د سهار او ماښام ذكرونه او دُعاګانې
| د انس رضي الله عنه بيان دى چې رسول اللهﷺ فرمايلي دي: ما ته له داسې خلقو سره ناسته د هغه څلورو غلامانو د ازادولو نه زياته خوښه ده چې د اسماعيل عليه السلام په اولاد كې وي، هغه خلق چې د سهار له لمانځه نه تر لمر راختو پورې د الله ذكر كوي، او ما ته له داسې خلقو سره ناسته د څلورو غلامانو د ازادولو نه زياته خوښه ده چې د مازيګر له لمانځه نه تر لمر پرېوتو پورې د الله ذكر كوي (سنن أبي داود، حديث: 3667)
| څوك چې د سهار په وخت كې آيت الكرسي وايي، نو هغه تر ماښامه پورې د پېريانو له شر نه محفوظ شي او څوك چې يې ماښام ووايي، نو هغه تر سهاره پورې د هغوى له شر نه محفوظ وي. (صحيح الترغيب والترھيب، حديث: 662)
﴿اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ۚ اَلْحَيُّ الْقَيُّوْمُ١ۚ۬ لَا تَاْخُذُهٗ سِنَةٌ وَّلَا نَوْمٌ١ؕ لَهٗ مَا فِي السَّمٰوٰتِ وَمَا فِي الْاَرْضِ١ؕ مَنْ ذَا الَّذِيْ يَشْفَعُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا بِاِذْنِهٖ١ؕ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ اَيْدِيْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ١ۚ وَلَا يُحِيْطُوْنَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهٖۤ اِلَّا بِمَا شَآءَ١ۚ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ١ۚ وَلَايَـُٔوْدُهٗ حِفْظُهُمَا١ۚ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيْمُ۰۰﴾
’’الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص هم ده لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ اسمانونه او ځمكه راځای كړي (راګېر كړي) دي او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى.‘‘
| څوك چې اخري درې سورتونه درې ځلې سهار او درې ځلې ماښام ووايي، نو دغه عمل د هغهٔ لپاره د هر څيز مقابلې ته كافي كېږي. (سنن أبي داود، حديث: 5082، وجامع الترمذي، حديث: 3575)
﴿بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ۰۰﴾ ’’د الله په نامهٔ سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.‘‘
﴿قُلْ هُوَ اللّٰهُ اَحَدٌۚ۰۰۱اَللّٰهُ الصَّمَدُۚ۰۰۲لَمْ يَلِدْ١ۙ۬ وَ لَمْ يُوْلَدْۙ۰۰۳ وَ لَمْ يَكُنْ لَّهٗ كُفُوًا اَحَدٌؒ۰۰﴾’’تهٔ ووايه: خبره همدا ده چې الله ايكي يواځې دى، الله بې نيازه دى، نه يې څوك زېږولي دي او نهٔ له چا نه زېږېدلى دى، او د هغهٔ لپاره هيڅوك سيال او برابر نشته.‘‘
درې ځل دې وويل شي.
