بسم الله الرحمن الرحيم
الْحَمْدُ لِلَّهِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلا مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلا هَادِيَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، أَمَّا بَعْدُ:
أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلا تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ)[آل عمران: 102]
(يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَتَسَاءَلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيباً) [النساء:1]
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلاً سَدِيداً * يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزاً عَظِيماً)[الأحزاب: 70 و71].
فَإِنَّ خَيْرَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللهِ، وَخَيْرَ الْهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وآله وسلم، وَشَرَّ الأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا، وَكُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ، وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ، وَكُلَّ ضَلاَلَةٍ فِى النَّارِ.
أَمَّا بَعْدُ : د اسلامي دين خورا ستره ښېګړه اسانتيا ده ، د مشتقت او ستړې لري کول دي ، دا د اسلام د اسانتيا راز دی ، توبه او کفاره الله پاک په دغه موخه مونږ باندې ايښي دي ، له هر ازمېښت څخه په کې د حل او فصل لاره شته ، کله په توبه او کله هم مظلوم ته بېرته د حق په ورکولو .
رب کائنات د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د اسماني استازيتوب سپيڅلې حکمت په ډاګه کړی چې له تاسو څخه هغه سخت احکام ، ستړي ا و ګرد مشقتونه لرې کړي چې په له مونږ څخه مخکې نور امتونه پرې مجبور وو .
الله تعالی فرمايي : ( الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنزِلَ مَعَهُ ۙ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ) [ سورت اعراف : ۱۵۷ ] .
ژباړه : هغه اهل کتاب چې د امي پېغمبر پيروکاري وکړي ، د کوم پېغمبر اړوند معلومات چې دوی په تورات او انجيل کې ويني ، په ښو ورته امر او له بدو څخه يې رابندوي ، خوندور خواړه ورته حلالوي او پليت خواړه پرې حرام بولي ، له دوی څخه هغه ستړې او سخت شرعي تکليفونه پورته کوي چې په دوی ايښودل شوي و ، کوم خلک چې پرې ايمان ولري او مرسته يې وکړي ، او د هغه نور ( رڼا ) پيروی وکړي چې ورته نازل شوی دی نو دغه خلک کامياب دي .
په دې امت باندې د پېرزو په مقام کې الله فرمايي : ( وَمَا جَعَلَ عَلَيْکُمْ فِيْ الْدِّيْنِ مِنْ حَرَجٍ .. ) [ سورت حج : ۷۸ ] .
ژباړه : په دين کې عملي بڼه باندې الله ستاسو تکليفول نه غواړي .
د روژې د فرضيت اړوند الله فرمايي : ( يُرِيْدُ بِکُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيْدُ بِکُمُ الْعُسْرَ … ) [ سورت بقره : ۱۸۵ ] .
ژباړه : الله درباندې اساني غواړي ، هغه درباندې سختي کول نه غواړي .
د تېر په څېر الله پاک د اودس د فرضيت متعلق فرمايي : ( مَا يُرِيدُ اللَّـهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَـٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ) [ سورت مائده : ۶ ) .
ژباړه : الله تعالی نه غواړي چې په دين کې درباندې تکليف او مشقت راولي ، بلکې هغه غواړي چې تاسو پاک کړي ا و خپله پېرزو درباندې بشپړه کړي ، شايد تاسو يې په دغې نعمتونو شکر اوباسئ .
په دين کې له تشدد او سختي کولو نه نبي کريم صلی الله عليه وسلم سخته منعه فرمايله ده ، هغه فرمايي : (إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّهُ أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ ) [ مسند احمد بن حنبل ( ۱۸۵۱ ) ، سنن النسائي ( ۳۰۵۷ ) ، سنن ابن ماجه ( ۳۰۲۹ ) ، صحيح ابن خزيمه ( ۲۸۶۷ ) ، صحيح ابن حبان ( ۳۸۷۱ ) ]
او له ابوهريره رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دی چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي : ( إِنَّ الدِّينَ يُسْرٌ، وَلَنْ يُشَادَّ الدِّينَ أَحَدٌ إِلَّا غَلَبَهُ ) [ صحيح بخاري : ۳۹ ] .
ژباړه : دين ډېر اسان دی ، له توان پورته هېڅ خپل ځان په عبادتونو نه ستړی کوي مګر دين پرې په خپل اعتدال او اسانتيا کې غالبه کيږي .
عبدالله بن عباس رَضِيَ اللهُ عَنْهُ وايي چې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې الله ته پنسدترین دين کوم يو دی ؟ هغه وفرمايل : الْحَنِيْفِيَّةُ السَّمْحَةُ )
ژباړه : د توحيد اسان دين الله ته محبوب دی . [ بخاري ، کتاب الايمان ، باب : الدين يسر . صحيح الادب المفرد ( ۲۲۰ ) ، سلسلة الاحاديث الصحيحة ( ۸۸۱ ) مسند احمد بن حنبل : ۲۱۰۷ ) .
او د حنيفيت معنا له باطل څخه په څنګ اعمال ، او هغه عملونه چې تکليف او مشقت په کې نه وي .
