خپلي بسترې ته راغي خوب به نه ورته او په ډډه به اوختو را اوختو او دا به يې ويل: ای الله! اور رانه خوب وتختو او بيا به ترسهاره په لمونځ ولاړ و(صفة الصفوة: ( ۱ / ۷۰۹ )
l اسد بن وداعة وايي: شدَّاد بن اوس چې به کله خپلې بسترې ته راغې نه به ويده کېده ته به وايي چې په سترګه يې دانه ده، او دا به يې ويل چې: ای الله! اور رانه خوب يوړو، او بيا به تر سهاره په لمونځ ولاړ و (صفة الصفوة: ( ۱ / ۷۰۹ )
- امام ذهبي پخپل سند له بغوي نه روايت کوي، هغه ته ابن زنجويه، هغه ته ابراهيم ابن مهدي ويلي و چې ما د ابوالاحوص نه اوريدلي دي چې د منصور بن المعتمر ګاوندي ته يې لور وويل: پلاره! د منصور په کور کې چې د شپې لرګی ولاړ اوس څنګه نشته؟ هغه ورته وويل: لورکۍ! هغه لرګی نه و، منصور خپله و، د شپې له مخې يې تهجد کول (سير أعلام النبلاء: ( ۸ / ۴۰۳ ) .