﴿بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ۰۰﴾
’’د الله په نامهٔ سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.‘‘
﴿قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ الْفَلَقِۙ۰۰مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَۙ۰۰وَ مِنْ شَرِّ غَاسِقٍ اِذَا وَقَبَۙ۰۰وَ مِنْ شَرِّ النَّفّٰثٰتِ فِي الْعُقَدِۙ۰۰وَ مِنْ شَرِّ حَاسِدٍ اِذَا حَسَدَؒ۰۰﴾
’’تهٔ ووايه: زهٔ د سبا د رب په پناه كې داخلېږم، د هغهٔ د مخلوق له شر نه، او د تيارهٔ كوونكي له شر نه؛ كله چې تيارهٔ خوره كړي، او په غوټو باندې د چف اچوونكو (جادوګرو ښځو) له شر نه او د حسد كوونكي له شر نه، كله چې هغه حسد ښكاره كړي.‘‘
درې ځل دې وويل شي
﴿بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ۰۰﴾
’’د الله په نامهٔ سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.‘‘
﴿قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ النَّاسِۙ۰۰مَلِكِ النَّاسِۙ۰۰اِلٰهِ النَّاسِۙ۰۰مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ١ۙ۬ الْخَنَّاسِ۪ۙ۰۰الَّذِيْ يُوَسْوِسُ فِيْ صُدُوْرِ النَّاسِۙ۰۰مِنَ الْجِنَّةِ وَ النَّاسِؒ۰۰﴾
’’تهٔ ووايه: زهٔ د خلقو په رب پورې پناه نيسم، چې د خلقو بادشاه دی، د خلقو حق معبود دی، د ډېر وسوسې اچوونكي، د ډېر پټېدونكي له شر نه، هغه چې د خلقو په سينو كې وسوسې اچوي، چې د پېريانو او انسانانو ځنې دي.‘‘
| سهار او ماښام اوه ځله: ﴿حَسْبِيَ اللّٰهُ١ۖۗٞ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ١ؕ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَ هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمِ۰۰﴾’’زما لپاره الله كافي دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم هغه دى، ما خاص پر هغهٔ توكل كړى دى او هغه د ډېر لوى عرش رب دى.‘‘ (سنن أبي داود، حديث: 5081)
| د سهار په وخت كې به وايي: ((اَصْبَحْنَا وَ اَصْبَحَ الْمُلْكُ لِلّٰهِ وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ لَآ إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلٰى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، رَبِّ اَسْئُلُكَ خَيْرَ مَا فِيْ هٰذَا الْيَوْمِ وَ خَيْرَ مَا بَعْدَهُ وَ اَعُوذُبِكَ مِنْ شَرِّ مَا فِيْ هٰذَا الْيَوْمِ وَ شَرِّ مَا بَعْدَهُ، رَبِّ أَعُوذُبِكَ مِنَ الْكَسَلِ وَ سُوءِ الْكِبَرِ، رَبِّ أَعُوذُبِكَ مِنْ عَذَابٍ فِي النَّارِ وَ عَذَابٍ فِي الْقَبْرِ))’’مونږ سبا كړو او د الله ټولې بادشاهۍ سبا كړو، او ټولې ستاينې خاص الله لرہ دي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر الله دى، چې ايكي يواځې دى، د هغهٔ هېڅ شريك نشته، بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى، اى زما ربه! په دې ورځې كې چې څه خير دى او له دې نه په وروسته كې چې څه خير دى، زهٔ لهٔ تا نه د هغه (خير) سوال كوم او تا ته پناه دروړم له هغه شر نه چې په دې ورځې كې دى او له هغه شر نه چې له دې نه په وروسته كې دى، اى زما ربه! زهٔ تا ته پناه دروړم له سستۍ نه او د بوډاوالي له خرابۍ نه، اى زما ربه! زهٔ تا ته پناه دروړم د اور له عذاب نه او د قبر له عذاب نه.‘‘