عبدالله بن مسعود رَضِيَ اللهُ عَنْهُ وايي : رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي : (هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ ) [ صحيح مسلم : ۲۶۷۰ ]
او متنطع ، کنجکاو ، افراطي ، او هغه چا ته چې په خپلو خبرو او کړو وړو کې توند لاري کوي ويل کيږي ، حديث په دې دليل دی چې په خبرو او کړو وړ کې ميانه روي له هلاکت څخه د خلاصون لار ده .
له انس رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دی چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي : (يَسِّرُوا وَلاَ تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا، وَلاَ تُنَفِّرُوا ) [ صحيح البخاري : ۶۹ ، صحيح مسلم : ۱۷۳۴ ] .
ژباړه : نرمي کوئ او سختي مه کوئ ، يو ته سره د خير زيري ورکوئ او کرکې نفرتونه مه کوئ .
له مونږ څخه مخکې خلکو دومره غلو في الدين کوله چې بالاخره يې الله لره په بچي عقيده ولرله ، سره له دې چې په دين کې له غلو کولو څخه الله منع کړي وو ، الله پاک فرمايي : (يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّـهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّـهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّـهِ وَرُسُلِهِ ۖ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ ۚانتَهُوا خَيْرًا لَّكُمْ ۚ إِنَّمَا اللَّـهُ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ ۘ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَكَفَىٰ بِاللَّـهِ وَكِيلًا ) [ سورت نساء : ۱۷۱ ] .
ژباړه : ای اهل کتابو ! په خپل دين کې مو زياتی مه کوئ او مه له حق پرته په الله نورې ويناګانې تړئ ، مسيح عيسی ابن امريم د الله رسول او کلمه ده چې مريم عليها السلام ته يې القاء ( اچولې ) وه او له هغه له طرفه روح دی ، په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ او د درې معبودانو له وېنا نه رابند شئ دا به درله ډېر ښه وي ، الله يک او يواځې معبود هېڅ شريک نه لري ، له دې څخه پاک دی چې بچی دې ولري ، هغه د اسمانونو او ځمکو واک لري او الله ډېر ښه ذمه وار دی .
په ايت کې ( لاَ تَغْلُوْا فِيْ دِيْنِکُمْ ) نه موخه دا ده چې په دېن کې تشدد مه کوئ چې بالاخره يې له کبله په الله درواغ وتړئ .
او د ( وَلاَ تَقُوْلُوْا عَلَی اللهِ اِلاَّ الحَقَّ ) نه مراد دا ده چې هغه شريک او ځوی نه لري .
نبي کريم صلی الله عليه وسلم هم په دين کې غلو په سختو کلماتو غندلې ده ، له عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدٌ فَقُولُوا: عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ ) [ صحيح البخاري : ۳۴۴۵ ، صحيح مسلم : ۱۶۹۱ ] .
ژباړه :تاسو په ماکې غلو مه کوئ لکه نصرانيانو چې په عيسی عليه السلام کې غلو کړې وه ، زه بنده يم ، بس دومره ووايئ چې زه د الله بنده او رسول يم .
اطراء : په مدح او صفت او يا د چا په مذمت کې له پولې څخه تجاوز کول دي ، معنی دا کېدای شي چې په باطله توګه مې هم دومره مه ستايئ چې پولې له خپو لاندې کړئ او مه په هغه مدحه کې چې زه يې وړ يم دومره تجاوز مه کوئ چې له پولو څخه تېر شئ .
او غلو : له حد او اندازې څخه تېرېدلو ته ويل کيږي ، ( غَلَا فِيْ الدِّيْنِ ) معنی دا ده چې له له ټاکلې پولې واوخت .
شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي : غلو : له حد څخه تېرېدو ته وايي ، د چا د قابل مدح يا مذمت څخه زياتوالي ته غلو ويل کيږي . [ اقتضاء الصراط المستقيم : ۱ / ۲۸۹ ] .
حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : په يو شي کې پولې لاندې کولو يا مبالغې کولو ته ( غلو ) ويلی شي . [ فتح الباري : ۱۳ / ۲۷۸ ] .
د شيخ سليمان بن عبدالله – رحمه الله – په وينا ( غلو ) :
د الله په اوامرو کې تجاوز کولو ته ويل کيږي ، هېره دې نه وي چې دا هغه طغيان دی چې الله ورڅخه په خپل دې قول کې منعه کړې ده ( وَلاَ تَطْغَوْا فِيْهِ فَيَحِلَّ عَلَيْکُمْ غَضَبِيْ ) [ سورت طه : ۸۱ ] .
او الله فرمايي : ( يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ ) [ سورت نساء : ۱۷۱ ] ، معنی دا له هغو پولو مه اوړئ چې الله درته نښه کړي دي ، نو په دين کې يې له غلو څخه هر چا ته منعه فرمايلې ده ، مونږ هم د الله پاک د دې قول ( فَاسْتَقِمْ کَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَکَ وَلاَ تَطْغَوْا اِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِيْرٌ ) [ سورت هود : ۱۱۲ ] . [ تيسير العزيز الحميد : ۱ / ۶۳۰ ] .