| او د ماښام په وخت كې به وايي: ((اَمْسَيْنَا وَ اَمْسَى الْمُلْكُ لِلّٰهِ وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ لَآ إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلٰى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ، رَبِّ أَسْئَلُكَ خَيْرَ مَا فِيْ هٰذِهِ اللَّيْلَةِ وَ خَيْرَ مَا بَعْدَهَا وَ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا فِيْ هٰذِهِ اللَّيْلَةِ وَ شَرِّ مَا بَعْدَهَا، رَبِّ أَعُوذُبِكَ مِنَ الْكَسَلِ وَ سُوءِ الْكِبَرِ رَبِّ أَعُوذُبِكَ مِنْ عَذَابٍ فِيْ النَّارِ وَ عَذَابٍ فِيْ الْقَبْرِ))’’مونږ ماښام كړو او د الله ټولې بادشاهۍ ماښام كړو او ټولې ستاينې خاص الله لره دي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر الله دى، چې ايكي يواځې دى، د هغهٔ هېڅ شريك نشته، هم د هغهٔ لپاره بادشاهي ده او هم د هغهٔ لپاره ټولې ستاينې دي، او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى، اى زما ربه! په دې شپه كې چې څه خير دى او له دې نه په وروسته كې چې څه خير دى، زهٔ لهٔ تا نه د هغه خير سوال كوم او تا ته پناه دروړم له هغه شر نه چې په دې شپه كې دى او له هغه شر نه چې له دې نه په وروسته كې دى، اى زما ربه! زهٔ تا ته پناه دروړم له سستۍ نه او د بوډاوالي له خرابۍ نه، اى زما ربه! زهٔ تا ته پناه دروړم د اور له عذاب نه او د قبر له عذاب نه.‘‘ (صحيح مسلم، حديث: 2723، وسنن أبي داود، حديث:5071 ، وجامع الترمذي، حديث: 3390)
| چا چې دا لاندې ذكر شوې دُعا د سهار په وخت كې وويله، نو هغهٔ د دغې ورځې شكر ادا كړو او چا چې د ماښام په وخت كې وويله، نو هغه د دغه شپې شكر ادا كړو. (السنن الكبرٰي للنسائي، حديث: 9835، و عمل اليوم والليلة لابن السني، حديث: 9835، وموارد الظمآن، حديث:2361 ):
د سهار په وخت كې به وايي: ((اَللّٰهُمَّ مَآ أَصْبَحَ بِيْ مِنْ نِّعْمَةٍ أَوْ بِاَحَدٍ مِّنْ خَلْقِكَ فَمِنْكَ وَحْدَكَ لَا شَرِيكَ لَكَ، فَلَكَ الْحَمْدُ وَ لَكَ الشُّكْرُ))’’اى الله! په ما باندې يا ستا په مخلوق كې په هر چا باندې چې كوم نعمت د سبا په وخت کې شوی دى، نو هغه ستا لهٔ جانبه دى، تهٔ ايكي يواځې يې، ستا هېڅ شريك نشته، نو هم ستا لپاره ټولې ستاينې دي او هم ستا لپاره شكر دى.‘‘
| د ماښام په وخت كې به وايي:
| ((اَللّٰهُمَّ مَآ أَمْسٰى بِيْ مِنْ نِّعْمَةٍ أَوْ بِأَحَدٍ مِّنْ خَلْقِكَ فَمِنْكَ وَحْدَكَ لَا شَرِيْكَ لَكَ، فَلَكَ الْحَمْدُ وَ لَكَ الشُّكْر ُ))’’اى الله! په ما باندې يا ستا په مخلوق كې په هر چا باندې چې كوم نعمت د ماښام په وخت کې شوی دى، نو هغه ستا لهٔ جانبه دى، تهٔ ايكي يواځې يې، ستا هېڅ شريك نشته، نو هم ستا لپاره ټولې ستاينې دي او هم ستا لپاره شكر دى.‘‘ (سنن أبي داود،حديث:5073)
| د سهار په وخت كې به يو ځل ويلى شي: ((اَللّٰهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا وَ بِكَ أَمْسَيْنَا وَ بِكَ نَحْيَا وَ بِكَ نَمُوتُ وَ إِلَيْكَ النُّشُورُ)) ’’اى الله! ستا په مدد سره مونږ سبا كړو او ستا په مدد سره مونږ سبا كړو او ستا په مدد سره راژوندي كېږو، يعنې رابيدارېږو او ستا په خوښې سره مړهٔ كېږو، يعنې ويده کېږو او خاص تا ته واپس درتلل دي.‘‘
| او د ماښام په وخت كې به يو ځل ويلى شي:
((اَللّٰهُمَّ بِكَ أَمْسَيْنَا وَ بِكَ أَصْبَحْنَا وَ بِكَ نَحْيَا وَ بِكَ نَمُوتُ وَ إِلَيْكَ الْمَصِيْرُ)) ’’اى الله! ستا په مدد سره مونږ ماښام كړو او ستا په مدد سره مونږ سبا كړو او ستا په مدد سره راژوندي كېږو، يعنې رابيدارېږو او ستا په خوښې سره مړهٔ كېږو، يعنې ويده کېږو او خاص تا ته واپس درتلل دي.‘‘ (سلسلة الأحاديث الصحيحة:525/1، حديث: 262)
| سهار او ماښام يو ځل: ((يَا حَيُّ يَا قَيُّومُ بِرَحْمَتِكَ أَسْتَغِيْثُ أَصْلِحْ لِيْ شَأْنِيَ كُلَّهُ، وَ لَا تَكِلْنِيْ إِلٰى نَفْسِيْ طَرْفَةَ عَيْنٍ)) ’’اى تل ژونديه! اى د ټولو عالَم انتظام كوونكيه! خاص ستا د رحمت په ذرېعې سره زهٔ مدد غواړم، تهٔ زما ټول كارونه درست كړه او د سترګو د رپ هومره وخت هم، ما خپل نفس ته مهٔ سپاره.‘‘ (المستدرك للحاكم:544/1)
| سهار يو ځل: ((أَصْبَحْنَا وَ أَصْبَحَ الْمُلْكُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِيْنَ، اَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَسْئَلُكَ خَيْرَ هٰذَا الْيَوْمِ فَتْحَهُ وَ نَصْرَهُ وَ نُورَهُ وَ بَرَكَتَهُ وَ هُدَاهُ، وَ أَعُوذُبِكَ مِنْ شَرِّ مَا فِيْهِ وَ شَرِّ مَا بَعْدَهُ)) ’’مونږ سبا كړو او د الله رب العلمين ټولې بادشاهۍ سبا كړو، اى الله! بېشكه زهٔ لهٔ تا نه د دې ورځې د خير سوال كوم، د دې ورځې د فتح او مدد، د دې د رڼا، بركت او هدايت (سوال كوم) او زهٔ تا ته پناه دروړم له هغه شر نه چې په دې ورځې كې دى او له هغه شر نه چې له دې نه په وروسته كې دى.‘‘
| ماښام يو ځلې: ((أَمْسَيْنَا وَ أَمْسَى الْمُلْكُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعَالَمِيْنَ، اَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَسْئَلُكَ خَيْرَ هٰذِهِ اللَّيْلَةِ فَتْحَهَا وَ نَصْرَهَا وَ نُورَهَا وَ بَرَكَتَهَا وَ هُدَاهَا وَ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا فِيْهَا وَ شَرِّ مَا بَعْدَهَا)) ’’مونږ ماښام كړو او د الله رب العلمين ټولې بادشاهۍ ماښام كړو، اى الله! بېشكه زهٔ لهٔ تا نه د دې شپې د خير سوال كوم، د دې د فتح، مدد، رڼا، بركت او هدايت (سوال كوم) او زهٔ تا ته پناه دروړم له هغه شر نه چې په دې كې دى او له هغه شر نه چې له دې نه په وروسته كې دى.‘‘ (سنن أبي داود، حديث:5084)
| سهار يو ځل: ((أَصْبَحْنَا عَلٰى فِطْرَةِ الْاِسْلَامِ وَ عَلٰى كَلِمَةِ الْاِخْلَاصِ وَ عَلٰى دِينِ نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى مِلَّةِ اَبِينَا إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَّ مَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ))
’’مونږ سبا كړو د اسلام پر فطرت، د اخلاص پر كلمې، د خپل نبي محمدﷺ پر دين او د خپل پلار ابراهيم علیه السلام په ملت باندې، چې حنيف (يواځې په حق پسې تلونکی) او فرمانبردار و او هغه له مشركانو ځنې نه و.‘‘ (مسند أحمد: 406/3)
| ماښام يو ځلې ((أَمْسَيْنَا عَلٰى فِطْرَةِ الْاِسْلَامِ وَ عَلٰى كَلِمَةِ الْاِخْلَاصِ وَ عَلٰى دِينِ نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى مِلَّةِ اَبِينَا إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَّ مَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ))
’’ مونږ ماښام كړو د اسلام پر فطرت، د اخلاص پر كلمې، د خپل نبي محمدﷺ پر دين او د خپل پلار ابراهيم علیه السلام په ملت باندې، چې حنيف (يواځې په حق پسې تلونکی) او فرمانبردار و او هغه له مشركانو ځنې نه و.‘‘ (مسند أحمد: 406/3)
| سهار او ماښام درې ځله:
((اَللّٰهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَدَنِيْ، اَللّٰهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ سَمْعِيْ، اَللّٰهُمَّ عَافِنِيْ فِيْ بَصَرِيْ، لَآ إِلٰهَ إِلَّا أَنْتَ))
’’اى الله! تهٔ ما ته زما په بدن كې عافيت او صحت راكړه، اى الله! تهٔ ما ته زما په غوږونو كې عافيت او روغتيا راكړه، اى الله! تهٔ ما ته زما په سترګو كې عافيت او روغوالی راكړه، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم تهٔ يې. (سنن أبي داود، حديث: 5090، و مسند أحمد: 42/5)
| سهار او ماښام درې ځله:
(( اَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَعُوذُبِكَ مِنَ الْكُفْرِ وَالْفَقْرِ أَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَعُوذُبِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، لَآ إِلٰهَ إِلَّا أَنْتَ))
اى الله! بېشكه زهٔ تا ته پناه دروړم له كفر او غريبۍ نه، اى الله! بېشكه زهٔ تا ته پناه دروړم د قبر له عذاب نه، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم تهٔ يې.‘‘ (سنن أبي داود، حديث: 5090، و مسند أحمد: 42/5)
| څوك چې لاندې ذكر شوې دُعا سهار او ماښام وايي هغهٔ ته به هېڅ شى تكليف ونهٔ رسېږي، سهار او ماښام درې ځله:
((بِسْمِ اللّٰهِ الَّذِيْ لَا يَضُرُّ مَعَ اسْمِهٖ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَ لَا فِي السَّمَآءِ وَ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ))
’’ د هغه الله په نامهٔ سره چې د هغهٔ د نوم په يادولو او برکت سرہ د ځمکې او اسمان هېڅ شى نقصان نشي رسولى او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى.‘‘ (سنن أبي داود، حديث:5088 )
| ماښام درې ځله: ((أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللّٰهِ التَّآمَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ)) ’’زهٔ د الله د كاملو كلماتو په پناه كې داخلېږم، د هغهٔ د مخلوق له شر نه.‘‘ (صحيح مسلم، حديث: 2709، ومسند أحمد:290 /2)
| څوك چې دا دُعا درې ځله سهار او درې ځله ماښام وایي، الله تعالٰى به يې د قيامت په ورځ خامخا خوشحاله كړي: ((رَضِيتُ بِاللّٰهِ رَبًّا وَّ بِالْاِسْلَامِ دِيْنًا وَّ بِمُحَمَّدٍ نَّبِيًّا))
’’زهٔ د الله په رب كېدو باندې، د اسلام په دين كېدو باندې او د محمدﷺ په نبي كېدو باندې راضي يم.‘‘ (جامع الترمذي، حديث: 3389)
| د سهار په وخت كې درې ځله: ((سُبْحَانَ اللّٰهِ وَ بِحَمْدِهٖ عَدَدَ خَلْقِهٖ وَ رِضَا نَفْسِهٖ، وَ زِنَةَ عَرْشِهٖ وَ مِدَادَ كَلِمَاتِهٖ)) ’’زهٔ د الله پاكي بيانوم د هغهٔ له ستاينې سره، د هغهٔ د مخلوق د شمېر په برابر او د هغهٔ د ذات د رضا په برابر او د هغهٔ د عرش د وزن په برابر او د هغهٔ د كلماتو د سياهۍ په برابر.‘‘ (صحيح مسلم، حديث: 2726)
| رسول اللهﷺ فرمايلي دي: څوك چې په يقين سره دا دُعا د ماښام په وخت كې ووايي او په هغه شپه كې وفات شي، نو هغه به جنت ته ځي، او څوك چې دا په يقين سره د سهار په وخت كې ووايي او تر ماښامه وفات شي، نو هغه به هم جنت ته ځي.‘‘
سهار او ماښام يو ځلې:
((اَللّٰهُمَّ أَنْتَ رَبِّيْ لَآ إِلٰهَ إِلَّآ أَنْتَ خَلَقْتَنِيْ وَ أَنَا عَبْدُكَ وَ أَنَا عَلٰى عَهْدِكَ وَ وَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَ اَبُوءُ بِذَنْبِيْ فَاغْفِرْلِيْ فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ))
’’اى الله! هم تهٔ زما رب يې، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم تهٔ يې، تا زهٔ پيدا كړى يم او زهٔ ستا بنده يم، او زهٔ له خپل وَس سره سم له تا سره پر كړي لوظ او وعدې ټينګ ولاړ يم، زهٔ تا ته پناه دروړم د هغه كار له شر نه چې ما كړى دى، زهٔ تا ته ستا د هغو نعمتونو اقرار كوم چې تا پر ما باندې كړي دي ، او د خپلو ګناهونو اقرار كوم، نو تهٔ ما وبخښه، اصل خبره دا ده چې له تا نه سوا بل هيڅوك ګناهونه نشي بښلی.‘‘
(صحيح البخاري، حديث:6306، دې دعا ته سيد الاستغفار وايي)
| سهار څلور ځله: ((اَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَصْبَحْتُ أُشْهِدُكَ وَ أُشْهِدُ حَمَلَةَ عَرْشِكَ وَ مَلَآئِكَتَكَ وَ جَمِيْعَ خَلْقِكَ أَنَّكَ أَنْتَ اللّٰهُ لَآ إِلٰهَ إِلَّآ أَنْتَ وَحْدَكَ لَا شَرِيْكَ لَكَ وَ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُكَ وَ رَسُولُكَ)) ’’اى الله! بېشكه ما په داسې حال كې سبا كړو، چې زهٔ تا ګواه كوم او ستا د عرش اوچتوونكي ملايك او (نور) ملايك او ټول مخلوق ګواه كوم پر دې خبره چې بېشكه هم تهٔ الله يې، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم تهٔ يې، چې ايكي يواځې يې، ستا هېڅ شريك نشته او پر دې خبره چې بېشكه محمد(ﷺ) ستا بنده او ستا رسول دى.‘‘
| ماښام څلور ځله: ((اَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَمْسَيْتُ أُشْهِدُكَ وَ أُشْهِدُ حَمَلَةَ عَرْشِكَ وَ مَلَآئِكَتَكَ وَ جَمِيعَ خَلْقِكَ أَنَّكَ أَنْتَ اللّٰهُ لَآ إِلٰهَ إِلَّآ أَنْتَ وَحْدَكَ لَا شَرِيْكَ لَكَ وَ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُكَ وَ رَسُوْلُكَ)) ’’اى الله! بېشكه ما په داسې حال كې ماښام كړو، چې زهٔ تا ګواه كوم او ستا د عرش اوچتوونكي ملايك او (نور) ملايك او ټول مخلوق ګواه كوم پر دې خبره چې بېشكه هم تهٔ الله يې، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر تهٔ يې، چې ايكي يواځې يې، ستا هېڅ شريك نشته او په دې خبره چې بېشكه محمد(ﷺ) ستا بنده او ستا رسول دى.‘‘
څوك چې دا دُعا وايي، الله به هغه له اور نه ازاد كړي او ګناهونه به يې وبښي. (سنن أبي داود، حديث: 5078,5069)
| سهار او ماښام:
((اَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَسْئَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْاٰخِرَةِ، أَللّٰهُمَّ إِنِّيْ أَسْئَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِيْ دِيْنِيْ وَ دُنْيَاىَ وَ أَهْلِيْ وَ مَالِيْ، اَللّٰهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَاتِيْ وَ اٰمِنْ رَّوْعَاتِيْ، اَللّٰهُمَّ احْفَظْنِيْ مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ وَ مِنْ خَلْفِيْ وَ عَنْ يَّمِيْنِيْ وَ عَنْ شِمَالِيْ وَ مِنْ فَوْقِيْ وَ أَعُوذُ بِعَظْمَتِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِيْ))
’’اى الله! بېشكه زهٔ له تا نه په دنيا او اخرت كې د معافۍ او عافيت سوال كوم، اى الله! بېشكه زهٔ لهٔ تا نه په خپل دين، دنيا، اهل وعيال (بال بچ) او مال كې د معافۍ او عافيت سوال كوم، اى الله! تهٔ زما پر عيبونو پرده واچوه، او زما وېرو (ډار) ته امن او قرار وركړه، اى الله! تهٔ زما حفاظت وكړه زما له مخې نه او زما له شا نه او زما له ښي اړخ نه او زما له ګس اړخ نه او زما له پاسه نه او زهٔ ستا په عظمت (او لوى شان) سره پناه نيسم له دې خبرې نه چې ناڅاپي له لاندې نه هلاك كړى شم.‘‘ (سنن ابن ماجه، حديث: 3871، ومسند أحمد: 25/2)
| سهار او ماښام يو ځلې:
((اَللّٰهُمَّ فَاطِرَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ رَبَّ كُلِّ شَيْءٍ وَ مَلِيْكَهُ، أَشْهَدُ أَنْ لَّآ إِلٰهَ إِلَّا أَنْتَ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ نَفْسِيْ وَ مِنْ شَرِّ الشَّيْطَانِ وَ شِرْكِهٖ وَ اَنْ أَقْتَرِفَ عَلٰى نَفْسِيْ سُوْٓءًا أَوْ اَجُرُّهُ إِلٰى مُسْلِمٍ))
’’اى الله! د اسمانونو او ځمكې پيدا كوونكيه! د پټو او ښكاره څيزونو عالِمه! اى د هر شي پالونكيه او بادشاه! زهٔ ګواهي كوم چې بېشكه نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم تهٔ يې، زهٔ تا ته پناه دروړم د خپل نفس له شر نه او د شيطان له شر او د هغه له شرك نه او له دې خبرې نه هم چې زهٔ له خپل ځان سره څه بد وكړم يا له كوم بل مسلمان سره دغه بد وکړم.‘‘ (سنن أبي داود، حديث:5067، وجامع الترمذي، حديث: 3392)
| څوك چې لاندې ذكر شوې دُعا سهار ووايي، نو د هغهٔ لپاره به لس نېكۍ وليكل شي، لس ګناهونه به يې معاف كړى شي، لس به يې درجې اوچتې كړى شي او دا دُعا د دې عمل برابر ده چې لس هغه غلامان ازاد كړى شي چې د اسماعيل عليه السلام په اولاد كې وي، او الله تعالٰى به د دې دُعا ويونكى د شيطان له شر نه محفوظ كړي. او څوك چې دا دُعا د ماښام په وخت كې ووايي، نو د هغهٔ لپاره هم دغه اجر دى.
سهار ماښام دې لس ځله ووايي او كه څه سستي ،ستوماني پرې راغلې وي، نو يو ځل دې ووايي: | ((لَآ إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلٰى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ))
’’ نشته هېڅ لايق د عبادت مګر الله دى، چې ايكي يواځې دى، د هغهٔ هېڅ شريك نشته، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټولې ستاينې دي، او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى.‘‘ (صحيح البخاري، حديث: 3293، وصحيح مسلم، حديث: 2691
، سنن أبي داود، حديث: 5077، وسنن ابن ماجه، حديث: 3867، و مسند أحمد: 60/4)
| څوك چې دا لاندې ذكر شوې دُعا سل ځله سهار او سل ځله ماښام ووايي، نو د قيامت په ورځ به هيڅوك د ده له عمل نه غوره عمل رانهٔ وړى شي، خو هغه كس چې دا دُعا يې د ده هومره يا له ده نه زياته ويلې وي.(نو هغه كېدى شي)
| سهار او ماښام سل ځله: ((سُبْحَانَ اللّٰهِ وَ بِحَمْدِهٖ)) ’’زهٔ د الله پاكي بيانوم د هغهٔ له ستاينې او حمد سره.‘‘ (صحيح مسلم، حديث: 2692)
| څوك چې سل ځله سهار دا لاندينۍ دُعا ووايي، نو هغهٔ ته به د لسو غلامانو د ازادولو برابر ثواب حاصل شي او د هغهٔ به سل نېكۍ وليكل شي او سل ګناهونه به يې ختم كړى شي او دا دُعا به د ده لپاره په دغې ورځې كې د شيطان له شر نه د محفوظ كېدو لپاره مضبوطه قلا وي او څوك به د ده له عمل نه غوره عمل رانهٔ وړى شي مګر هغه څوك چې له ده نه يې زيات عمل كړى وي.
په ورځ كې سل ځله (چې هر وخت وي:) ((لَآ إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلٰى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ)) ’’نشته هېڅ لايق د عبادت مګر الله دى، چې ايكي يواځې دى، د هغهٔ هېڅ شريك نشته، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټولې ستاينې دي، او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى.‘‘ (صحيح البخاري، حديث: 3293، وصحيح مسلم، حديث: 2691)
| په ورځ كې سل ځله: ((أَسْتَغْفِرُ اللّٰهَ وَ أَتُوبُ إِلَيْهِ)) ’’زهٔ له الله نه بخښنه غواړم او هغهٔ ته توبې وباسم.‘‘ (صحيح البخاري، حديث:6307، وصحيح مسلم، حديث: 2702)
| سهار او ماښام دې لس ځله مسنون درود شريف ووايي، چې هر يو وي:
| ((اَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى اٰلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلٰى اِبْرَاهِيْمَ وَ عَلٰى اِبْرَاهِيْمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَّجِيْدٌ))
((اَللّٰهُمَّ بَارِكْ عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى اٰلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلٰى اِبْرَاهِيْمَ وَ عَلٰى اٰلِ اِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيْدٌ مَّجِيْدٌ))
’’ای الله! تهٔ خاص رحمت نازل كړه په محمد(ﷺ) باندې او په آل د محمد(ﷺ) باندې، لكه څنګه چې تا خاص رحمت نازل كړی دی په ابراهيم(u) باندې او په اٰلِ د ابراهيم(u) باندې، بېشكه تهٔ ډېر ستايل شوی، د لوی شان والا يې.
ای الله! ته بركت نازل كړه په محمد (ﷺ) باندې او په اٰل د محمد (ﷺ) باندې لكه څنګه چې تا خاص بركت نازل كړی دی په ابراهيم عليه السلام باندې او په ال د ابراهيم عليه السلام باندې، بېشكه ته ډېر ستايل شوی، د لوی شان والا يې.‘‘
صحيح البخاري، حديث: 3370، وصحيح مسلم، حديث:406.
يا لکه دا درود شريف:
((اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى اٰلِ مُحَمَّدٍ)) ’’اى الله! تهٔ خپل په محمد(ﷺ) باندې او د محمد(ﷺ) په آل باندې رحمت نازل كړه.‘‘ (سنن النسائي، حديث: 1293، ومجمع الزوائد: 163/10، حديث: 17022)
Abdul Wali ليکوال جناب مفتي